ټرمپ د امریکا دفاع وزارت نوم «جګړې وزارت» ته بدل کړ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو نوی اجرایوي فرمان لاسلیک کړی چې له مخې به یې د دغه هېواد د دفاع وزارت نوم په رسمي ډول د «جګړې وزارت» ته بدل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو نوی اجرایوي فرمان لاسلیک کړی چې له مخې به یې د دغه هېواد د دفاع وزارت نوم په رسمي ډول د «جګړې وزارت» ته بدل شي.
ټرمپ د دې پرېکړې دلیل د امریکا د پوځي ځواکونو د «واقعي ماموریت روښانه کول» یاد کړی او ویلي یې دي چې د دغه وزارت دنده یوازې دفاع نه، بلکې د امریکا د «ملي ګټو د خوندیتوب لپاره فعاله جګړه» ده.
شنونکي وایي، دا ګام به په امریکا کې پراخ سیاسي او حقوقي بحثونه راپورته کړي، ځکه چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۴۹کال کې د «جګړې وزارت» نوم په «دفاع وزارت» بدل شوی و.
د ټرمپ د دې فرمان د پلي کېدو لپاره لا هم د کانګرس تایید ته اړتیا ده او د ډیموکراتانو مخالف دریځ ښيي چې دا موضوع به په واشنګټن کې لانجمنه شي.

د افغانستان اسمان به د یکشنبې په ماښام د سپوږمۍ بشپړ نیونه «خسوف»لرونکی وي. د نسا ادارې د معلوماتو له مخې، دا نادره اسماني پېښه به نه یوازې په افغانستان، بلکې د اسیا، اروپا، افریقا او استرالیا په ډېرو برخو کې هم ولیدل شي، خو د امریکا په ډېری سیمو کې به د لیدو وړ نه وي.
د«ټایم اینډ ډیټ» ویبپاڼې د مهالویش له مخې، په افغانستان کې به دا سپوږمۍ نیونه د ماښام په ۷:۵۸دقیقو پیل شي او تر شاوخوا ۱۰:۴۱بجو پورې به سپوږمۍ په بشپړ ډول د ځمکې په سیوري کې پټه وي.
دا حالت به څه باندې یو ساعت او ۲۲دقیقې دوام وکړي او سپوږمۍ به په دې موده کې سور رنګه ښکاري.
د نسا کارپوهان وايي، د سپوږمۍ دا سور رنګ د لمر د وړانګو د ځمکې د فضا له لارې د تېرېدو پایله ده.
په دې بهیر کې د لمر نیلي وړانګې خپرېږي او یواځې سرې وړانګې د سپوږمۍ سطحې ته رسېږي.
نسا ټینګار کړی، چې د دې پېښې ننداره د سترګو لپاره هېڅ زیان نه لري او د لمر نیونې په څېر د ځانګړو حفاظتي عینکو اړتیا نه شته. له همدې امله، د افغانستان خلک کولای شي د دې اسماني ښکلا ټول پړاوونه په خپلو سترګو خوندي ډول وګوري.

د یمن کورنیو چارو وزیر اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې یې د ایران اړوند یوه داسې فابریکه ضبط کړې، چې د نشه يي تابلیتونو د تولید لپاره جوړېده.
د یمن د کورنیو چارو وزیر ابراهیم علي احمد حیدان د جمعه په ورځ (د وږي ۱۴مه ) د «الحدث» ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، د یمن امنیتي ځواکونو یو سوریایي او یو لبنانی وګړی نیولي، چې هڅه یې کوله په یمن کې د کپتاګون تولید یوه فابریکه فعاله کړې.
هغه ټینګار کړی، چې دا هڅې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د رژیم د سقوط سره تړاو لري.
وزیر ویلي چې د دغو فعالیتونو موخه د نشه يي موادو د قاچاقي شبکو پراخول او د سیمې بېثباته کول دي.
د «یمن انلاین» ویب پاڼې د زمري په ۱۳مه راپور ورکړی و، چې د نشه يي موادو په وړاندې په عملیاتو کې له ۱.۵ میلیونه ډېر د کپتاګون تابلیتونه نیول شوي او دا ښيي چې د سوریې څخه یمن ته د نشه يي موادو د قاچاق لارو کې ستراتیژیک بدلون راغلی.
په راپور کې ویل شوي، چې نیول شوي توکي په یوه یخچال لرونکي لارۍ کې ځای پر ځای شوي وه، چې د حوثیانو تر واک لاندې صنعا څخه سعودي عربستان ته روانه وه.»

د کاناډا لومړي وزیر«مارک کارني»ویلي چې د اوکراین متحدین د روسیې پر ضد د نویو بندیزونو د یوه تازه پړاو د عملي کېدو لپاره تیاری نیسي.
مارک کارني،د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د دغو بندیزونو موخه به د روسیې د جګړې ماشین لا پسې کمزوری کول وي او هغه سرچینې به محدودې کړي چې د اوکراین پر وړاندې د جګړې د دوام لپاره ترې کار اخلي.
هغه زیاته کړه،چې د بندیزونو د نوي پړاو په اړه د متحدو هېوادونو ترمنځ همغږي روانه ده او ډېر ژر به په ګډه اعلان وکړي.
تر اوسه د بندیزونو د جزییاتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د لوېدیځو هېوادونو پخوانیو اقداماتوکې د روسي چارواکو، پوځي سکتور او د انرژۍ صنعت په نښه کول شامل وو.

د جرمني د کډوالو او پناه غوښتنې ادارې اعلان کړی چې په روان میلادي کال کې د دې هېواد تر ټولو ډېر د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د افغانانو له لوري ثبت شوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې، د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۰۲۵ د اګست تر پایه، ټول ۱۰۴ زره او ۱۲ کسان په جرمني کې د پناه غوښتنې لپاره مراجعه کړې ده.
له دې ډلې ۷۸ زره او ۲۴۶ کسان لومړی ځل دی چې د پناه غوښتنې غوښتنلیک وړاندې کوي.
یوازې افغانانو په همدې موده کې ۱۴ زره او ۸۶۵ لومړني او ۱۵ زره او ۹۱۴ تکراري غوښتنلیکونه ثبت کړي دي.
د ادارې په وینا، تکراري غوښتنلیکونه معمولا هغه مهال کېږي چې قوانین بدلون ومومي، تازه اسناد وړاندې شي یا د پناغوښتونکو هېواد وضعیت نور هم خراب شي.
د اروپايي محکمې پرېکړه
د افغانانو د غوښتنلیکونو په زیاتوالي کې لویه ونډه د اروپايي محکمې هغه حکم بلل شوی چې تېر کال د اکتوبر په میاشت کې صادر شو.
محکمې د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې محدودیتونه د «جنسي تبعیض او ځورونې» په توګه وپېژندل او ټینګار یې وکړ چې د افغان ښځو د پناه غوښتنو د ارزونې لپاره یوازې د هغوی تابعیت او جنسیت کافي ګڼل کېږي.
د جرمني د کډوالو ادارې په وینا، یوازې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۹ زره او ۱۳۹ افغان ښځو تکراري غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي.
د اګست میاشت کې کمښت
سره له دې چې د پناه غوښتنو شمېر په ټوله کې زیات شوی، د اګست میاشتې په پرتله له جولای سره ۵،۹ سلنه کمښت لیدل شوی او غوښتنلیکونه ۷ زره او ۸۰۳ ته راټیټ شوي دي.
دا شمېر د تېر کال د اګست په پرتله چې له ۱۸ زرو ډېر و، د پام وړ راکم ښودل شوی دی.
افغانستان د ۱،۹۶۸ لومړنیو غوښتنلیکونو په ثبتولو سره بیا هم د پناه غوښتونکو هېوادونو په سر کې دی.
له هغه وروسته سوریه د ۱،۳۷۰ او ترکیه د ۸۴۸ غوښتنلیکونو سره په دویم او درېیم ځای کې راغلي دي.
د جرمني د حکومت سخت دریځ
د افغانانو د پناه غوښتنو زیاتوالی په داسې حال کې دی چې د جرمني نوی حکومت د کډوالۍ په برخه کې سخت دریځ خپل کړی او د پناه غوښتونکو پر مخ یې د دروازو تړلو هڅې زیاتې کړي دي.
په تېرو میاشتو کې دغه هېواد دوه ځله هغه افغانان بېرته کابل ته شړلي دي چې په درنو جرمونو تورن وو.
د دې بهیر د اسانولو لپاره برلین له طالبانو سره هم هوکړې کړې او د افغانستان د قونسلګریو د فعالېدو اجازه یې هم ورکړې ده.
خو د بشري حقونو سازمانونه او د کډوالو د ملاتړ ادارې د جرمني دا اقدام له سختو غبرګونونو سره مخ کړی دی.
هغوی خبرداری ورکړی چې د افغانانو جبري ایستل د ژنیو کنوانسیون او نورو نړیوالو تړونونو خلاف دي او د شړل شویو کسانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، ښايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نږدې راتلونکي کې بیا ځلي مخامخ لیدنه ولري. هغه زیاته کړې څنګه چې د الاسکا ناستې چمتوالی په چتکۍ ترسره شو، دغه لېدنه به هم همداسې ترسره شي.
دیمیتري پسکوف د روسیې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي:«لکه څنګه چې د پوتین او ټرمپ د الاسکا ناستې چموالی په چټکۍ سره ترسره شو، راتلونکې لیدنه هم کولای شي له ځنډ پرته همداسې تنظیم شي.»
پر همدغه مهال د کرملین ماڼۍ ویاند ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ډېپلوماسۍ سوداګریز چلند «ډېر سیاسي» دی، خو د هغه په وینا دا په ښه او مثبته معنا دی.
نوموړي د خپلو خبرو د دوام پرمهال ټینګار کړی، چې روسیه غواړي د اوکراین جګړه د سیاسي او ډېپلوماټیکو لارو حل کړي.
نوموړي زیاته کړې: «که ټرمپ وکولای شي موږ ته د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو امکانات برابر کړي، زموږ ګټې به سره یو ځای شي او باید هرکلی یې وشي.»
د کرملین ماڼۍ ویاند په داسې حال کې د پوتین او ټرمپ د احتمالي لیدني په اړه خبر ورکړی، چې د دواړو هېوادونو مشرانو شاوخوا درې اوونۍ وړاندې هم په الاسکا کې سره لیدلي.
