• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

طالبانو له پاکستان نه د زلزلې د ټپیانو لپاره پر کرښه د اسانتیاوو غوښتنه کړې

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۹ GMT+۱

په پېښور کې د طالبانو کونسل محب الله شاکر له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د کونړ زلزله‌ځپلو لپاره پر کرښه ځانګړې اسانتیاوې رامنځته کړي، چې ټپیان د درملنې لپاره پاکستان ته ولېږدول شي.

نوموړي دا هم ویلي چې په لنډي کوتل کمپ کې دې افغان کډوالو ته د سکېننګ او راجسټر کولو اسانتياوې برابرې شي څو کډوال وکړای شي ټول مراحل په همدغه کمپ کې بشپړ کړي.

هغه زیاته کړې چې له دې سره به افغان کډوال په سختو موسمونو کې د تورخم له لارې په اسانۍ سره افغانستان ته ولاړ شي.

بل خوا پاکستان نن (پنجشنبه) د افغانستان د زلزله ځپلو لپاره د مرستو یوه ستره کڅوړه افغان چارواکو ته وسپارله. دا مرستې د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شريف په لارښوونه لېږل شوې دي.

یادې مرستې چې په پنځو کانټینرونو کې بار وې ټولټال ۱۰۵ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي پکې شامل دي.

دغه مرستې په تورخم کې د پاکستاني چارواکو له خوا محب الله شاکر ته سپارل شوې دي.

پاکستان له افغان زلزله خپلو سره خپلې ۱۰۵ ټنه بشردوستانه مرستې د افغانستان له ملي بیرغ سره واستولې، خو کله چې د مرستو موتر پر تورخم واوښتل، طالبانو د مرستو د موټرو پر بنرونو خپل سپین بیرغونه ولګول.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

محمد نبي د کونړ زلزله ځپلو ته له ۴۱ زره پونډو زیاته نغدي انلاین مرسته راټوله کړې

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۱ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې غړي محمد نبي عیسی خېل د کونړ د زلزله ځپلو لپاره په انلاین ډول ۴۱۴۱۰ انګلیسي پونډه مرسته راټوله کړې او غواړي د مرستو راټولولو بهیر تر ۵۰ زره پونډو ورسیږي.

افغان کرېکټ لوبغاړي محمد نبې درې ورځې وړاندې د محمد نبي خیریه بنسټ له لارې د کونړ زلزله ځپلو لپاره د بیړنو مرستو په موخه د انلاین نغدي مرستې راټولولو بهیر پیل کړ.

نوموړي ویلي په دې سخت حالت کې د هېوادوالو ترڅنګ ولاړ دی او پر خلکو یې غږ وکړ چې د مرستې په راټولولو کې یې همکاري وکړي.

د محمد نبي خیریه بنسټ ویلي، چې د کونړ زلزله ځپلو ته یې ځینې بېړنۍ مرستې رسولې دي او د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې د قربانیانو لپاره یې د نورو مرستو لپاره د انلاین مرستې راټولولو هڅه پیل کړې ده.

نوموړي د ګو فنډ مي انلاین مرستو راټولولو ویبسایټ له لارې تردې مهاله ۴۱۴۱۰ انګلیسي پونډه نغدي مرسته راټوله کړې ده او غواړي د دغې مرستې کچه تر ۵۰ زره انګلیسي پونډو ورسیږي.

محمد نبي د افغانستان د کرېکټ د هغو لوبغاړو له ډلې دی، چې تردې وړاندې یې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له طبیعي افتونو او پېښو وروسته د خلکو لاسنیوی کړی.

راشد خان د کونړ زلزله ځپلو ته تراوسه څه باندې ۷۶زره یورو نغدي مرسته راټوله کړې

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۷ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان راشد خان د کونړ زلزله ځپلو لپاره تردې مهاله ۷۶ زره او ۴۸۱ یورو نغدي مرسته راټوله کړې او غواړي دا مرسته تر ۲۵۰ زره یورو ورسیږي.

د افغانستان په ختیځ کې له مرګونې زلزلې وروسته د کرېکټ ملي لوبډلې مشر راشد خان د سې شنبې په ورځ د خپلو ټولنیزو پاڼو له لارې د مرستو راټولولو کمپاین پیل کړ او پر افغانانو او نړیوالو یې غږ وکړ چې په دغه وخت کې د زلزلې د قربانیانو ترڅنګ ودریږي.

راشد خان د ګوفنډ مي انلاین مرستو راټولولو له لارې د ۲۵۰ زره یورو راټولولو هڅه پیل کړې او وايي، راټولېدونکي پیسې به د سپټمبر په لومړۍ نېټه د ویجاړوونکې زلزلې پر قربانیانو ووېشي.

راشد خان وايي، راټولې شوې مرستې به د خان بنسټ له لارې په مستقیم ډول زلزله ځپلو کورنیو ته ورسوي او په ځانګړي ډول د ټپیانو درملنې، د بې وزلو کورنیو لپاره د خوړو، د سرپناه او د کورونو په بیارغونه کې به مصرف شي.

نوموړي د دغه کمپاین له لارې تردې مهاله ۷۶۴۸۱ یورو نغدي مرسته راټوله کړې او دغه کمپاین به تر ۲۵۰زره یورو راټولولو پورې دوام ولري.

د کرېکټ دغه وتلي ستوري وړاندې هم په هرات، فراه، بادغیس، پکتیا، پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د مرستو ټولولو کمپاینونه کړي او ګڼو بې کوره خلکو ته یې کورونه جوړ کړي وو.

د افغانستان له زلزله ځپلو سره تراوسه ۱۱،۶ میلیونه ډالره مرستې اعلان شوې

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۷ GMT+۱

په یادو مرستو کې تر ټولو ډېره ۵ مېلیون ډالره مرسته ملګرو ملتونواعلان کړې، خو امریکا چې په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان تر ټولو ستر مرستندوی و، تر اوسه خپلې مرستې نه دي ډاګیزې کړې. روسیه، چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي، غلې پاتې شوې او چین څه کم۵۰ زره ډالره مرسته اعلان کړې.

د افغانستان په ختیز کې له زلزلې وروسته د ملګرو ملتونو په ګډون ځینو هېوادونو د بیړنیو مرستو اعلان وکړ او ځینو هېوادونو سملاسي خپلې مرستې تر کابل او کونړه رسولې دي.

د کونړ د زلزله ځپلو لپاره ملګرو ملتونو په لومړي ګام کې له خپل بیړني صندوق نه له افغانستان سره د مرستې لپاره ۵ مېلیون ډالره ځانګړي کړل.

پر همدغه مهال د ناروې د کډوالو شورا ۲ مېلیون ډالره، سوېلي کوریا او اسټرالیا یوـ یو مېلیون ډالره، برېتانیا یو مېلیون پونډه، اېرلېنډ ۵۰۰ زره ډالره، چین او سینګاپور ۵۰ ـ ۵۰ زره ډالره او اروپايي ټولنې یو مېلیون یورو او ۱۳۰ ټنه خوراکي توکو مرستې اعلان کړې.

ګڼو هېوادونو ویلي، چې یادې مرستې به د طالبانو له مداخلي پرته د مرستندویه ادارو له لارې تر اړمنو کسانو ورسوي.

پاکستان، ایران، ترکیې، قطر، هند، او متحده عربي اماراتو د کونړ د زلزله ځپلو لپاره بیړنۍ مرستې افغانستان ته رسولې دي او د یادو هېوادونو په مرستو کې خوراکي توکي، درمل، کمپلې او نور اړین توکي شامل دي.

جاپان او ځینو نورو هېوادونو هم له افغانستان سره د بیړنیو مرستو لپاره ټټر وهلی دی.

له افغانستان سره د دغه ناورین په کابو کولو کې متحده عربي امارات لومړنی بهرنی هېواد دی چې د ابوظبۍ د ملکي دفاع ادارې، ملي ګارډ او د ګډو عملیاتو د قوماندانۍ اړوند د ژغورنې او لټون ځانګړې ډله یې د افغانستان ختیزو زلزله ځپلو سیمو ته واستوله.

د کونړ د زلزله ځپلو لپاره د مرستو رسولو په برخه کې افغان سوداګرو، ورزشکارانو او عامو کسانو هم برخه اخیستې ده.

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي د زلزله ځپلو لپاره د ۵۰۰ مېلیون افغانیو مرستې اعلان کړی او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د صرافانو اتحادیو، صنعتکارانو او نورو سوداګرو هم د مرستو راټولولو کمپاینونه پیل کړي او ځینې کسان عملا په زلزله ځپلو سیمو کې د مرستو په وېش بوخت دي.

په ورته مهال د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو راشد خان او محمد نبي هم د مرستو راټولولو کمپاینونه پیل کړې دي.

له هېواده بهر هم په بېلابېلو هېوادونو کې افغان ټولنو د نغدي مرستو راټولولو هڅې پیل کړې دي، خو تر اوسه د یادو راټولو شویو مرستو کره شمېر نه دی په ډاګه شوی.

خو د طالبانو ریاست الوزار بیا د زلزلې د ټپیانو انتقال،خوراکي توکو، جامو او نورو بېړنیو اړتیاوو لپاره یوازې سل مېلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

امریکا چې په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان لپاره یو له لویو مرستنېدویانو و، د کونړ د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره یې د مرستې ژمنه کړې ده، خو لا هم دغه هېواد د خپلو مرستو څرنګتیا نه ده په ډاګه کړې.

د افغانستان په ختیځ کې، چې د یکشنبې په شپه یوې شدیدې زلزلې ولړزاوه، تردې مهاله ۲۲۰۵ تنه مړه شوي او ۳۶۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د زلزلې د قربانیانو په شمېر کې هره شېبه زیاتوالی راځي او ښايي د طالبانو له خوا له اعلان شویو شمېرو لوړ وي.

په ورته مهال مرستندویه ادارو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د افغانستان لپاره بیړنۍ مرستې زیاتې کړي.

اسټرالیا د افغانستان په ختیځ کې له زلزله‌ځپلو سره یو مېلیون ډالر مرسته وکړه

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۵۷ GMT+۱

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ شریکولو ترڅنګ، د دغې پېښې د زیانمن‌شویو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو مېلیون ډالر مرسته اعلان کړه.

اسټرالیا ویلي، چې دغه مرسته به د نړۍوالو شریکانو په همکارۍ اړمنو خلکو ته د رسېدو په موخه ورسېږي؛ نه د طالبانو رژیم ته.
نوموړي وزارت پنج‌شنبه (د وږي ۱۳مه) په یوه بیان کې ولیکل: «دغه زلزله په داسې وخت کې وشوه، چې د افغانستان نږدې نیمایي نفوس له سختو بشري اړتیاوو سره مخامخ دی او دې پېښې روان وضعیت نور هم ناوړه کړی دی.»

د دغه وزارت په وینا؛ د اسټرالیا د مرستو بودجه به د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په مشرۍ د افغانستان له بشردوستانه صندوق نه د زلزله‌ځپلو د ملاتړ لپاره ولګول شي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت همداراز د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د خپلو ژمنو پر سرته رسولو ټینګار کړی دی.

اسټرالیا له ۲۰۲۱کال راهیسې تر اوسه پورې د افغانستان د روان کړکېچ د مدیریت لپاره، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د ملاتړ په برخه کې له ۲۶۰ مېلیونه ډالرو ډېرې مرستې ځانګړې کړې دي.

طالبان: د کونړ په دیوه ګل او مزار دره کې خلک د اوبو تر څنګ د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې د کونړ په مزار درې او دیوه ګل کې زلزله ځپلي اوس‌مهال له یو شمېر جدي ستونزو سره مخ دي. دوی وایي، زلزله ځپلي ان لومړنیو خوراکي توکو، اوبو او سیمه کې د سړې هوا له امله د شپې بسترې هم نه‌لري.

د سرې میاشتې رضاکارانو په یوې وېډیو کې اندېښنه ښوولې، چې د سیمې خلک د سرپناوو له امله له نارین سره مخ دي او دوی په یوازې ځان نه شي کولای چې ورته رسېدنه وکړي. د احمدالله رحمت‌زي په نوم یو رضاکار زیاتوي: «زموږ د ارزیابۍ په اساس تقریبا ۴۵۰کورنۍ متضررې شوې، چې په مختلفو کلیو کې دوی ژوند کوي. دوی پاکو اوبو ته لاسرسی او د کورونو سامانونه هم نه‌لري».

د نوموړي په وینا؛ زلزله ځپلو ترې غوښتي چې باید د سرپناوو جوړېدو په برخه کې یې لاسنېوی وشي. د ګل پاچا په نوم یو ځايي اوسېدونکی چې له دغه پېښې ژوندی پاتې شوی وایي، د مرګ ژوبلې شمېره بېخي لوړه ده او هغه ډول چې په کار ده مرستې نه‌ده شوې.

د نصیب الله د دیوه ګل درې اوسېدونکی دی،‌ د هغه دوه خویندې او درې خورین په زلزله کې مړه شوي دي. د هغه په خبره؛ حتی د مړو راېستلو لپاره هم په سیمه کې څوک نه وو. هغه له نړۍوالو مرستندویه ادارو څخه غواړي، چې د سیمې د اوسېدونکو لاسنېوی وکړي.

هم مهاله د طالبانو تر ادارې لاندې سرې میاشتې په سیمه کې د خېمو د وېش بهیر هم پیل کړی دی.

د کونړ ځايي اوسېدونکو په وار وار نیوکې کړې، هغه ډول چې باید دغه زلزله ځپلو ته رسېدنه وشي؛ تر اوسه یې په کافي توګه لاسنېوی نه‌دی شوی او د مزار درې ځینو کلیو ته چې خلک په زیانمن شوي نه هم طالبان او نه کومه مرستندویه اداره هلته ورغلې ده.

د رسمي شمېرو له مخې؛ په دغه زلزله کې تر اوسه پورې ۱۴۵۷ کسان مړه شوي او نږدې ۳زره نور ټپیان دي؛ خو د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن پنج‌شنبه خبر ورکړی، چې دغه شمېره مخ په لوړېدو ده. که څه هم یو شمېر نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو د مرستو ژمنې کړې؛ خو لا تر اوسه پورې اغېزمنو او زیانمنو کورنیو ته نه دي رسېدلي.