کریم خرم: د کونړ ناورین کې د ښځینه ډاکټرانو اړتیا د نجونو د تعلیم ارزښت په ډاګه کوي

د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رییس عبدالکریم خرم وایي، داسې معلومات ورکړل شوي چې ګوندې په کونړ کې د ښځو د درملنې لپاره د ښځینه ډاکټرانو او نرسانو کموالی و؛ خو نن یې داسې انځورونه تر سترګو شول، چې ښځینه ډاکټرانې سیمې ته رسېدلې دي.
