• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

په کابل کې چین سفارت د کونړ له زلزله ځپلو سره شاوخوا ۵۰ زره ډالره مرسته کړې

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۰ GMT+۱

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي اداره وايي، د چین سفارت، چینایي بنسټونو او د بهر مېشتو چینایانو د ټولنې له لوري راټول شوي ۳۵۰ زره یوان (شاوخوا ۵۰ زره ډالر) دې ادارې ته سپارل شوي، چې د کونړ له زلزله ځپلو سره په بیړنیو مرستو ولګول شي.

کابل کې د چین سفارت د چارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې باو شوهوی د افغانستان په خیتزو ولایتونو کې د زلزلې مرګ‌ژوبلې په اړه خواشیني دی.

هغه ویلي، چې چین د اړتیا له مخې هر ډول مرستې ته چمتو دی.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې رییس محمد عالم علمیار ویلي، چې «ریښتینی ملګری هغه دی چې په ستونزو کې تر څنګ وي.» هغه زیاته کړې، چې دا مرستې به په بشپړه توګه د بیړنیو مرستو او بیا رغونې لپاره وکارول شي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي چې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو شمېر ۱۴۵۷ تنو ته لوړ شوی

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۹ GMT+۱

د طالبانو ویاند اعلان وکړ، چې د وروستۍ زلزلې له امله په ختیزو ولایتونو او کونړ کې د قربانیانو شمېر ۱۴۵۷ تنو او د ټپیانو شمېر ۳۳۹۴ تنو ته رسیدلی. د زلزلې له امله ۶۷۸۲ کورونه ویجاړ شوي دي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې‌، د کونړ په زلزله کې ۶۷۸۲ کورونه ویجاړ شوي دي.

طالبانو ویلي، زیانمنو شویو سیمو ته یې د ژغورنې مسلکي ډلې لېږلې او د کونړ د زلزلې له امله ډیری زیانمنې شوې سیمې یې تر پوښښ لاندې راوستې دي.

طالبانو دغه راز ویلي، چې د زلزلې له امله د تړل شویو سیمو ځینې لارې یې هم د تګ راتګ پرمخ خلاصې کړې دي.

متحده عربي امارات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره خپل ټیم افغانستان ته ولېږه

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۲ GMT+۱

د متحده عربي امارات د ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان په لارښوونه نن (چارشنبه) د ګډو عملیاتو قوماندانۍ او د امارات د لټون او ژغورنې ټیم افغانستان ته استول شوی، څو په ختیزو سېمو کې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.

د امارات خبري اژانس د راپور له مخې، دغې ډلې ته دنده سپارل شوې چې د هېواد ختیزو سیمو کې د لټون او ژغورنې عملیات ترسره کړي او له زیانمنو خلکو سره په مستقیم ډول مرسته وکړي.

دغه ډله به ختیزو سیمو ته له رسېدو سره سم خپله همکاري پیل کړي.

بل خوا د ننګرهار سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې ټاکل شوې د متحده عربي امارات اړوند یو شمېر الوتکې د افغانستان د ختیزو ولایتونو زلزله‌ځپلو ته د بشري مرستو کڅوړې ولېږدوي.په دغو مرستو کې اړین توکي، طبي درمل او د استوګنې خیمې شاملې دي.

د ننګرهار ولایت مقام پر اېکس پاڼې لیکلي، چې په همدې موخه د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی د امارات د ژغورنې او مرستو څانګې له مسوولینو سره یوځای د دغه ولایت هوايي ډګر وکوت، څو د اماراتي الوتکو د ناستې امکانات وارزول شي.

د ناروې د کډوالو شورا: د کونړ ډېری زلزله ځپلي تر شنه اسمان لاندې شپې تېروي

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۳ GMT+۱

د ناروې د کډالو شورا وايي، زلزله ځپلو خلکو د کورنیو غړي، څاروي، کورونه او هرڅه له لاسه ور کړي او بیړنیو مرسته ته اړ دي. یاده شورا وايي، په موقتي پنډغالو کې په هره خیمه کې ۵۰ تر ۱۰۰ ښځې او ماشومان د پاکو اوبو له اسانتیاوو پرته یوځای اوسېږي او ماشومان له سختې روحي صدمې سره مخ دي.

دغې شورا په خپله اعلامیه کې ویلي، چې په کونړ کې وضعیت خورا نازک دی او ټولې اغېزمن خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دوی ویلي، چې زلزلې هغو خلکو ته زیان ډېر اړولی چې له وړاندې د بې ځایه کېدو، د خوراکي توکو د کموالي او وچکالۍ له فشار سره مخامخ وو.

د ناروې د کډوالو شورا زیاتوي، چې د کونړ ډیری کورنۍ د ځمکې د پرله پسې ټکانونو له امله تر شنه اسمان لاندې شپې تېروي: «سیمه ییزې سرچینې له حده ډېرې ستړې شوې او د بودجې کموالي د بشري مرستو د چټکتیا کچې مخه ډب کړې ده.»

د ناروې د کډالو شورا ویلي:«زلزله ځپلو خلکو د کورنیو د غړو، څارویو، د کورونو د ودانیو او د اوبو د مهمو شبکو په ګډون هر څه له لاسه ورکړي دي. په موقتي پنډغالو کې په هره خېمه کې ۵۰ تر ۱۰۰ ښځې او ماشومان د پاکو اوبو له اسانتیاوو پرته یو ځای اوسېږي. ماشومان له سختې روحي صدمې سره مخ دي».

د ناروې د کډوالو شورا ویلي، له زلزلې ژغورل شوي کسان په بېړني ډول سرپناه، خوړو، پاکو اوبو او طبي درملو ته اړتیا لري. دوی پر نړیوالو مرسته کوونکو غږ کړی، چې د ژمي له رسېدو وړاندې خلکو ته سرپناوې برابرې کړي او دوامداره مرستو ته دې ادامه ورکړل شي.

ملګري ملتونه: له چورلکو پرته زلزله ځپلو سیمو ته رسېدنه خورا ستونزمنه ده

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۵ GMT+۱

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی انډریکا راتوته وايي، په کونړ کې زلزله ځپلې سیمې غرنۍ او لرې پرتې دي چې له چورلکو پرته ورته رسېدنه خورا ستونزمنه ده.

هغه ویلي، زلزله ځپلو ته رسېدنه یوازې د چورلکو له لارې شونې ده؛ خو د چورلکو کمښت د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي. نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال په سیمه کې کافي روغتیایي اسانتیاوې او روغتیاپالان نه‌شته او په ورته وخت کې د ژغورونکو ډلو کمښت هم ننګوونکی دی.

هغه دارنګه ویلي، چې دا مهال طالبان د درېیو چورلکو پر مټ د ټپیانو لېږد او د لومړنیو توکو د رسولو عملیات ترسره کوي چې رامنځته شوې ویجاړۍ او مرګ ژوبلې ته په کتو دا ډېرې کمې دي.

د هغه په وینا؛ په دې تړاو یې له نړۍوالې ټولنې سره خبرې کړې او خبرداری یې ورکړی، چې وخت دېر کم دی. د ملګرو ملتونو دغه چارواکي همدا راز اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې وار له مخه ناورینونو زلزله ځپلو ته د مرستې رسونې پر بهیر منفي اغېز پرېښې دی.

سرچینې: د کونړ زلزله‌‌ځپلي د خوراکي توکو، درملو او پاکو اوبو له سخت کمښت سره مخامخ دي

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۸ GMT+۱

په داسې حال چې د کونړ د مرګونې زلزلې د مرګ‌ژوبلې شمېر مخ پر لوړېدو دی، د دغه ولایت ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی چې د ژغورونکو ډلو په ګډون زلزله‌ځپلي د خوړو، پاکو اوبو، درملو او لنډمهالې سرپناه له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سرچینو چهارشنبه (د وږي ۱۲مه) زیاته کړه، که بشرپاله بنسټونه او حاکم رژیم ژر تر ژره اقدام ونه‌کړي؛ نو یو لوی ناورین به رامنځته شي. د سرچینو په وینا؛ زلزله‌ځپلي د سرپناه‌ نشتوالي له امله دا څو شپې په کروندو کې ویده کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د بښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې د وروستۍ ویجاړونکې زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ شریکولو ترڅنګ ویلي و چې په داسې بحراني شرایطو کې د بشري حقونو درناوی باید په لومړیتوب کې وي.

د بښنې نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې د داسې سیاستونو دوام اغېزمنو خلکو ته د بېړنیو مرستو رسونې پر وړاندې یو جدي خنډ دی او د زرګونه اړمنو خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي.