طالبانو په بغلان کې د ۱۸ کیلوګرامه تاریاکو د قاچاق په تور دوه تنه نیولي

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي چې له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو یې په بغلان ولایت کې په کشفي عملیاتو کې دوه تنه د ۱۸ کیلوګرامه تاریاکو د قاچاق په تور نیولي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي چې له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو یې په بغلان ولایت کې په کشفي عملیاتو کې دوه تنه د ۱۸ کیلوګرامه تاریاکو د قاچاق په تور نیولي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، نیول شويو کسانو هڅه کوله چې یاد تاریاک په یوه کرولا موټر کې په ماهرانه ډول ځای پر ځای کړي او له تاله و برفک ولسوالۍ څخه یې د بامیان ولایت پر لور انتقال کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د شکمنو کسانو له درکه یو میل کلاشنکوف هم د پولیسو لاس ته ورغلی دی.
د طالبانو له بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته، که څه هم د نشهيي موادو د کر او قاچاق پر ضد پراخ کمپاینونه اعلان شوي، خو د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې قاچاق لا هم د یو شمېر کسانو لپاره د عاید مهمه سرچینه پاتې ده.


د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې تحریک طالبان پاکستان او د چین د ختیځ ترکستان اسلامي خوځښتونه نړۍوال امنیت ګواښي؛ خو تر ټولو خطرناکه هغه یې د داعش ډلې خراسان څانګه ده.
نوموړي تازه له پاکستانۍ اېکسپرېس ټربیون ورځپانې سره په خبرو کې ویلي، چې له دغو ډلو شته ګواښ باید هېڅکله کم ونه ګڼل شي او د لهمنځه وړلو لپاره یې باید اقدام وشي.
هغه وایي:« موږ داسې معلومات لرو، چې پاکستان او چین په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه په دوامداره او منظمه توګه له طالبانو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي؛ که څه هم د طالبانو حکومت په رسمي توګه دغه موضوع رد کړې، خو زموږ په باور باید دغه دواړه هېوادونه شته ستونزې حل کړي.»
دغه روسي چارواکي همدا راز ویلي، چې د طالبانو له حکومته باید کافي ملاتړ وشي؛ څو دوی په خپله خاوره کې له سخت دریځۍ سره مبارزه وکړي. کابلوف ټینګار کړی، چې افغانستان باید له ګاونډیو سره هغه موضوعات چې حساس دي او د شخړې لامل کېدای شي؛ په سولهییزه توګه حل کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي همدا راز ویلي، چې د طالبانو په رسمیت پېژندنه کې د سیاسي او اقتصادي لاملونو سربېره امنیتي هغه هم په پام کې نیول شوي دي. کابلوف د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا نور هېوادونه به طالبان په رسمیت وپېژني وویل، چې دا به د نړۍ لپاره اسانه کار نهوي.
کابلوف له اېکسپرېس ټربیون سره په خبرو کې همدا راز د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د مرګونې زلزلې په اړه هم خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي، چې روسیه د افغانستان له خلکو او د طالبانو سره په دې لوی غم کې ځان شریک ګڼي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې په هرات کې د خپلې کورنۍ د څلورو غړو قاتل نیول شوی دی. دغه کس د خپلې مور، ښځې او مېرمنې په قتل تورن دی.
نوموړي پرون (سېشنبه) پر اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او زیاتوي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به د دغې ډلې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونې ده، چې څو ورځې مخکې په هرات کې د یوې کورنۍ د درېیو غړو د وژلکېدو خبر ورکړل شوی و. دغه پېښه د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.
طالبان داسې مهال په هرات کې د دغه کس د نیولکېدو خبر ورکوي، چې پر افغانستان د یادې ډلې تر واکمنېدو وروسته د جنايي، په تېره بیا د کورني تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو څلور کاله وروسته، پاکستاني چارواکي فکر کاوه چې د دوی هیلې پوره شوې او پر افغانستان د هند د نفوذ مخه ونیول شوه؛ خو اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه د پاکستاني لوړپوړو چارواکو په حواله وايي، دا «هسې یو خوب» و.
د پاکستانۍ ورځپاڼې لهخوا په تازه خپاره شوي تحلیل کې راغلي، چې د طالبانو په راتګ سره، تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي ډله بېرته ځواکمنه شوې او پرمختللو وسلو او مالي سرچینو ته له لاسرسي سره یې خپل بریدونه ډېر کړي دي. ورته مهال، د بلوڅ بېلتون غوښتونکو فعالیتونه هم څو چنده ډېر شوي دي.
پاکستان په دې موده کې له ډېپلوماتیکو هڅو نیولې د پولې تر تړلو او هوايي بریدونو پورې هڅه کړې، چې طالبان دې ته اړ کړي څو د پاکستان خلاف ډلو پر وړاندې اقدام وکړي؛ خو هېڅ پایله یې نه ده ورکړې. سرچینه د پاکستان امنیتي چارواکو له خولې وايي، طالبانو نه یوازې دغه ډلو ته پناه ورکړې؛ بلکې اوس ورته مالي او وسلهوالې مرستې هم برابروي.
په تحلیل کې د پاکستان اندېښنې هم یادې شوې او ویل شوي، چې طالبانو او هند پراخې اړیکې ټینګې کړې دي. د تحلیل لهمخې؛ د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل د پوځي تجهیزاتو او روزنې د ترلاسه کولو لپاره نوي ډیلي ته مخه کړې ده.
د تحلیل په یوه برخه کې راغلي، سره له دې چې طالبانو د داعش-خراسان څانګې پر خلاف پراخ او پیاوړي عملیات کړي؛ خو د ټيټيپي پر وړاندې یې هېڅ اقدام نهدی کړی، ځکه دغه ډله د دوی ایډیالوژیکه ملګرې بلل کېږي.
اېکسپرېس ټرېبیون لیکلي، چې چین هڅه کوي د کابل او اسلاماباد ترمنځ منځګړیتوب وکړي؛ خو دغه هڅو کوم څرګند بدلون نهدی رامنځته کړی. همداراز وايي، امریکا تر ډېره د داعش ګواښ پر وړاندې بوخته ده او د افغانستان د نورو فعالو ډلو خلاف بېپروا شوې ده.

د کونړ اوسېدونکو د خپلو عزیزانو لپاره په شنه غونډۍ کې لسګونه قبرونه کېندلي دي. خاورې یو پر بل اوړي او د هر قبر پر سر د نښو په توګه نري لرګي اېښودل شوي دي. نه تابوتونه شته، نه امبولانس او نه هم د مرستې نښې. دا خلک د دې وروستۍ زلزلې له امله وژل شوي دي.
د ۶ درجې په شدت زلزلې د کونړ، ننګرهار، لغمان او ان د پنجشیر ځينې برخې ولړزولې.
په کونړ کې ډېری خټين کورونه نړېدلي او ان د ځينو کورنیو ټول غړي هم وژل شوي دي.
دا کورونه د شپې له خوا پر هغو خلکو را ونړېدل، چې د زلزلې تر مخه له سختې لوږې او بېوزلۍ سره مخ و.
د جمهوریت په وروستیو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت یو راپور خپور کړی و، چې له مخې یې د کونړ ولایت، چې اوس د زلزلې تر ټولو زیات ځپلی ولایت دی، د بېوزلۍ کچه ۶۱.۸ سلنه وه.
په همدې راپور کې راغلي و، چې د دې نیمه غرني ولایت د ټرانسپورټي لارو وضعیت «ډېر خراب» دی او همدا کمزورتیا د طبیعي افتونو پر مهال مرستې او لاسرسي لا سختوي.
لږ تر لږه د تېرې لسیزې زلزلو ښودلې، چې د افغانستان په هر ولایت کې که په ختیځ کې وي یا په لوېدیځ کې د خوندي کورونو او اساسي خدماتو نشتوالی په اسانۍ سره هره طبیعي پېښه په یوه وژونکي او بشري ناورین بدلولی شي.

نصرالله چې یو دولتي مامور دی، د کونړ له مرکزي ښاره تر دې کلی پورې یې شپږ ساعته پیاده مزل وکړ، څو د قربانیانو د ژغورنې او ښخولو لپاره مرسته وکړي.
د دیوه ګل په څېر غرنۍ دره چې پکې د خټو کورونه د درو په غاړو کې جوړ شوي، اوس د تازه قبرونو نه ډک شوي دي.
ماشومان په رنګینو کمپلو کې تاو شوي او نارینه بېوقفې د بېلچو او کولنګ په واسطه خاوره کېندي، څو نوي قبرونه جوړ کړي.
نصرالله چې غږ یې لړزېده، رویټرز خبري اژانس ته وویل: «لومړی کس چې ورسره مخ شوم د کورنۍ ۱۸ غړي یې له لاسه ورکړي و، زخمیان او مړي له مرستې پرته پر ځمکه پراته و، په ځينو کلیو کې د هرې کورنۍ یوازې دوه یا درې کسان ژوندي پاتې شوي وو، دا زما په ژوند کې لومړی ځل و چې دومره مړي مې ولیدل.»
هغه زیاته کړه: «یو شمېر کورنۍ په بشپړه توګه له منځه تللي دي.»
ځایي چارواکو ویلي، چې په کونړ کې درې کلي په بشپړ ډول ویجاړ شوي چې له امله یې ۶۰۰ کسان مړه شوي. کونړ د دې زورورې زلزلې مرکز ګڼل کېږي.
په «مزار دره» نومې کلي کې چې د کونړ تر ټولو سخته ځپل شوې سیمه ده، یوه اتیا کلنه مېرمن ګل بي بي یوازې له خپل وړوکي لمسي سره ناسته وه او ژړل یې.
د هغې ټوله کورنۍ تر خاورو او خښتو لاندې شوي او یوازې هغه او یو ماشوم لمسی یې پاتې دي.
په ننګرهار کې ۲۳ کلن ځوان زیارت ګل د خپل تره د کور تر څنګ ولاړ دی او نړېدلو دېوالونو درې ماشومان له دوی څخه اخیستي دي.
هغه او د هغې کورنۍ شپه بهر تر شنه اسمان لاندې په سړه هوا کې تېروي، ځکه چې ځمکه لا هم د زلزلې وروسته رېږدي.
هغه رویټرز ته وویل، چې دوی مړي ژر ژر خاورو ته سپاري تر څو د ممکنه پس لرزو پر مهال د قبرونو کېندلو پر مهال زيان ونه رسېږي.

طالب چارواکو د سې شنبه په ورځ اعلان وکړ، چې تر اوسه له ۱۴۰۰ زیات کسان مړه شوي او ۳۱۲۴ نور ټپیان دي او تر ۵۴۰۰ ډېر کورونه نړېدلي دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د قربانیانو شمېر به لا ډېر شي. ناسمې، خرابې او محدودې لارې چې د غرونو ښویېدو او ځمکښویېدنې له امله بندې شوې دي، د ژغورنې عملیات او د مرستو رسونه له ستونزو سره مخ کړې ده.
خپاره شوي انځورونه ښيي، چې خلک او د طالبانو کسان د بېلچو، کولنګ او نورو ابتدایي وسایلو په وسیله هڅه کوي مړي له کنډوالو را وباسي.
د ژغورنې د امکاناتو نشتوالی د تلفاتو د زیاتوالي اصلي لامل ګڼل کېږي. په ډېرو انځورونو کې لیدل کېږي، چې په کونړ کې په تنګو درو او د سیندونو په غاړو کې د غرونو رالوېدنې او خټو د هغو امبولانسونو مخه نیولې ده، چې له ننګرهار او ګاونډیو ولایتونو راغلي وو، تر هغو چې د سړک پاکولو ماشینونه راورسېږي او لارې خلاصې کړي.

ډېری ټپیان د ننګرهار او کابل روغتونونو ته ور روان دي او همدا ځنډ د زلزلې له لومړیو ساعتونو څخه د ژوندي پاتې کېدو چانسونه کم کړي وو، نو اوس چې نږدې درې ورځې تېري شوي دا چانسونه نور هم لږ شوي دي.
طالبان هڅه کوي، چې زخمیان په هیلیکوپټرو کې انتقال کړي، خو د دې ډلې د حکومت نړۍواله انزوا او بندیزونه ددې لامل شوي چې هېڅ هېواد چمتو نه وي، څو افغانستان ته د ژغورنې ډلې واستوي. یوازې څو هېوادونو لږ مقدار مرستندویه توکي لېږلي دي او له دې ها خوا کوم عملي مرسته نه ده شوې.

له هرات څخه د امید په نوم يوه ځوان په فېسبوک کې یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې ښيي د کونړ د زلزلهځپلو کلیو ته د رسېدو لپاره د مرستې رسولو لپاره کیلومترونه پیاده مزل کوي.
هغه د ۵۰۰ افغانیو شین رنګي نوټونو یو بنډل له ځانه سره لري او هر ټپي ته زر-زر افغانۍ وېشي.
امید له هغو کسانو څخه دی، چې له رسمي ادارو بهر په خپل ابتکار د زلزله ځپلو مرستې ته تللی دی.
علي عمر چې مخکې یې په کابل کې له هغو کډوالو سره مرسته کوله چې له ایران څخه راستانه شوي وو، دا ځل د کونړ غرونو ته تللی دی.
هغه دوه ساعته موټر چلولی او درې ساعته یې په پښتو مزل کړی، څو زلزله ځپلو کلیو ته ځان ورسوي.
عمر له زلزلې څخه ژوندي پاتې شویو خلکو سره لیدلي، له هغوی سره یې خواخوږي کړې او تر خپل توانه یې مرسته ورسره کړې ده.
د هغه په باور، لرې لار او د موټرو نشتوالی ددې لامل شوی، چې خلکو ته مرستې و نه رسېږي خو هیله لري چې ژر تر ژر مرستندویه ډلې او خیریه کسان اغېزمنو خلکو ته مرستې ورسوي.
په دې وروستیو ورځو کې د نړۍوالو سازمانونو او طالبانو د مرستو د فعالیتونو سره یوځای داسې موټرونه هم لیدل شوي، چې رضاکار ډلې اغېزمنو سیمو ته لېږدوي ترڅو زلزله ځپلو ته څومره چې امکان ولري مرستې ورسوي.

د بهرنیو مرستو له سختو کمېدو وروسته د هېواد دننه د طبیعي پېښو د ځواب ویلو ظرفیت ډېر کمزوری شوی دی.
د مرستندویه الوتنو ځنډېدل او د ځینو کلینیکونو تړل کېدل هم د زلزله ځپلو ته د رسېدو سرعت کم کړی دی.
د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بندیز د مرستو لارې لا تنګې کړې دي او ډېری هېوادونه خپلې مالي مرستې یوازې له غېر حکومتي لارو استوي.
تر اوسه یوازې یو هېواد فزیکي حضور لري او د دې ټولو ستونزو له امله مرستې پر وخت اړو کسانو ته نه شي رسولی.
افغانستان یو داسې هېواد دی، چې ډېره سیمه یې زلزله خیزه ده او خلک پکې په کمزورو کورونو کې اوسېږي.
اوږدمهاله فقر، ستړی روغتیايي نظام او محدوده مرستندویه شبکه لري. له همدې امله، کله چې ځمکه لړزېږي، د خلکو د ژوند، معیشت او هیلو هره طبقه هم ورسره نړېږي.

د هالنډ یوې محکمې پرېکړه وکړه، چې حکومت باید په کابل کې د هالنډ په سفارت کې ۴۲ افغان ساتونکي او د هغوی کورنۍ دې هېواد ته ولېږدوي. د هالنډ په هاګ کې محکمې وویل، د سقوط پر مهال د هالنډ حکومت د هنګري سفارت امنیتي ساتونکي له افغانستانه واېستل، خو افغان ساتونکي پاتې شول.
د هالنډ د خبري اژانس ډیچ نیوز په وینا، یاد شمېر ساتونکي د یوې خصوصي امنیتي شرکت له خوا ګومارل شوي وو.
د هالنډ حکومت مخکې استدلال کړی و، چې دغه کسان د سفارت مستقیم کارکوونکي نه وو، نو هالنډ د دوی د خوندیتوب مسوولیت نه لري؛ خو محکمې دا استدلال رد کړ او ویې ویل، چې د نارینه وو وضعیت د هغو کارمندانو په څېر دی چې د منځګړي شرکت له لارې ګومارل شوي دي.
محکمې زیاته کړه، چې د دغو کسانو د دندې د خطرونو له امله د هالنډ حکومت مسوولیت لري ترڅو دوی خوندي وساتي.
محکمې یادونه وکړه، چې طالبان دغه کسان د بهرنیو دولتونو سره د همکاری له امله «دوښمنان» ګڼي او له همدې امله د دوی او د هغوی د کورنیو امنیت تر ګواښ لاندې دی.
محکمې همدارنګه ټینګار وکړ، چې د ۲۰۲۱ کال د کابل په سقوط کې د هالنډ حکومت د هنګري سفارت ساتونکي اېستلي، خو افغان ساتونکي یې پرېښي دي؛ دا کار د محکمې له نظره «تبعیضي» عمل دی.
محکمې د خپلې پرېکړې په پایله کې ویلي، چې د هالنډ حکومت د دغو کسانو په وړاندې خپل مسوولیت نه دی ترسره کړی او د «ساتنې دنده» په ترسره کولو کې یې غفلت کړی، چې دا غیرقانوني چلند ګڼل کېږي.
قاضي ټینګار کړی، چې که څه هم حکومت نشي کولی طالبان مجبوره کړي چې د وتلو اسناد ورکړي، خو باید ټول لازم ګامونه واخلي تر څو دغه کسان خوندي ځای ته انتقال شي.
د کابل له سقوط راهیسې افغانستان نور د هالنډ سفارت کوربه نه دی او دغو ساتونکو څو څو ځلې هالنډ ته د انتقال غوښتنه کړې ده، خو هالنډ تل د دوی غوښتنې رد کړې دي.
د هالنډ د حکومت ځینې اپوزیسیون دا پرېکړه د هغو افغانانو پر وړاندې د «اخلاقي دین» سرغړونه ګڼي چې کلونه یې د سفارت امنیت لپاره کار کړی دی.
د تازه پرېکړې له مخې، که دغه کسان له خپلو کورنیو سره هالنډ ته انتقال شي، نو دوی به په رسمي توګه د پناه غوښتنې پروسې ته داخل شي.
تر اوسه روښانه نه ده، چې د هالنډ حکومت به د هاګ محکمې پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړي که نه.