په جرمني کې د افغانانو د پناه غوښتنې کچه لوړه شوې ده

د جرمني د کډوالو او پناه غوښتنې ادارې اعلان کړی چې په روان میلادي کال کې د دې هېواد تر ټولو ډېر د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د افغانانو له لوري ثبت شوي دي.
د جرمني د کډوالو او پناه غوښتنې ادارې اعلان کړی چې په روان میلادي کال کې د دې هېواد تر ټولو ډېر د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د افغانانو له لوري ثبت شوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې، د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۰۲۵ د اګست تر پایه، ټول ۱۰۴ زره او ۱۲ کسان په جرمني کې د پناه غوښتنې لپاره مراجعه کړې ده.
له دې ډلې ۷۸ زره او ۲۴۶ کسان لومړی ځل دی چې د پناه غوښتنې غوښتنلیک وړاندې کوي.
یوازې افغانانو په همدې موده کې ۱۴ زره او ۸۶۵ لومړني او ۱۵ زره او ۹۱۴ تکراري غوښتنلیکونه ثبت کړي دي.
د ادارې په وینا، تکراري غوښتنلیکونه معمولا هغه مهال کېږي چې قوانین بدلون ومومي، تازه اسناد وړاندې شي یا د پناغوښتونکو هېواد وضعیت نور هم خراب شي.
د اروپايي محکمې پرېکړه
د افغانانو د غوښتنلیکونو په زیاتوالي کې لویه ونډه د اروپايي محکمې هغه حکم بلل شوی چې تېر کال د اکتوبر په میاشت کې صادر شو.
محکمې د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې محدودیتونه د «جنسي تبعیض او ځورونې» په توګه وپېژندل او ټینګار یې وکړ چې د افغان ښځو د پناه غوښتنو د ارزونې لپاره یوازې د هغوی تابعیت او جنسیت کافي ګڼل کېږي.
د جرمني د کډوالو ادارې په وینا، یوازې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۹ زره او ۱۳۹ افغان ښځو تکراري غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي.
د اګست میاشت کې کمښت
سره له دې چې د پناه غوښتنو شمېر په ټوله کې زیات شوی، د اګست میاشتې په پرتله له جولای سره ۵،۹ سلنه کمښت لیدل شوی او غوښتنلیکونه ۷ زره او ۸۰۳ ته راټیټ شوي دي.
دا شمېر د تېر کال د اګست په پرتله چې له ۱۸ زرو ډېر و، د پام وړ راکم ښودل شوی دی.
افغانستان د ۱،۹۶۸ لومړنیو غوښتنلیکونو په ثبتولو سره بیا هم د پناه غوښتونکو هېوادونو په سر کې دی.
له هغه وروسته سوریه د ۱،۳۷۰ او ترکیه د ۸۴۸ غوښتنلیکونو سره په دویم او درېیم ځای کې راغلي دي.
د جرمني د حکومت سخت دریځ
د افغانانو د پناه غوښتنو زیاتوالی په داسې حال کې دی چې د جرمني نوی حکومت د کډوالۍ په برخه کې سخت دریځ خپل کړی او د پناه غوښتونکو پر مخ یې د دروازو تړلو هڅې زیاتې کړي دي.
په تېرو میاشتو کې دغه هېواد دوه ځله هغه افغانان بېرته کابل ته شړلي دي چې په درنو جرمونو تورن وو.
د دې بهیر د اسانولو لپاره برلین له طالبانو سره هم هوکړې کړې او د افغانستان د قونسلګریو د فعالېدو اجازه یې هم ورکړې ده.
خو د بشري حقونو سازمانونه او د کډوالو د ملاتړ ادارې د جرمني دا اقدام له سختو غبرګونونو سره مخ کړی دی.
هغوی خبرداری ورکړی چې د افغانانو جبري ایستل د ژنیو کنوانسیون او نورو نړیوالو تړونونو خلاف دي او د شړل شویو کسانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.