• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

مرسته کوونکي: د مزار درې خلک نورګل ولسوالۍ ته روان دي او لا هم د زلزلې ټکانونه حس کیږي

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۷ GMT+۱

کونړ کې له زلزله‌ځپلو سره مرسته کوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د زلزلې له امله اغېزمن شوي خلک له مزار درې څخه نورګل ولسوالۍ ته روان دي او په سیمه کې لا هم وخت ناوخت د زلزلې ټکانونه حس کیږي.

په سیمه کې عیني شاهدان او مرسته کوونکي چې تازه له مزار درې څخه راښکته شوي خپل د سترګو لیدلی حال له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړی او وايي، اوس هم وخت ناوخت په دغه دره کې د زلزلې ټکانونه حس کېږي.

دغو مرسته کوونکو کسانو ویلي، په سیمه کې له خلکو سره لا هم د خوراکي توکو مرستې روانې دي او خلک د زلزلې د دوامداره ټکانو له امله په خیمو کې شپي او ورځي تېروي.

مرسته کوونکي وايي، د ودیرو په سیمه کې د اغېزمنو کسانو لپاره خواړه پخوي او پر خلکو یې وېشي.

دغو مرسته کوونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل:« معالومات مو له خپلو صحي ټيمونو سره وکړل، بېګانۍ زلزلې فقط يو کس ټپي کړی خو حالت يې ښه و.»

عیني شاهدانو ویلي، چې ډېری کورنۍ له سهار راهیسې پلي او د موټرو په وسیله له مزاز درې څخه د نورګل ولسوالۍ لوري ته روان دي او ښايي ټول خلک له دې سیمې ووځي.

عیني شاهدان وايي:«د خلکو ګڼه ګوڼه بېخي کمه شوې، يواځې روغتیايي ټيمونه او يو شمېر موسسې ساحو ته ځي.»

مرسته کوونکي په دې باور دې چې له مزار درې څخه ښکتو ولسوالیو ته د خلکو وتل به له یوې لوري د مرستو په وېش کې منظموالی راولي او بل لور به د خلکو د ژوند خوندیتوب کې اغېزمن تمام شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په کونړ کې د زلزله‌ځپلو سره د مرستندویه کارکوونکو په ټیمونو کې د ښځینه روغتیا پالانو د کمښت له امله ډېر کسان شکایت کوي او یو شمېر زلزله‌ځپلو ښځو ویلي، چې نارینه مرستدویه کسان یوازې د نارینه ټپیانو او ماشومانو درملنه کوي او د ښځو لپاره خدمات نه وړاندې کوي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

د کونړ زلزله‌ځپلو ته د بشري مرستو په دوام د قطر پنځه نورې الوتکې کابل ته ورسېدې

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۲ GMT+۱

د افغانستان په ختیځ کې زلزله‌ځپلو لپاره د قطر د بشري مرستو پنځه نورې الوتکې کابل ته ورسېدې. دغه هېواد وړاندې هم په څلورو الوتکو کې بشري مرستې کابل ته انتقال کړې وې.

د قطر رسنیو ویلي، چې دغه بشري مرستې د هغو مرستو دوام دی چې د قطر د امیر په لارښوونه د کونړ زلزله‌ځپلو لپاره ترسره کېږي.

په یادو مرستو کې بشپړ مجهز سیار روغتونونه، طبي وسایل، خیمې او د حفظ الصحې لومړنیۍ بستې شاملې دي. یادې مرستې د جمعې په ورځ ناوخته د پنځو الوتکو په وسیله کابل ته رسېدلې دي.

د راپورونو له مخې، له یادو بشري مرستو سره یو ډله ډاکټران او د ژغورنې او لټون ډلې هم ملتیا کوي.

نیویارک ټایمز: په زلزله‌ځپلو سیمو کې نارینه ژغورنکي ډلې له ښځو سره مرسته نه کوي

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۹ GMT+۱

په کونړ کې یو شمېر زلزله‌ځپلو ښځو نیویارک ټامیز ته ویلي، چې د نارینه‌وو ژرغونکو ټیمونه یوازې ټپي شوي نارینه او ماشومان ژغوري، خو په وینو لړلې ښځې او نجونې یې له پامه غورځولې دي.

د کونړ د مزاردرې یو ځايي مرستندویه کس ویلي، چې نارینه ژغورونکو یوازې نارینه ټپیان او ماشومان له خاور اېستلي، خو په وینو ککړو ښځو او نجونو مرسته یې نه ده کړې.

د نورګل ولسوالۍ د مزاردرې د کلي یو مرستندويه کس زیاته کړې، چې په دغه سیمه کې ښځې د څو ساعتونو لپاره تر خاورو لاندې وې او د بل کلي ښځو بیا له خاور راوېستلې.

د کونړ اوسیدونکې ۱۹ کلنې عایشه نیویارک ټامیز ته ویلي:« هېچا له ښځو سره مرسته ونه کړه، نه یې پوښتنه وکړه چې دوی څه ته اړتیا لري او ان موږ ته نږدې هم نه شول.»

نوموړې ویلي، چې په څلورو ورځو کې هم د دوی کلي ته یوه ښځینه مرستندویه کارکوونکې نه ده ورغلې.

عایشه زیاتوي:« زه او زوی مې یوازې خدای وژغورلو، خو له هغې شپې وروسته پوه شوم چې دلته ښځه تل د وروستیو کسانو په کتار کې لېدل کیږي.»

د کنړ په مزاردره کې د تهذیب الله په نوم یو مرستندویه کارکوونکي ویلي:«داسې احساس کېده لکه ښځې چې نه لېدل کېدونکی موجود وي. د نارینه او ماشومانو درملنه کېده، خو ښځې په جلا ځای کې د مرستې په تمه کېنول شوې وې.»

نوموړي زیاته کړه: «که د ښځې کوم نږدې نارینه خپلوان به نه وو، مرستندویان اړ کېدل چې د فزیکي تماس څخه د مخنیوي په موخه د ښځینه مړو جسدونه یوازې د جامو له څنډو ونیسي او له خاورو یې بهر کړي.

وړاندې هم افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي و، چې د ننګرهار حوزوي روغتون ته د انتقال شویو ۱۰۷۰ ټپیانو له ډلې یې یوازې ۱۲۵ تنه ښځې دي. سرچیني وايي، د ټپي شویو ښځو شمېر ډېر دی، خو په ډېر کم شمېر کې روغتونونو ته انتقال شوې دي.

پر همدغه مهال د افغان ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سوزان فرګوسن په یوې اعلامیه کې ویلي:« ښځې او نجونې یو ځل بیا د دې ناورین تر ټولو ډېرې ځپل شوې دي. نو اړینه ده چې د دوی اړتیاوې د مرستو او بیارغونې په لومړیتوب کې ونیول شي.»

بل خوا ګڼ شمېر ډاکټرانو، مرستندویه کارکوونکو او زلزله ځپلو ښځو ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله ښځې د نورو په پرتله ډیرې زیانمې شوي او د مرستندویه کارکوونکو بې پروايي د دوی کړاو نور هم زیات کړی دی.
افغانستان د طبي پرسونل په ځانګړې توګه د ښځینه ډاکټرانو او روغتیا پالانو له سخت کمښت سره مخ دی او د طالبانو بندیزونو دا وضعیت نور هم بحراني کړی دی.

د نیویارک ټامیز خبریال چې تر زلزلې یوه ورځ وروسته د نورګل ولسوالۍ مزاردرې کلي ته تللی ویلي، چې په مرستندویه او روغتیايي ټیمونو کې یې هېڅ ښځینه روغتیا پاله نه ده لیدلې. د هغه په وینا د نورګل ولسوالۍ په روغتون کې هم هېڅ ښځینه کارکوونکې شتون نه لري. خو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت دا څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي چې په «کونړ، ننګرهار او لغمان کې د زلزله ځپلو د درملنې لپاره ډېر شمېر ښځینه ډاکټراني او نرسانې کارکوي.»

چین د ختېزو ولایتونو زلزله‌ ځپلو لپاره ۲۰۰ زره ډالره مرسته طالبانو ته وسپارله

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۰ GMT+۱

په کابل کې د چین د سفارت سرپرست باو شوهوي د طالبانو سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب‌الدین دلاور سره لیدنه کې د دغه هېواد د سره صلیب له خوا د ختیځو ولایتونو زلزله‌ځپلو لپاره ۲۰۰ زره ډالره بېړنۍ مرسته وسپارله.

د طالبانو سرې میاشتې وویل چې د چین سفیر شوهوي ډاډ ورکړ، چې د چین حکومت به ډېر ژر له زلزله‌ځپلو کورنیو سره ۷ میلیونه ډالر نوره مرسته هم وکړي.

د نوموړي په وینا، دغه مرستې د بېړنیو اړتیاوو تر څنګ د اغېزمنو سیمو د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره ځانګړې شوې دي.

تېرو ۲۴ ساعته د زلزلې پرله‌پسې ټکانونه؛ د افغانستان په ختیځ کې «تر ۴۰ ډېر کسان» ټپیان شوي

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۴۵ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی، چې د ننګرهار په دره‌نور کې د تېرې شپې او نن سهار د زلزلې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان ټپیان شوي دي. تېره شپه په کونړ او لغمان کې هم یوې بلې زلزلې ۲۳ کسان ټپیان کړي دي.

د پنج‌شنبې په شپه د ریښتر په کچه ۵.۶ درجې زلزلې او د جمعې په سهار د ریښتر په کچه ۵.۲ درجې زلزلې د افغانستان په ختیځ کې ځینې برخې ولړزولې.

د طالبانو د عامې روغتیا ریاست امبولانسونه او روغتیایي ډلې یادو ولایتونو ته استول شوې او د ټپیانو درملنه یې پیل کړې ده.

طالبانو ته نږدې حریت راډیو په ننګرهار کې د دغې ډلې د عامې روغتیا ریاست په حواله د ټپیانو وضعیت ښه بللی دی.

د افغانستان په ختیځ کې د پرله‌پسې زلزلو وروسته چې له ۲۲۰۰ څخه ډېر کسان یې مړه کړل، د شپې دوو نورو زورورو ټکانونو یو وار بیا دغه سیمې ولړزولې.

د زلزلې رواني اغېزې؛ «د مېندو شېدې وچې شوې او د ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ دی»

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۴ GMT+۱
•
ظاهر څراغ

د افغانستان په ختیځ کې له زورورې زلزلې وروسته د کونړ، ننګرهار او لغمان په ځینو سیمو کې د سختې وېرې او رواني فشار له امله د یو شمېر مېندو شېدې کمې او یا هم بیخي وچې شوې دي. دغه وضعیت د هغو ماشومانو لپاره چې د مور په شېدو تغذیه کېږي، د جدي اندېښنې وړ دی.

سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې مرکز اسعداباد، خاص کونړ، نرنګ، سرکاڼو، شیګل وټه‌پور، ماڼوګی او چپه دره هغه ولسوالۍ دي چې ښځې په‌کې له رواني فشارونو او وېرې له امله سختې اغېزمنې شوې دي. دغه وضعیت د دې لامل شوی، چې شېدې ورکوونکې مېرمنې نه‌شي کولای خپلو ماشومانو ته شېدې ورکړي.

روغتیاپالان وایي، کله چې ښځې له سختو طبیعي پېښو، وېرو او رواني ټکانونو سره مخامخ کېږي؛ د بدن هورموني سېستم سخت اغېزمنېږي او په پایله کې د هغوی د شېدو تولید ورسره کمېږي. د روغتیاپالانو په وینا؛ دغه مېرمنې د فزیکي ملاتړ ترڅنګ رواني ملاتړ او پاملرنې ته هم اړتیا لري.

یوه روغتیاپاله چې د کونړ په یوه ځايي کلینیک کې د ښځو او ماشومانو درملنه کوي، وايي: «په تېرو څو ورځو کې ډېرې داسې مېندې موږ ته راغلې دي، چې وايي شېدې یې وچې شوې دي. دا یوه طبیعي موضوع ده، ځکه چې د وېرې او فشار له امله د ښځې بدن هورمون بدلېږي.»

همداراز دغه روغتیاپاله د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي او زیاتوي، چې دا ډېره لویه ننګونه ده. هغې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «موږ ډېر لږ امکانات لرو. د رواني ملاتړ لپاره هېڅ پروګرام نه‌شته. د ښځو لپاره ښځینه ارواپوهانې بیخي نه‌لرو؛ یوازې څو قابله‌ګانې او نرسانې دي. دا حالت زموږ لپاره لویه ننګونه ده.»

په ډېرو هېوادونو کې د طبیعي پېښو او ناورینونو له امله اغېزمنو خلکو ته د رواني ملاتړ ځانګړي پروګرامونه جوړېږي او د ارواپوهانو ډلې د مرستې لپاره سیمو ته استول کېږي. دغه ملاتړ نه یوازې د ښځو؛ بلکې د ټولو اغېزمنو کسانو د رواني او ټولنیز ټیکاو لپاره ډېر مهم بلل کېږي.

په کونړ او د افغانستان په نورو سیمو کې د روغتیايي اسانتیاوو کمښت او د متخصصو ښځینه ارواپوهانو نشتوالي دغه ستونزه نوره هم پېچلې کړې ده. د افغانستان انټرنشنل-پښتو د روغتیايي سرچینو څخه د ترلاسه‌شویو معلوماتو له‌مخې؛ په ځینو ولسوالیو کې ښځینه روغتیاپالانې د ګوتو په شمېر دي او د ښځینه ارواپوهانو حضور بیا چې وکړای شي اغېزمنو ښځو ته رواني ملاتړ وړاندې کړي، تر ډېره بریده ناشونی ښکاري.

ارواپوه محمد (مستعار نوم) وایي، د زلزلې د اغېزو تر څنګ، د رواني ملاتړ نشتوالی د ښځو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښونو سره مخ کوي. د هغه په باور، اړینه ده چې د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو او روغتیايي ادارو له‌خوا د رواني او ټولنیز ملاتړ لپاره ځانګړې پروژې پیل شي؛ څو د مېندو او ماشومانو د ژوند خوندیتوب تضمین شي.

د روغتیايي کارکوونکو په وینا؛ رواني ملاتړ د دغه ښځو لپاره ډېر اړین دی ځکه چې یوازې درمل یا خوراکي توکي د ستونزې بشپړه درملنه نه‌شي کولای. د هغوی په باور، له نړۍوالو مرستندویه ادارو سره همغږي او د ارواپوهانو لېږل د حل یوازینۍ لاره ده.

د کونړ اوسېدونکي وایي، زلزلې یوازې د خلکو کورونه او شتمنۍ نه؛ بلکې د هغوی ذهني او رواني وضعیت هم سخت اغېزمن کړی دی. که د مېندو او ماشومانو د ملاتړ لپاره بېړني ګامونه پورته نه شي، د هغوی روغتیا به له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي. دوی له نړۍوالو بنسټونو او طالبانو غوښتنه کوي، چې د کونړ زلزله‌ځپلو ته ځانګړې رواني او روغتیايي مرستې برابرې کړي؛ څو د مېندو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښه وژغورل شي.

د هېواد په ختیځ، په ځانګړې توګه کونړ کې پرله‌پسې زلزلې د ښځو ترڅنګ ماشومان هم سخت ځپلي دي. تازه د ماشومانو د ژغورنې ادارې (Save the Children) ویلي، د افغانستان په ختیځ کې په پرله‌پسې توګه د زلزلو جټکو هغه ماشومان سخت وېرولي چې په وروستۍ خونړۍ زلزله کې یې خپلې مېندې او پلرونه له لاسه ورکړي دي. دغه زلزله په تېرو ۳۰ کلونو کې بې‌سارې وه او د مړو شمېر یې ۲۲۰۰ څخه هم لوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له‌مخې، له ۲۶۰ زرو ډېر ماشومان د یادې زلزلې له امله اغېزمن شوي او د شاوخوا ۲۸۰ ماشومانو مېندې او پلرونه په کې مړه شوي دي. همداراز له ۵ زرو ډېر کورونه نړېدلي او زرګونه کورنۍ اړې شوې، چې په خېمو یا هم تر شنه اسمان لاندې ژوند تېر کړي.