• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د جګړې وزیر: د جګړې وزارت د سولې لپاره د ځواک پر اصل ټینګار کوي

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۳۸ GMT+۱

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه اجرایوي فرمان سره د دفاع وزارت نوم، د «جګړې وزارت» ته واړاوه، د دغه وزارت وزیر پیټ هیګسټ ویلي، د دې وزارت شعار د پوځ د یوې پخوانۍ قطعې له وینا څخه اخیستل شوی «هغه څوک چې د سولې هیله لري، باید د جګړې لپاره چمتو وي.»

هیګسټ د شنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، «د جګړې وزارت به هره ورځ او په هره لاره چمتو وي، څو زموږ وګړي په سوله کې ژوند وکړي.»

ټرمپ د امریکا دفاع وزارت نوم «جګړې وزارت» ته بدل کړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

د جګړې وزیر په خپلو څرګندونو کې د « ځواک له لارې سوله» اصل یو ځل بیا یادونه کړې او ټینګار یې کړی، چې د پوځي ځواک او چمتووالي له لارې به د هېواد د سولې او امنیت ضمانت وشي.

د امریکا د ولسمشر له لوري د دفاع وزارت نوم چې د جګړې وزارت په نوم بدل شو، نو ورسره سمدستي د دغه وزارت ټولې لوحې، لوګو او ان د وزیر د دروازې تر شا لیکل شوي دفاع وزارت هم پر جګړې وزارت واړول شو.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

کیېر سټارمر د خپلې مرستیالې له استعفا وروسته په کابینه کې بدلونونه اعلان کړل

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۶ GMT+۱

د برېټانیا لومړي وزیر کیېر سټارمر، د خپلې مرستیالې «انجلا رینر» له استعفا وروسته په کابینه کې پراخ بدلونونه راوستي دي، څو د خپلې واکمنۍ اقتدار بیا ټینګ کړي.

د راپورونو له مخې، سټارمر د جمعې په ورځ، د بهرنیو چارو وزیر «ډېوېډ لامي» د نوي مرستیال په توګه وګوماره او د هغه پر ځای یې د کورنیو چارو وزیره «یوټ کوپر» بهرنیو چارو وزارت ته ولېږله.

په همدې لړ کې، د عدلیې وزیره «شبانه محمود» د کورنیو چارو وزارت ته وټاکل شوه. درې واړه هغه کسان ګڼل کېږي چې سټارمر پرې بشپړ باور لري او د هغه له نږدې ټیم سره تړاو لري.

دغه بدلونونه وروسته له هغه وشول چې تېره اونۍ سټارمر دفتر د اقتصادي مشاورینو ټیم کې هم اصلاحات اعلان کړي وو.

د «انجلا رینر»استعفا بیا دا بدلونونه له تمې زیات ژور کړل او د هغې د مالیاتي دوسیې په اړه اوږدمهاله ګومانونه یې هم پای ته ورسول.

ایران: په تېرو ۷۰ ورځو کې نږدې ۹۱۷ زره افغان کډوال د دوغارون له لارې ستانه شوي

۱۵ وږی ۱۴۰۴ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۳ GMT+۱

د تابیاد د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو مرستیال وايي، له روان کال له پيل د وږي تر ۱۳مې پورې نږدې ۹۱۷ زره ناقانونه افغان کډال د دوغارون له پولې خپل هېواد ته ستانه شوي دي. مهدي رجبي ویلي، چې دغه کډوال یې په درناوي له ټولو امکاناتو سره ستانه کړي.

د تابیاد د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو مرستیال «مهدي رجبي» د جمعه په ورځ (د وږي ۱۴مه) رسنیو ته ویلي: «په تېرو ۷۰ ورځو کې د ناقانونه افغان کډوالو د ستنولو طرحې د پلي کېدو پر مهال، د هغوی د درناوي او له عزت سره د ایستلو لپاره له ټولو امکاناتو څخه د دوغارون بندر کې استفاده شوې ده.»

نوموړي زياته کړې، چې د افغان کډوالو د شړلو لړۍ لا هم دوام لري او ۹۰ سلنه یې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

رجبي ویلي: «د دوغارون پوله ناقانونه افغان کډوالو د بېرته تګ لپاره تر ټولو مهم او لومړنی سرحدي بندر دی. د ټولو خدمت‌ رسونکو، اجرائیه، امنیتي، نظامي، پولیسو، اردو، خیریه بنسټونو او ولسي ډلو په همکارۍ، د کډوالو د درناوي او عزتمند ستنیدو زمینه برابره شوې ده.»

د هغه په خبره، چې په دوغرون کې اوس د ناقانونه افغان کډوالو د انتظار وخت د قانوني مراحلو له پوره کولو وروسته، تر یو ساعت کم شوی دی.»

پاکستان او ایران نږدې هره ورځ په زيات شمېر افغان کډوال په جبري ډول له خپلو هېوادونو باسي.

د دواړو هېوادونو دغه اقدام نړیوالو بنسټونو، د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ او نورو نهادونو غندلی او غوښتنه یې کړې، چې باید دا پروسه په سم ډول تر سره شي.

سعودي عربستان د فلسطینیانو د جبري بې ځایه کېدو په تړاو د نتنیاهو پرلپسې څرګندونې غندلې

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۸ GMT+۱

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت له خپلې خاورې د فلسطینیانو جبري کډه کولو په تړاو د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پرلپسې څرګندونې غندلې. دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په جبري توګه کډه کولو ته د فلسطینیانو مجبورول د بشري حقونو او نړۍوالو قوانینو ښکار نقض بللی دی.

ریاض همداراز په دې برخه کې د مصر له دریځه په کلکه ملاتړ کړی دی.

سعودي عربستان د فلسطیني ولس پر وړاندې د اسراییل د یرغلیزو پالیسو د درولو لپاره د نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د لاس په کار کېدو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده، په هره پلمه چې وي، د فلسطینیانو کډې کولو ته مجبورول د منلو وړ ندي.

له دې سربېره سعودي عربستان یو ځل بیا په فلسطین کې د نسل وژنې او ترسره کړو جنایتونو په تړاو د اسراییلي چارواکو د ځواب ورکړې غوښتنه کړې او د دغې سیمې یوازنۍ حل لاره یې هم د ۱۹۶۷ کال د جغرافیا له مخې د ختیځ قدس په پلازمینې سره د فلسطین د خپلواک هېواد رامنځته کېدل ګڼلي دي.

ټرمپ د امریکا دفاع وزارت نوم «جګړې وزارت» ته بدل کړ

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۲ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو نوی اجرایوي فرمان لاسلیک کړی چې له مخې به یې د دغه هېواد د دفاع وزارت نوم په رسمي ډول د «جګړې وزارت» ته بدل شي.

ټرمپ د دې پرېکړې دلیل د امریکا د پوځي ځواکونو د «واقعي ماموریت روښانه کول» یاد کړی او ویلي یې دي چې د دغه وزارت دنده یوازې دفاع نه، بلکې د امریکا د «ملي ګټو د خوندیتوب لپاره فعاله جګړه» ده.

شنونکي وایي، دا ګام به په امریکا کې پراخ سیاسي او حقوقي بحثونه راپورته کړي، ځکه چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۴۹کال کې د «جګړې وزارت» نوم په «دفاع وزارت» بدل شوی و.

د ټرمپ د دې فرمان د پلي کېدو لپاره لا هم د کانګرس تایید ته اړتیا ده او د ډیموکراتانو مخالف دریځ ښيي چې دا موضوع به په واشنګټن کې لانجمنه شي.

د افغانستان اسمان به د یکشنبې په ماښام د سپوږمۍ بشپړ نیونه«خسوف» ولري

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۹ GMT+۱

د افغانستان اسمان به د یکشنبې په ماښام د سپوږمۍ بشپړ نیونه «خسوف»لرونکی وي. د نسا ادارې د معلوماتو له مخې، دا نادره اسماني پېښه به نه یوازې په افغانستان، بلکې د اسیا، اروپا، افریقا او استرالیا په ډېرو برخو کې هم ولیدل شي، خو د امریکا په ډېری سیمو کې به د لیدو وړ نه وي.

د«ټایم اینډ ډیټ» ویبپاڼې د مهالویش له مخې، په افغانستان کې به دا سپوږمۍ‌ نیونه د ماښام په ۷:۵۸دقیقو پیل شي او تر شاوخوا ۱۰:۴۱بجو پورې به سپوږمۍ په بشپړ ډول د ځمکې په سیوري کې پټه وي.

دا حالت به څه باندې یو ساعت او ۲۲دقیقې دوام وکړي او سپوږمۍ به په دې موده کې سور رنګه ښکاري.

د نسا کارپوهان وايي، د سپوږمۍ دا سور رنګ د لمر د وړانګو د ځمکې د فضا له لارې د تېرېدو پایله ده.

په دې بهیر کې د لمر نیلي وړانګې خپرېږي او یواځې سرې وړانګې د سپوږمۍ سطحې ته رسېږي.

نسا ټینګار کړی، چې د دې پېښې ننداره د سترګو لپاره هېڅ زیان نه لري او د لمر نیونې په څېر د ځانګړو حفاظتي عینکو اړتیا نه شته. له همدې امله، د افغانستان خلک کولای شي د دې اسماني ښکلا ټول پړاوونه په خپلو سترګو خوندي ډول وګوري.