د دغه کان د پرانیستغونډې پر مهال ملا برادر ټینګار کړی، چې افغانستان د طبیعي زېرمو له پلوه غني هېواد دی او باید د دغو زېرمو د پروسس او تولید لپاره په هېواد دننه فابریکې جوړې شي، څو کاري فرصتونه رامنځته او صنعت پیاوړی شي. خو تر اوسه د دې ژمنو عملي کېدل مبهم دي؛ ځکه په تېرو دوو کلونو کې د پروسس او تولیدي فابریکو د جوړېدو په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی لیدل شوی.
د بلخاب اوسېدونکي که څه هم د سړکونو جوړېدو او د کار موندنې هرکلی کوي، خو د دوی لویه اندېښنه د چاپېریال ککړتیا، د کرنیزو ځمکو د تخریب او د ځايي خلکو د حقونو نه تضمین دی.
هغوی وايي، د ډبرو سکرو د ارزانه وېش ژمنه یوازې د مراسمو د ویناوو برخه پاتې کېږي، حال دا چې په عمل کې سیمه ییز خلک له لوړو بیو او د انرژۍ له کمښت سره مخ دي.
د استخراج دا بهیر د طالبانو د ملي پراختیا شرکت پر مخ وړي، خو د عوایدو د شفافې راټولونې څرنګوالی او د عایداتو د مصرف ځایونه روښانه نه دي.
په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد له سخت کړکېچ سره مخ دی، خلک پوښتنه کوي چې د دې سترې کان کېندنې ګټې به د ولس جېب ته ځي او که یوازې د واکمنې ډلې د دوام وسیله به ګرځي؟
د طالبانو په خبره، په دغه کان کې له دوو زرو زیات کسان په مستقیم ډول په کار بوخت دي، خو د کارګرو د خوندیتوب او د هغوی د معاشونو د عدالت په اړه رسمي تضمین نشته.
کارګران شکايت کوي، چې ډېری وخت له اوږدو ساعتونو وروسته هم د معاشونو په ورکړه کې ځنډ کېږي او د کار د خوندیتوب وسایل محدود دي.
د بلخاب د ډبرو سکرو کان پرانیسته بې له شکه د افغانستان د اقتصادي امکاناتو یوه بېلګه ده، خو که د شفافیت، چاپېریال ساتنې او د خلکو د حقونو د خوندیتوب لپاره جدي ګام پورته نه شي، نو دا پروژه هم د تېرو په څېر یوازې د شعارونو او لنډمهاله تبلیغاتو برخه پاتې کېدای شي.