• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تېرو ۸ میاشتو کې ۶۰۵ ترهګریزې پېښې؛ پښتونخوا کې ۱۳۸ ملکيان او ۷۹ پاکستاني پولیس وژل شوي

۱۳ وږی ۱۴۰۴ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۲ GMT+۱

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې یا سي‌ټي‌ډي اعلان کړی، چې په تېرو اتو میاشتو کې په خېبرپښتونخوا کې ۶۰۵ ترهګریزې پېښې رامنځته شوې چې په پایله کې یې ۱۳۸ ملکيان وژل شوي او ۳۵۲ نور ټپیان دي.

د یادې ادارې د راپور له‌مخې؛ په همدې موده کې د پاکستاني پولیسو ۷۹ افسران وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپیان دي. همداراز ۳۵۱ کسان د شکمنو په توګه پېژندل شوي، ۳۲ وژل شوي او ۵ نور هم نیول شوي دي.

یوازې په تېره میاشت کې په دغه ایالت کې ۱۲۹ ترهګریزې پېښې ثبت شوې دي، چې ۱۷ ملکيان او ۱۳ پولیس په‌کې وژل شوي دي. په همدې میاشت کې په بنو کې ۴۲، شمالي وزیرستان کې ۱۵، سوېلي وزیرستان کې ۱۴، دېر کې ۱۱ او په ډېره اسماعېل خان او کورمه کې ۸ پېښې ثبت شوې دي. په همدې میاشت کې ترټولو ډېر بریدونه په بنو کې شوي دي.

د یادونې ده، چې خېبرپښتونخوا له تېرو څو کلونو راهیسې د پاکستاني پوځ او وسله‌والو، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» ترمنځ د جګړې قرباني ده. د دواړو خواوو ترمنځ په جګړو کې ډېری وخت د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د پښتونخوا ایالتي وزیر: د افغان کډوالو شړل د انساني ارزښتونو خلاف عمل دی

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۲ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا د قانون وزیر د پاکستان حکومت له‌خوا د افغان کډوالو اېستلو پالیسي د اندېښنې وړ بللې او ویلي یې دي، چې دغه کار به د پاکستان او افغانستان ترمنځ کرکه نوره هم ډېره کړي.

هغه زیاته کړې، چې د پښتونخوا ایالتي حکومت به له فډرالي حکومت سره په دې برخه کې هیڅ ډول همکاري ونه کړي. د پښتونخوا د قانون وزیر افتاب عالم د ایالتي اسمبلۍ تر غونډې وروسته خبريالانو ته وویل:« موږ د فډرالي حکومت دې کار سخت خواشيني کړي یو.»

د هغه په وینا؛ په داسې حالاتو کې له پاکستانه د افغانانو اېستل نه یوازې دا چې مناسب کار نه دی، بلکې د انساني ارزښتونو خلاف عمل دی.

هغه وایي:« په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله زرګونه کورنۍ ځپل شوې او غمجنې دي؛ په داسې غمجن وضعیت کې د انسانيت غوښتنه دا ده، چې موږ له خپل ګاونډي هېواد سره مرسته وکړو.»

تر دې مخکې د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان هم له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل غندلي و.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو د اېستلو درېیمه څپه پیل شوه.

په خېبرپښتونخوا کې ۵ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۱۳ GMT+۱

پاکستانۍ رسنۍ وايي چې د خېبرپښتونخوا په بره دېر، کوهاټ او مومندو سیمو کې د بېلابېلو ترهګریزو پېښو په ترڅ کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو درې سرتېري او دوه پولیس افسران وژل شوي دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له‌مخې، په بره دېر کې د افغانستان پولې ته نږدې د بارا رایفلز پوستې باندې برید شوی چې په پایله کې یې درې سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د یادې ورځپاڼې په وینا، په کوهاټ کې د پولیسو پر یوه ګزمه برید کې هم یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي، خو په دې نښته کې درې مخالف وسله‌وال هم وژل شوي دي.

په مومندو کې پر یوې پوستې برید شوی، چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

له بلې خوا بیا امنیتي ځواکونو په ډیره اسماعیل خان کې د نظامي عملیاتو په ترڅ کې درې وسله‌وال وژلي چې یو قوماندان هم پکې شامل دی. پولیس وايي، چې دوی ته د وسلو یوه زېرمه هم په لاس ورغلې ده.

د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سلاکار: پولې «کرښې» ښايي دولتونه بېل کړي خو خلک متحد پاتې کېږي

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۳۵ GMT+۱

د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر د اطلاعاتو سلاکار بېرسټر محمد علي سیف د امنیتي مطالعاتو او څېړنې په مرکز کې په یوې جوړه شوې غونډه کې وویل، پاکستان او افغانستان د دین، دودونو او کلتور پر بنسټ سره تړلي او په وینا یې، کرښې ښايي دولتونه سره بېل کړي، خو خلک یې یو موټی پاتې کېږي.

دغه غونډه تېره ورځ د ډيورند فرضي کرښې د دواړو غاړو د قبایلي مشرانو په ګډون سره جوړه شوې وه.

محمد علي سیف، په خپلو خبرو کې زیاته کړه، په جګړو او بې ثباتیو کې تل عام خلک قربانیان وي او په وینا یې د نړۍوالو جګړو په ګډون ټولې جګړې د خبرو له لارې پایته رسېدلي، له افغانستان څخه د امریکا تر وتنې وروسته د کرښې د دواړو خواو اړیکې پیکه شوي او ورسره د بې باورۍ فضا هم رامنځته شوې ده.

سیف د پاکستان پر مرکزي حکومت هم په نیوکو کولو سره وویل، په ځینو اقداماتو سره یې د کابل او اسلام اباد تر منځ واټن لاپسې پراخ کړی او همداراز یې د کرښې د دواړو خواو د خلکو ترمنځ پر قوي اړیکو ټينګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده د تېرې ۴شنبې په شپه د پاکستان بې پیلوټه الوتکو پر خوست، ننګرهار او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل او له امله یې یو شمېر ځايي اوسېدونکو ته مرګ ژوبله هم واوښته او د پاکستان دغه چاره د طالبانو او افغان سیاستوالو له تُندو غبرګونو سره مخ شوه.

پاکستاني چارواکي: باید په پاکستان کې ټول مېشت افغانان پاسپورټ او وېزه ولري

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۲۶ GMT+۱

د خیبر ولسوالۍ اداري مرستیال د پنجشنبې په ورځ ټولو افغانانو ته ویلي، چې ژر تر ژره د افغانستان پاسپورټونه واخلي او په پاکستان کې په قانوني ډول ژوند او کاروبار وکړي.

ډان ورځپاڼې جمعه (د وږي ۷مه) لیکلي، د لنډي کوتل د ولسوال اداري مرستیالانو افرسیاب زبیر او شهاب‌الدین له سیمه‌ییزو افغان مشرانو سره کتلي او په پاکستان کې یې د افغان کډوالو د اوسېدو او کاروبارونو لپاره رسمي شرايط روښانه کړي.

په دې کتنه کې پاکستاني چارواکو ویلي، ټول هغه افغانان چې د (PoR) کارټونه لري باید د افغانستان پاسپورټ او پاکستانۍ وېزې ولري.

دغه چارواکو ويلي، چې (د اګست میاشتې تر ۳۱مې نېټې) وروسته که چا له دغه مقرراتو سرغړونه وکړه؛ نو قانوني چلند ورسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې مېشتو د پي او ار کارټ لرونکو افغانانو ته له دغه هېواده د وتلو لپاره د ټاکل شوي ضرب الاجل یوازې دوه ورځې پاتې دي.

د پاکستان حکومت تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې په دغه هېواد کې مېشت د پي او ار کارت لرونکي افغانان د روانې اګسټ میاشتې تر وروستۍ نېټې وخت لري، چې له دغه هېواده په خپله خوښه ووځي؛ که نه د جبري اېستلو سره به مخ شي.

سږکال په افغانستان کې دوه او پاکستان کې ۲۱ د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې دي

۶ وږی ۱۴۰۴ - ۲۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۲۳ GMT+۱

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، سږکال تر اوسه په افغانستان کې دوه او پاکستان کې ۲۱د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې دي. افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې دا وژونکی ویروس پکې پاتې دی.

په افغانستان کې د پولیو دغه دوه مثبتې پېښې په بادغیس او هلمند ولایتونو کې ثبت شوي.

همدارنګه، د هېواد له نهو ولایتونو څخه د پولیو ویروس چاپېریالي نمونې موندل شوي. هممهاله پاکستان کې د ۲۱ نوو پېښو راپور ورکړل شوی، چې ډېری یې د خېبر پښتونخوا په ناامنه سیمو کې دي.