• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان: د افغانستان خلک په یوازې ځان دغه ناورین نه‌شي زغملای

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۶ GMT+۱

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان وايي، چې افغان ولس په یوازې ځان د زلزلې له کبله د رامنځته شوي بشري ناورین د زغم توان نه‌لري او باید له ځنډ پرته حکومتونه سیمې ته روغتیایي بېړنۍ مرستې، صحرايي روغتونونه، د ژغورونې ډلې، د څښاک اوبو او سرپناه په برخو کې اقدمات وکړي.

دغه سازمان نن چهارشنبه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې پاکستان او ایران باید د افغانانو د اېستلو لړۍ ودروي او پرځای دې له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي.

یاد سازمان همداراز په ټولو مرسته رسوونکو بنسټونو غږ کړی، چې د یوې ګډې او ګټورې تګلارې له مخې دې هغو سیمو ته چې لاهم د ژغورنې ډلې نه دي ورسېدلې؛ ځانونه ورسوي او د اړمنو لاسنیوی دې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم پر پاکستان غږ کړی چې وروستۍ مرګونې زلزلې ته په پام دې د افغانانو د جبري اېستلو لړۍ وځنډوي او د بشري مرستو پر ملاتړ دې تمرکز وکړي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

د کونړ زلزله؛ خلک د بېلچو او کولنګ په مرسته له ساعتونو مزل وروسته خپلې کورنۍ خښوي

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۵۱ GMT+۱

د کونړ اوسېدونکو د خپلو عزیزانو لپاره په شنه غونډۍ کې لسګونه قبرونه کېندلي دي. خاورې یو پر بل اوړي او د هر قبر پر سر د نښو په توګه نري لرګي اېښودل شوي دي. نه تابوتونه شته، نه امبولانس او نه هم د مرستې نښې. دا خلک د دې وروستۍ زلزلې له امله وژل شوي‌ دي.

د ۶ درجې په شدت زلزلې د کونړ، ننګرهار، لغمان او ان د پنجشیر ځينې برخې ولړزولې.

په کونړ کې ډېری خټين کورونه نړېدلي او ان د ځينو کورنیو ټول غړي هم وژل شوي دي.

دا کورونه د شپې له خوا پر هغو خلکو را ونړېدل، چې د زلزلې تر مخه له سختې لوږې او بېوزلۍ سره مخ و.

د جمهوریت په وروستیو کلونو کې د عامې روغتیا وزارت یو راپور خپور کړی و، چې له مخې یې د کونړ ولایت، چې اوس د زلزلې تر ټولو زیات ځپلی ولایت دی، د بېوزلۍ کچه ۶۱.۸ سلنه وه.

په همدې راپور کې راغلي و، چې د دې نیمه غرني ولایت د ټرانسپورټي لارو وضعیت «ډېر خراب» دی او همدا کمزورتیا د طبیعي افتونو پر مهال مرستې او لاسرسي لا سختوي.

لږ تر لږه د تېرې لسیزې زلزلو ښودلې، چې د افغانستان په هر ولایت کې که په ختیځ کې وي یا په لوېدیځ کې د خوندي کورونو او اساسي خدماتو نشتوالی په اسانۍ سره هره طبیعي پېښه په یوه وژونکي او بشري ناورین بدلولی شي.

100%

نصرالله چې یو دولتي مامور دی، د کونړ له مرکزي ښاره تر دې کلی پورې یې شپږ ساعته پیاده مزل وکړ، څو د قربانیانو د ژغورنې او ښخولو لپاره مرسته وکړي.

د دیوه‌ ګل په څېر غرنۍ دره چې پکې د خټو کورونه د درو په غاړو کې جوړ شوي، اوس د تازه قبرونو نه ډک شوي دي.

ماشومان په رنګینو کمپلو کې تاو شوي او نارینه بې‌وقفې د بېلچو او کولنګ په واسطه خاوره کېندي، څو نوي قبرونه جوړ کړي.

نصرالله چې غږ یې لړزېده، رویټرز خبري اژانس ته وویل: «لومړی کس چې ورسره مخ شوم د کورنۍ ۱۸ غړي یې له لاسه ورکړي و، زخمیان او مړي له مرستې پرته پر ځمکه پراته و، په ځينو کلیو کې د هرې کورنۍ یوازې دوه یا درې کسان ژوندي پاتې شوي وو، دا زما په ژوند کې لومړی ځل و چې دومره مړي مې ولیدل.»

هغه زیاته کړه: «یو شمېر کورنۍ په بشپړه توګه له منځه تللي دي.»

ځایي چارواکو ویلي، چې په کونړ کې درې کلي په بشپړ ډول ویجاړ شوي چې له امله یې ۶۰۰ کسان مړه شوي. کونړ د دې زورورې زلزلې مرکز ګڼل کېږي.

په «مزار دره» نومې کلي کې چې د کونړ تر ټولو سخته ځپل شوې سیمه ده، یوه اتیا کلنه مېرمن ګل‌ بي‌ بي یوازې له خپل وړوکي لمسي سره ناسته وه او ژړل یې.

د هغې ټوله کورنۍ تر خاورو او خښتو لاندې شوي او یوازې هغه او یو ماشوم لمسی یې پاتې دي.

په ننګرهار کې ۲۳ کلن ځوان زیارت ګل د خپل تره د کور تر څنګ ولاړ دی او نړېدلو دېوالونو درې ماشومان له دوی څخه اخیستي دي.

هغه او د هغې کورنۍ شپه بهر تر شنه اسمان لاندې په سړه هوا کې تېروي، ځکه چې ځمکه لا هم د زلزلې وروسته رېږدي.

هغه رویټرز ته وویل، چې دوی مړي ژر ژر خاورو ته سپاري تر څو د ممکنه پس لرزو پر مهال د قبرونو کېندلو پر مهال زيان ونه رسېږي.

100%

طالب چارواکو د سې شنبه په ورځ اعلان وکړ، چې تر اوسه له ۱۴۰۰ زیات کسان مړه شوي او ۳۱۲۴ نور ټپیان دي او تر ۵۴۰۰ ډېر کورونه نړېدلي دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د قربانیانو شمېر به لا ډېر شي. ناسمې، خرابې او محدودې لارې چې د غرونو ښویېدو او ځمکښویېدنې له امله بندې شوې دي، د ژغورنې عملیات او د مرستو رسونه له ستونزو سره مخ کړې ده.

خپاره شوي انځورونه ښيي، چې خلک او د طالبانو کسان د بېلچو، کولنګ او نورو ابتدایي وسایلو په وسیله هڅه کوي مړي له کنډوالو را وباسي.

د ژغورنې د امکاناتو نشتوالی د تلفاتو د زیاتوالي اصلي لامل ګڼل کېږي. په ډېرو انځورونو کې لیدل کېږي، چې په کونړ کې په تنګو درو او د سیندونو په غاړو کې د غرونو رالوېدنې او خټو د هغو امبولانسونو مخه نیولې ده، چې له ننګرهار او ګاونډیو ولایتونو راغلي وو، تر هغو چې د سړک پاکولو ماشینونه راورسېږي او لارې خلاصې کړي.

100%

ډېری ټپیان د ننګرهار او کابل روغتونونو ته ور روان دي او همدا ځنډ د زلزلې له لومړیو ساعتونو څخه د ژوندي پاتې کېدو چانسونه کم کړي وو، نو اوس چې نږدې درې ورځې تېري شوي دا چانسونه نور هم لږ شوي دي.

طالبان هڅه کوي، چې زخمیان په هیلیکوپټرو کې انتقال کړي، خو د دې ډلې د حکومت نړۍواله انزوا او بندیزونه ددې لامل شوي چې هېڅ هېواد چمتو نه وي، څو افغانستان ته د ژغورنې ډلې واستوي. یوازې څو هېوادونو لږ مقدار مرستندویه توکي لېږلي دي او له دې ها خوا کوم عملي مرسته نه ده شوې.

100%

له هرات څخه د امید په نوم يوه ځوان په فېسبوک کې یوه ویډیو خپره کړې، چې پکې ښيي د کونړ د زلزله‌ځپلو کلیو ته د رسېدو لپاره د مرستې رسولو لپاره کیلومترونه پیاده مزل کوي.

هغه د ۵۰۰ افغانیو شین رنګي نوټونو یو بنډل له ځانه سره لري او هر ټپي ته زر-زر افغانۍ وېشي.

امید له هغو کسانو څخه دی، چې له رسمي ادارو بهر په خپل ابتکار د زلزله‌ ځپلو مرستې ته تللی دی.

علي عمر چې مخکې یې په کابل کې له هغو کډوالو سره مرسته کوله چې له ایران څخه راستانه شوي وو، دا ځل د کونړ غرونو ته تللی دی.

هغه دوه ساعته موټر چلولی او درې ساعته یې په پښتو مزل کړی، څو زلزله ځپلو کلیو ته ځان ورسوي.

عمر له زلزلې څخه ژوندي‌ پاتې شویو خلکو سره لیدلي، له هغوی سره یې خواخوږي کړې او تر خپل توانه یې مرسته ورسره کړې ده.

د هغه په باور، لرې لار او د موټرو نشتوالی ددې لامل شوی، چې خلکو ته مرستې و نه رسېږي خو هیله لري چې ژر تر ژر مرستندویه ډلې او خیریه کسان اغېزمنو خلکو ته مرستې ورسوي.

په دې وروستیو ورځو کې د نړۍوالو سازمانونو او طالبانو د مرستو د فعالیتونو سره یوځای داسې موټرونه هم لیدل شوي، چې رضاکار ډلې اغېزمنو سیمو ته لېږدوي ترڅو زلزله ځپلو ته څومره چې امکان ولري مرستې ورسوي.

100%

د بهرنیو مرستو له سختو کمېدو وروسته د هېواد دننه د طبیعي پېښو د ځواب ویلو ظرفیت ډېر کمزوری شوی دی.

د مرستندویه الوتنو ځنډېدل او د ځینو کلینیکونو تړل کېدل هم د زلزله‌ ځپلو ته د رسېدو سرعت کم کړی دی.

د طالبانو له‌ خوا د ښځو پر کار بندیز د مرستو لارې لا تنګې کړې دي او ډېری هېوادونه خپلې مالي مرستې یوازې له غېر حکومتي لارو استوي.

تر اوسه یوازې یو هېواد فزیکي حضور لري او د دې ټولو ستونزو له امله مرستې پر وخت اړو کسانو ته نه شي رسولی.

افغانستان یو داسې هېواد دی، چې ډېره سیمه یې زلزله‌ خیزه ده او خلک پکې په کمزورو کورونو کې اوسېږي.

اوږدمهاله فقر، ستړی روغتیايي نظام او محدوده مرستندویه شبکه لري. له همدې امله، کله چې ځمکه لړزېږي، د خلکو د ژوند، معیشت او هیلو هره طبقه هم ورسره نړېږي.

طالبان وايي چې له ولس سره د دوی مرستې نمایشي نه، بلکې ایماني مسوولیت یې دی

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۹ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې له ولس سره د دوی د اردو مرستې نمایشي نه، بلکې ایماني او وجداني مسوولیت یې دی. دوی ټينګار کړی، چې په سختو حالاتو کې به د زیانمنو خلکو لاسنیوی وکړي.

د طالبانو دفاع وزارت د سې شنبه په ورځ (د وږي ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې د دغه ډلې د لوی درستیز له قوله ویلي: «له ولس سره زمونږ د اردو مرستې نمایشي نه دي، بلکې دا یو ایماني او وجداني مسوولیت دی چې په سختو شرایطو کې د ملت تر څنګ ودرېږو او د مرستې لاس ورته ور وغځوو.»

دغه ډلې د زلزله ځپلو کورنیو د قربانیانو سره غم شریکې هم کړې او د دوی د ارواح د خوښۍ لپاره یې د قرانکریم ختم هم کړی.

طالبانو په خبرپاڼه کې لیکلي: «ځان په هر حالت کې متعهد وګڼئ چې په سختو شېبو کې د زیانمنو شویو خلکو لاسنیوی وکړئ او هر ډول مرستې او ملاتړ لپاره یې وړتیا په کار واچوئ.»

ډېری کسان پر طالبانو نیوکې کوې، چې د زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې او لاسنیوي لپاره منظمه پالیسې نه لري.

احمد مسعود: د اوسني ناورین د اړتیاوو پوره کول یوازې د ګډې همکارۍ له لارې شونې ده

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۸ GMT+۱

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د کونړ د وروستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو ویلي، چې د اوسني ناورین د اړتیاوو پوره کول یوازې د ګډې همکارۍ او یووالي له لارې شونې ده.

نوموړي په خپل اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «په ژورې خواشینۍ سره د خپل هېواد د ټپي ولس، په ځانګړې توګه د وروستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي او تسلیت شریکوم. داسې ښکاري چې دا بلا د ځمکې او زمان له هر لوري پر موږ راځي او د ولس پر زړو پخواني ټپونه بیا راتازه کوي.»

احمد مسعود زیاتوي، چې په دې سختو ورځو کې د خلکو درد او غم د ټولو ګډ درد دی او زړه یې له خپل ولس سره دی.

د ده په وینا، تر خپلې وسې یې له سیمه ییزو خلکو سره د اړیکو له لارې د مرستې هڅې کړې دي او دا لړۍ به روانه وي، خو د اوسني ناورین د اړتیاوو پوره کول یوازې د ګډې همکارۍ له لارې شونې ده.

هغه په هېواد دننه او بهر کې پر ټولو مېشتو افغانانو غږ کړی، چې له خپل وس سره سم د زیانمنو کورنیو لاسنیوی وکړي او بې‌درنګه د مرستې لپاره ور ودانګي.

له زلزلې وروسته د ژغورنې بهیر؛ د ژوندیو پاتې شویو د موندلو هیلې ورځ تر بلې کمېږي

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۵ GMT+۱

په کونړ ولایت کې د ۶ ریښتره زلزلې له رامنځته کېدو وروسته لا هم ځمکښورېدنې احساس کېږي، چې د ژغورنې ډلې یې له جدي ستونزو سره مخ کړي او د پاتې ژوندیو کسانو د موندلو هیلې ورځ تر بلې کمزورې شوې دي.

د «کنسرن ورلډ وایډ» سازمان استازی شاهد جمیل چې له کابل څخه زلزله‌ ځپلې سیمې ته رسېدلی، وضعیت د «بشپړې ورانۍ» په توګه یادوي او وایي، چې د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ ټول کورونه زیانمن شوي او یا هم په بشپړ ډول نړېدلي دي.

د ده په وینا، د لارې د بندېدو او د ځمکې ښویېدو له امله ژغورونکې ډلې اړ دي، چې ساعتونه په پښو مزل وکړي.

هغه وایي، لا هم ځمکښورېدنه دوام لري او په غرونو کې ډبرې په پرله پسې ډول راښوييږي، چې د عملیاتو بهیر یې لا ستونزمن کړی دی.

د طالبانو د شمېرو له مخې، د دې زلزلې له امله د مړه شویو شمېر له ۱۴۰۰کسانو اوښتي او زرګونه ټپیان د ننګرهار مرکز جلال اباد روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

روغتیایي چارواکي وایي، چې د ټپیانو زیاتوالي د درملنې بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

بلخوا، ژغورونکې ډلې وایي، سلګونه ښځې او ماشومان د غرونو په لمنو کې تر شنه اسمان لاندې دي او ځينې نور یې په وړو خیمو کې ځای پر ځای شوي دي، چې هېڅ ډول روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

له زلزله‌ځپلو سیمو عیني شاهدان: د ایران او هند بشري مرستې طالبانو په ګودامونو کې زېرمه کړي

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۱ GMT+۱

په کونړ ولایت کې عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، هغه بشري مرستې چې د ایران او هند له لوري زلزله‌ځپلو سیمو ته لېږل شوې، طالبانو په ګودامونو کې زېرمه کړې دي او تر اوسه یې اړمنو خلکو ته نه دي وېشلي.

دا په داسې حال کې ده، چې سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو له ورانېدو وروسته بې‌سرپناه پاتې شوې او د شنه اسمان لاندې شپې او ورځې سبا کوي.

ځايي اوسېدونکي وایي، چې د طالبانو اړوند چارواکو د بهرنیو هېوادونو مرستې په ګودامونو کې ځای پر ځای کړې دي او د وېش بهیر یې په بشپړ ډول ځنډولی دی.

د ځايي اوسېدونکو په وینا، د ژغورنې او بېړنیو خدماتو لپاره هېڅ ډول لازم امکانات نشته، ان تر دې چې داسې وسایل هم نشته چې دوی پرې د خاورو له لاندې د خپلو بند پاتې شویو خپلوانو جسدونه راوباسي.

هغوی وايي، چې لا هم په ځینو کلیو کې د خاورو لاندې کسان بند پاتې دي، خو تر دې دمه د ژغورنې ډلې نه دي ورسېدلي.

د خلکو شکایت دا دی، چې د واکمنو د ناسم مدیریت له امله د مرستو او ژغورنې بهیر نه یوازې ځنډېدلی، بلکې د ځینو کلیو اوسېدونکي د طالبانو له بشپړ غفلت سره مخ دي.

یوه ویډیو چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، په کې ښودل کېږي چې یو تن د خپلې کورنۍ د څو غړو جسدونو سر ته ولاړ دی او وایي: «مونږ ته ډوډۍ او اوبه مه راوړئ، یوازې له طالبانو دا غواړم چې په چورلکه کې مې د کورنۍ غړو جسدونه ولېږدوي، ترڅو یې خښ کړو.»

په سیمه کې د خلکو تر ټولو ستره ستونزه د ژغورنې د وسایلو، طبي مرستو او سرپناه نشتوالی دی، ډېرې کورنۍ اوس مهال د خپلو ټپيانو د درملنې لپاره ابتدایي درملو ته هم لاسرسی نه لري.

په عین حال کې، سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې د طالبانو اړوند چارواکي د مرستو د وېش پر ځای د هغو د راټولولو او ذخیره کولو هڅه کوي، څو وروسته یې د خپلو خوښې کسانو ترمنځ ووېشي.

د خلکو په وینا، د مرستو په دې ډول چلند کې د فساد او بې‌عدالتۍ وېره ډېره ده.

سره له دې چې ګڼو هېوادونو د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره د مرستې ژمنې کړې او لسګونه ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکي افغانستان ته رسېدلي، خو د وېش شفافیت او د مرستو پر وخت رسېدل لا هم د پوښتنې وړ دي.

د سیمې یو بل اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي: «موږ د دې وطن خلک یو، په دې ناورین کې مو کورونه، خپلوان او ژوند له لاسه ورکړی، خو طالبان یوازې مرستې په ګودامونو کې زېرمه کوي. موږ د دوی د ژمنو پر ځای عملي مرستې غواړو.»

د یادونې وړ ده، چې په کونړ کې وروستۍ زلزلې سلګونه کسان مړه او ټپیان کړي او زرګونه کورنۍ یې بې‌کوره کړې دي. د نړۍوالو مرستو د شفاف نه وېش او د طالبانو د بې ‌پروايۍ په صورت کې وېره شته چې دغه بشري ناورین لا پسې ژور شي.