ضمیر کابلوف: د مسکو له نظره داعش تر ټولو خطرناکه نړۍواله ترهګره ډله ده
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې تحریک طالبان پاکستان او د چین د ختیځ ترکستان اسلامي خوځښتونه نړۍوال امنیت ګواښي؛ خو تر ټولو خطرناکه هغه یې د داعش ډلې خراسان څانګه ده.
نوموړي تازه له پاکستانۍ اېکسپرېس ټربیون ورځپانې سره په خبرو کې ویلي، چې له دغو ډلو شته ګواښ باید هېڅکله کم ونه ګڼل شي او د لهمنځه وړلو لپاره یې باید اقدام وشي.
هغه وایي:« موږ داسې معلومات لرو، چې پاکستان او چین په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه په دوامداره او منظمه توګه له طالبانو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي؛ که څه هم د طالبانو حکومت په رسمي توګه دغه موضوع رد کړې، خو زموږ په باور باید دغه دواړه هېوادونه شته ستونزې حل کړي.»
دغه روسي چارواکي همدا راز ویلي، چې د طالبانو له حکومته باید کافي ملاتړ وشي؛ څو دوی په خپله خاوره کې له سخت دریځۍ سره مبارزه وکړي. کابلوف ټینګار کړی، چې افغانستان باید له ګاونډیو سره هغه موضوعات چې حساس دي او د شخړې لامل کېدای شي؛ په سولهییزه توګه حل کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي همدا راز ویلي، چې د طالبانو په رسمیت پېژندنه کې د سیاسي او اقتصادي لاملونو سربېره امنیتي هغه هم په پام کې نیول شوي دي. کابلوف د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا نور هېوادونه به طالبان په رسمیت وپېژني وویل، چې دا به د نړۍ لپاره اسانه کار نهوي.
کابلوف له اېکسپرېس ټربیون سره په خبرو کې همدا راز د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د مرګونې زلزلې په اړه هم خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي، چې روسیه د افغانستان له خلکو او د طالبانو سره په دې لوی غم کې ځان شریک ګڼي.
د پاکستانۍ ورځپاڼې لهخوا په تازه خپاره شوي تحلیل کې راغلي، چې د طالبانو په راتګ سره، تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي ډله بېرته ځواکمنه شوې او پرمختللو وسلو او مالي سرچینو ته له لاسرسي سره یې خپل بریدونه ډېر کړي دي. ورته مهال، د بلوڅ بېلتون غوښتونکو فعالیتونه هم څو چنده ډېر شوي دي.
پاکستان په دې موده کې له ډېپلوماتیکو هڅو نیولې د پولې تر تړلو او هوايي بریدونو پورې هڅه کړې، چې طالبان دې ته اړ کړي څو د پاکستان خلاف ډلو پر وړاندې اقدام وکړي؛ خو هېڅ پایله یې نه ده ورکړې. سرچینه د پاکستان امنیتي چارواکو له خولې وايي، طالبانو نه یوازې دغه ډلو ته پناه ورکړې؛ بلکې اوس ورته مالي او وسلهوالې مرستې هم برابروي.
په تحلیل کې د پاکستان اندېښنې هم یادې شوې او ویل شوي، چې طالبانو او هند پراخې اړیکې ټینګې کړې دي. د تحلیل لهمخې؛ د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل د پوځي تجهیزاتو او روزنې د ترلاسه کولو لپاره نوي ډیلي ته مخه کړې ده.
د تحلیل په یوه برخه کې راغلي، سره له دې چې طالبانو د داعش-خراسان څانګې پر خلاف پراخ او پیاوړي عملیات کړي؛ خو د ټيټيپي پر وړاندې یې هېڅ اقدام نهدی کړی، ځکه دغه ډله د دوی ایډیالوژیکه ملګرې بلل کېږي.
اېکسپرېس ټرېبیون لیکلي، چې چین هڅه کوي د کابل او اسلاماباد ترمنځ منځګړیتوب وکړي؛ خو دغه هڅو کوم څرګند بدلون نهدی رامنځته کړی. همداراز وايي، امریکا تر ډېره د داعش ګواښ پر وړاندې بوخته ده او د افغانستان د نورو فعالو ډلو خلاف بېپروا شوې ده.
د کونړ اوسېدونکو د خپلو عزیزانو لپاره په شنه غونډۍ کې لسګونه قبرونه کېندلي دي. خاورې یو پر بل اوړي او د هر قبر پر سر د نښو په توګه نري لرګي اېښودل شوي دي. نه تابوتونه شته، نه امبولانس او نه هم د مرستې نښې. دا خلک د دې وروستۍ زلزلې له امله وژل شوي دي.
د ۶ درجې په شدت زلزلې د کونړ، ننګرهار، لغمان او ان د پنجشیر ځينې برخې ولړزولې.
په کونړ کې ډېری خټين کورونه نړېدلي او ان د ځينو کورنیو ټول غړي هم وژل شوي دي.
دا کورونه د شپې له خوا پر هغو خلکو را ونړېدل، چې د زلزلې تر مخه له سختې لوږې او بېوزلۍ سره مخ و.
د مرستندویه الوتنو ځنډېدل او د ځینو کلینیکونو تړل کېدل هم د زلزله ځپلو ته د رسېدو سرعت کم کړی دی.
د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بندیز د مرستو لارې لا تنګې کړې دي او ډېری هېوادونه خپلې مالي مرستې یوازې له غېر حکومتي لارو استوي.
تر اوسه یوازې یو هېواد فزیکي حضور لري او د دې ټولو ستونزو له امله مرستې پر وخت اړو کسانو ته نه شي رسولی.
افغانستان یو داسې هېواد دی، چې ډېره سیمه یې زلزله خیزه ده او خلک پکې په کمزورو کورونو کې اوسېږي.
اوږدمهاله فقر، ستړی روغتیايي نظام او محدوده مرستندویه شبکه لري. له همدې امله، کله چې ځمکه لړزېږي، د خلکو د ژوند، معیشت او هیلو هره طبقه هم ورسره نړېږي.
محکمې یادونه وکړه، چې طالبان دغه کسان د بهرنیو دولتونو سره د همکاری له امله «دوښمنان» ګڼي او له همدې امله د دوی او د هغوی د کورنیو امنیت تر ګواښ لاندې دی.
محکمې همدارنګه ټینګار وکړ، چې د ۲۰۲۱ کال د کابل په سقوط کې د هالنډ حکومت د هنګري سفارت ساتونکي اېستلي، خو افغان ساتونکي یې پرېښي دي؛ دا کار د محکمې له نظره «تبعیضي» عمل دی.
محکمې د خپلې پرېکړې په پایله کې ویلي، چې د هالنډ حکومت د دغو کسانو په وړاندې خپل مسوولیت نه دی ترسره کړی او د «ساتنې دنده» په ترسره کولو کې یې غفلت کړی، چې دا غیرقانوني چلند ګڼل کېږي.
قاضي ټینګار کړی، چې که څه هم حکومت نشي کولی طالبان مجبوره کړي چې د وتلو اسناد ورکړي، خو باید ټول لازم ګامونه واخلي تر څو دغه کسان خوندي ځای ته انتقال شي.
د کابل له سقوط راهیسې افغانستان نور د هالنډ سفارت کوربه نه دی او دغو ساتونکو څو څو ځلې هالنډ ته د انتقال غوښتنه کړې ده، خو هالنډ تل د دوی غوښتنې رد کړې دي.
د هالنډ د حکومت ځینې اپوزیسیون دا پرېکړه د هغو افغانانو پر وړاندې د «اخلاقي دین» سرغړونه ګڼي چې کلونه یې د سفارت امنیت لپاره کار کړی دی.
د تازه پرېکړې له مخې، که دغه کسان له خپلو کورنیو سره هالنډ ته انتقال شي، نو دوی به په رسمي توګه د پناه غوښتنې پروسې ته داخل شي.
تر اوسه روښانه نه ده، چې د هالنډ حکومت به د هاګ محکمې پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړي که نه.