د کونړ اوسېدونکو د خپلو عزیزانو لپاره په شنه غونډۍ کې لسګونه قبرونه کېندلي دي. خاورې یو پر بل اوړي او د هر قبر پر سر د نښو په توګه نري لرګي اېښودل شوي دي. نه تابوتونه شته، نه امبولانس او نه هم د مرستې نښې. دا خلک د دې وروستۍ زلزلې له امله وژل شوي دي.
د ۶ درجې په شدت زلزلې د کونړ، ننګرهار، لغمان او ان د پنجشیر ځينې برخې ولړزولې.
په کونړ کې ډېری خټين کورونه نړېدلي او ان د ځينو کورنیو ټول غړي هم وژل شوي دي.
دا کورونه د شپې له خوا پر هغو خلکو را ونړېدل، چې د زلزلې تر مخه له سختې لوږې او بېوزلۍ سره مخ و.
د مرستندویه الوتنو ځنډېدل او د ځینو کلینیکونو تړل کېدل هم د زلزله ځپلو ته د رسېدو سرعت کم کړی دی.
د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بندیز د مرستو لارې لا تنګې کړې دي او ډېری هېوادونه خپلې مالي مرستې یوازې له غېر حکومتي لارو استوي.
تر اوسه یوازې یو هېواد فزیکي حضور لري او د دې ټولو ستونزو له امله مرستې پر وخت اړو کسانو ته نه شي رسولی.
افغانستان یو داسې هېواد دی، چې ډېره سیمه یې زلزله خیزه ده او خلک پکې په کمزورو کورونو کې اوسېږي.
اوږدمهاله فقر، ستړی روغتیايي نظام او محدوده مرستندویه شبکه لري. له همدې امله، کله چې ځمکه لړزېږي، د خلکو د ژوند، معیشت او هیلو هره طبقه هم ورسره نړېږي.
د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د کونړ د وروستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو ویلي، چې د اوسني ناورین د اړتیاوو پوره کول یوازې د ګډې همکارۍ او یووالي له لارې شونې ده.
نوموړي په خپل اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «په ژورې خواشینۍ سره د خپل هېواد د ټپي ولس، په ځانګړې توګه د وروستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي او تسلیت شریکوم. داسې ښکاري چې دا بلا د ځمکې او زمان له هر لوري پر موږ راځي او د ولس پر زړو پخواني ټپونه بیا راتازه کوي.»
احمد مسعود زیاتوي، چې په دې سختو ورځو کې د خلکو درد او غم د ټولو ګډ درد دی او زړه یې له خپل ولس سره دی.
د ده په وینا، تر خپلې وسې یې له سیمه ییزو خلکو سره د اړیکو له لارې د مرستې هڅې کړې دي او دا لړۍ به روانه وي، خو د اوسني ناورین د اړتیاوو پوره کول یوازې د ګډې همکارۍ له لارې شونې ده.
هغه په هېواد دننه او بهر کې پر ټولو مېشتو افغانانو غږ کړی، چې له خپل وس سره سم د زیانمنو کورنیو لاسنیوی وکړي او بېدرنګه د مرستې لپاره ور ودانګي.