د کونړ ناورین

د بښنې نړۍوال سازمان: د زلزلې د ناورین په ځواب کې بشري حقونو ته باید لومړیتوب ورکړل شي

د بښنې نړۍوال سازمان په افغانستان کې د وروستۍ ویجاړونکې زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ شریکولو ترڅنګ وايي، چې په داسې بحراني شرایطو کې د بشري حقونو درناوی باید په لومړیتوب کې وي.