• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شفقت علي خان: په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې خنډ جوړوي

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۹ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان یوځل بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو د شتون په اړه اندېښنه ښودلي ده. نوموړي ویلي، د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو د خوندي ځایونو شتون د پاکستان او افغانستان ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې خنډ ګرځي.

شفقت علي خان دا څرګندونې د جمعې په ورځ د اونیز خبري کنفرانس پر مهال کړي.

نوموړي وویل:«ترهګرې ډلې د سیمې د سولې او ثبات ګډ دښمنان دي او د له منځه وړلو لپاره یې ګډو هڅو ته اړتیا ده.»

نوموړي یوځل بیا له افغان طالبانو غوښتنه کړې، چې د ترهګرۍ د ګډې ستونزې په حل کې دې همکاري زیاته کړي.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې څه باندې یوه اوونۍ وړاندې د پاکستان پوځ په خوست او ننګرهار کې هوايي برېدونه وکړل او طالبانو د یادو هوايي برېدو وروسته په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ.

دا لومړۍ ځل نه دی چې پاکستان د افغانستان په خاور د ترهګرو د پټنځایونو د شتون ادعا کوي تر دې مخې هم د دغه هېواد چارواکو ورته ادعاوې کړي، خو افغان طالبانو هر ځلې رد کړي او ویلي یې دي چې هېڅ ترهګرې ډلې ته به اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان له خاورې خپلو ترهګریزو موخو ته ورسېږي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

وروستیو زلزلو له پاکستان څخه د اېستل شوو افغانانو ژوند لا سخت کړی

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۲ GMT+۱

د افغانستان ختیځ کې وروستیو زلزلو د هغو افغانانو پر ژوند دروند ګوزار کړی، چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستان څخه په زوره اېستل شوي دي. په کونړ کې د مسعود کلي اوسېدونکي وایي، د زلزلې له امله لسګونه کورونه ویجاړ شوي او ګڼې کورنۍ بې‌سرپناه پاتې دي.

نذرشاه، چې څو میاشتې وړاندې له پاکستان څخه شړل شوی، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په دې پېښه کې یې شپږ خپلوان له لاسه ورکړي، انا یې ټپي شوې او کور یې په کنډواله بدل شوی دی.

هغه زیاتوي: «موږ خپل سرپناه له لاسه ورکړه، اوس د سیند پر غاړه تر یو ترپال لاندې ژوند کوو.»

د ځايي سرچینو په وینا، زلزلې یوازې د نذرشاه کورنۍ نه ده ځپلې، بلکې په زرګونو کورونه یې وران کړي، له ۲۲۰۰ ډېر کسان یې وژلي او تر ۳۶۰۰ زیات یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د بهرنیو مرستو کموالي د ژغورنې او مرستو بهیر هم له ستونزو سره مخ کړی دی.

مرستندوی ډاکټر حضرت ګل رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ډېرې کورنۍ له څو ورځو راهیسې بې درملنې پاتې دي.

نوموړی زیاتوي: «که بارانونه ډېر شي، خدای پوهېږي څه به پېښ شي، ترپالونه د توپان پر وړاندې هېڅ نه شي کولای.»

په ورته مهال، هغه افغانان چې د پاکستان د شړلو له امله بېرته هېواد ته ستانه شوي وايي له دې طبیعي افتونو سره د ژوند پرمخ وړل ورته لا ستونزمن شوي دي.

یو مذهبي سازمان له امریکا نه د افغان عیسوي کډوالو د احتمالي اخراج په اړه اندېښمن دی

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۶ GMT+۱

په امریکا کې مېشت د عیسويانو ملاتړ نړۍوال سازمان له متحده ایالاتو نه د افغان عیسوي کډوالو د احتمالي اېستلو په اړه اندېښنه ښودلې ده. دغه سازمان ویلي، افغان عیسوي کډوالو ته رسمي خبرداری ورکړل شوی چې ښایي افغانستان ته واستول شي.

د عیسويانو نړۍوال سازمان (ICC) ویلي، د دغه سازمان موندنې ښیي چې امریکایي چارواکي که څه هم د افغان عیسوي کډوالو سره خواخوږي لري؛ خو د هغوی لپاره د ډاډګېرنې یا ځانګړې مرستې چمتو کولو ته لېواله نه‌دي.

د بیان له‌مخې؛ امریکایي چارواکي غواړي چې د افغان عیسوي کډوالو وضعیت د عادي کډوالۍ چېنلونو له لارې مخته یوسي.

دغه مذهبي نړۍوال سازمان د نړۍوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون د راپور تر خپرېدو وروسته خپلې اندېښنې څرګندې کړې. دغه راپور تېره اوونۍ خپور شوی دی.

په امریکا کې مېشت کمېسیون په خپل راپور کې ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې د مذهبي لږکیو ځپلو او په نښه کولو ته دوام ورکړی دی.

همداراز د نړۍوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون د افغان کډوالو لپاره د لنډمهاله خونديتوب وضعیت د بیارغونې غوښتنه کړې ده.

د یاد کمېسیون مرستیال اصف محمود وویل: «حکومت او کانګرس باید د زیانمنو افغان مذهبي لږکیو ته په لومړیتوب ورکولو سره د مذهب او عقیدې ازادۍ ته خپله ژمنتیا څرګنده کړي.»

ملګري ملتونه: له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر د زلزلې دپاسه یو بل ناورین دی

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ اندېښنه ښوولې، چې له پاکستانه تازه د کډوالو د اېستلو بهیر پیل شوی او دغه بهیر د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې دپاسه یو بل ناورین رامنځته کړی. دغه سازمان ویلي، چې هېواد ته ستنېدونکي کسان د لومړنیو اړتیاوو نشتوالي، فقر او بې‌روزګارۍ سره مخ کېږي.

دغه سازمان په یوه ویډیويي پېغام کې زیاته کړې، طالبانو وار دمخه په افغانستان کې پر ښځو سخت محدودیتونه او بندیزونه لګولي چې له کبله به یې هېواد ته ستنېدونکې نجونې او مېرمنې هم له دې برخلیک سره مخې شي. د کډوالو لپاره د ملګري ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو پر بنسټ؛ په تورخم کې کډوال بېړنیو بنسټیزو مرستو ته اړتیا لري او د هېوادونو تر څنګ یې له خلکو غوښتي، چې په دې برخه کې خپلې مرستې وکړي.

دا اندېښنه داسې مهال ښوول کېږي، چې پاکستان د روان زېږدیز کال د سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د افغانانو د اېستلو بل پړاو پیل کړی دی. په دې لړۍ کې بې‌اسناده افغانان او هغه کډوال هم شامل دي چې د ملګرو ملتونو له لوري ورته د «پي او ار»‌ په نوم کارتونه ورکړل شوي دي.

که څه هم د نړۍ یو شمېر هېوادونو او د بشري حقونو سازمانونو له دغه هېواده غوښتي، چې د افغانانو د اېستلو روان بهیر دې ودروي؛ خو اسلام‌اباد بیا دغه غوښتنې په پام کې نه دي نیولې او د اېستلو لپاره پولیسو په بېلابېلو ایالتونو کې د کډوالو د لټون پسې کور په کور عملیات پیل کړي دي.

هم‌مهاله له ایرانه هم د افغانانو د اېستنې بهیر روان دی؛ خو دغه بهیر د تېرو دوو میاشتو پرتله اوس سوکه شوی. ایران یوازې د روان کال له پیله تر اوسه ۱.۸مېلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي دي. همدا راز پاکستان هم د روان زېږدیز کال له پیله تر ۳۰۰زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.

د بشري حقونو سازمانونه او ملګري ملتونه وایي، د دغو کډوالو د ستنېدو له امله په افغانستان کې وار دمخه شته بشري ناورین نور هم پراخ شوی او همدا راز د فقر تر څنګ د بې‌روزګارۍ کچه هم لوړه شوې ده. اندېښنې دا د‌ي، چې له پاکستانه د کډوالو د اېستلو لړۍ پراخېدو سره به دغه ناورین لا پسې زیات شي.

د زلزلې رواني اغېزې؛ «د مېندو شېدې وچې شوې او د ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ دی»

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۴ GMT+۱
•
ظاهر څراغ

د افغانستان په ختیځ کې له زورورې زلزلې وروسته د کونړ، ننګرهار او لغمان په ځینو سیمو کې د سختې وېرې او رواني فشار له امله د یو شمېر مېندو شېدې کمې او یا هم بیخي وچې شوې دي. دغه وضعیت د هغو ماشومانو لپاره چې د مور په شېدو تغذیه کېږي، د جدي اندېښنې وړ دی.

سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې مرکز اسعداباد، خاص کونړ، نرنګ، سرکاڼو، شیګل وټه‌پور، ماڼوګی او چپه دره هغه ولسوالۍ دي چې ښځې په‌کې له رواني فشارونو او وېرې له امله سختې اغېزمنې شوې دي. دغه وضعیت د دې لامل شوی، چې شېدې ورکوونکې مېرمنې نه‌شي کولای خپلو ماشومانو ته شېدې ورکړي.

روغتیاپالان وایي، کله چې ښځې له سختو طبیعي پېښو، وېرو او رواني ټکانونو سره مخامخ کېږي؛ د بدن هورموني سېستم سخت اغېزمنېږي او په پایله کې د هغوی د شېدو تولید ورسره کمېږي. د روغتیاپالانو په وینا؛ دغه مېرمنې د فزیکي ملاتړ ترڅنګ رواني ملاتړ او پاملرنې ته هم اړتیا لري.

یوه روغتیاپاله چې د کونړ په یوه ځايي کلینیک کې د ښځو او ماشومانو درملنه کوي، وايي: «په تېرو څو ورځو کې ډېرې داسې مېندې موږ ته راغلې دي، چې وايي شېدې یې وچې شوې دي. دا یوه طبیعي موضوع ده، ځکه چې د وېرې او فشار له امله د ښځې بدن هورمون بدلېږي.»

همداراز دغه روغتیاپاله د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي او زیاتوي، چې دا ډېره لویه ننګونه ده. هغې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «موږ ډېر لږ امکانات لرو. د رواني ملاتړ لپاره هېڅ پروګرام نه‌شته. د ښځو لپاره ښځینه ارواپوهانې بیخي نه‌لرو؛ یوازې څو قابله‌ګانې او نرسانې دي. دا حالت زموږ لپاره لویه ننګونه ده.»

په ډېرو هېوادونو کې د طبیعي پېښو او ناورینونو له امله اغېزمنو خلکو ته د رواني ملاتړ ځانګړي پروګرامونه جوړېږي او د ارواپوهانو ډلې د مرستې لپاره سیمو ته استول کېږي. دغه ملاتړ نه یوازې د ښځو؛ بلکې د ټولو اغېزمنو کسانو د رواني او ټولنیز ټیکاو لپاره ډېر مهم بلل کېږي.

په کونړ او د افغانستان په نورو سیمو کې د روغتیايي اسانتیاوو کمښت او د متخصصو ښځینه ارواپوهانو نشتوالي دغه ستونزه نوره هم پېچلې کړې ده. د افغانستان انټرنشنل-پښتو د روغتیايي سرچینو څخه د ترلاسه‌شویو معلوماتو له‌مخې؛ په ځینو ولسوالیو کې ښځینه روغتیاپالانې د ګوتو په شمېر دي او د ښځینه ارواپوهانو حضور بیا چې وکړای شي اغېزمنو ښځو ته رواني ملاتړ وړاندې کړي، تر ډېره بریده ناشونی ښکاري.

ارواپوه محمد (مستعار نوم) وایي، د زلزلې د اغېزو تر څنګ، د رواني ملاتړ نشتوالی د ښځو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښونو سره مخ کوي. د هغه په باور، اړینه ده چې د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو او روغتیايي ادارو له‌خوا د رواني او ټولنیز ملاتړ لپاره ځانګړې پروژې پیل شي؛ څو د مېندو او ماشومانو د ژوند خوندیتوب تضمین شي.

د روغتیايي کارکوونکو په وینا؛ رواني ملاتړ د دغه ښځو لپاره ډېر اړین دی ځکه چې یوازې درمل یا خوراکي توکي د ستونزې بشپړه درملنه نه‌شي کولای. د هغوی په باور، له نړۍوالو مرستندویه ادارو سره همغږي او د ارواپوهانو لېږل د حل یوازینۍ لاره ده.

د کونړ اوسېدونکي وایي، زلزلې یوازې د خلکو کورونه او شتمنۍ نه؛ بلکې د هغوی ذهني او رواني وضعیت هم سخت اغېزمن کړی دی. که د مېندو او ماشومانو د ملاتړ لپاره بېړني ګامونه پورته نه شي، د هغوی روغتیا به له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي. دوی له نړۍوالو بنسټونو او طالبانو غوښتنه کوي، چې د کونړ زلزله‌ځپلو ته ځانګړې رواني او روغتیايي مرستې برابرې کړي؛ څو د مېندو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښه وژغورل شي.

د هېواد په ختیځ، په ځانګړې توګه کونړ کې پرله‌پسې زلزلې د ښځو ترڅنګ ماشومان هم سخت ځپلي دي. تازه د ماشومانو د ژغورنې ادارې (Save the Children) ویلي، د افغانستان په ختیځ کې په پرله‌پسې توګه د زلزلو جټکو هغه ماشومان سخت وېرولي چې په وروستۍ خونړۍ زلزله کې یې خپلې مېندې او پلرونه له لاسه ورکړي دي. دغه زلزله په تېرو ۳۰ کلونو کې بې‌سارې وه او د مړو شمېر یې ۲۲۰۰ څخه هم لوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له‌مخې، له ۲۶۰ زرو ډېر ماشومان د یادې زلزلې له امله اغېزمن شوي او د شاوخوا ۲۸۰ ماشومانو مېندې او پلرونه په کې مړه شوي دي. همداراز له ۵ زرو ډېر کورونه نړېدلي او زرګونه کورنۍ اړې شوې، چې په خېمو یا هم تر شنه اسمان لاندې ژوند تېر کړي.

په افغانستان کې د ټول‌ګډوني حکومت د جوړونې په تړاو د شانګهای همکارۍ سازمان د دریځ هرکلی

۱۴ وږی ۱۴۰۴ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۴ GMT+۱

د سولې او عدالت ملي حرکت په افغانستان کې د ټول‌ګډوني حکومت د جوړونې په تړاو د شانګهای همکاریو سازمان د دریځ هرکلی کړی دی. دغه بنسټ په یوه بیان کې ویلي، چې د شانګهای همکاریو سازمان غړي باید «د یو مشروع، عادلانه او ټول‌ګډوني سیاسي نظام د جوړونې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.»

د شانګهای همکاریو سازمان د دوشنبې په ورځ د چین په تیانجین غونډه کې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې دې د ټولو قومي او سیاسي ډلو د استازو په ګډون یو ټول‌ګډونی حکومت جوړ شي او دا یې د تلپاتې سولې او ټیکاو د ترلاسه کولو یوازینۍ لاره بللې ده. دغه سازمان په خپل وروستي بیان کې همداراز ټینګار کړی، چې په افغانستان کې دې یو خپلواک، بې‌طرفه، له ترهګرۍ، جګړې او نشه‌يي توکو پاک حکومت جوړ شي.

د افغانستان د سولې او عدالت حرکت چې د محمدحنیف اتمر، معصوم ستانکزي، شاکر کارګر، جلیل شمس، نثاراحمد غوریاني او مبارز راشدي په ګډون د افغانستان د پخواني حکومت د یو شمېر سیاسي څېرو او چارواکو له‌خوا جوړ شوی، د شانګهای د همکاریو سازمان دریځ یې «غوره او عادلانه» بللی دی.

یاد بنسټ زیاته کړې: «د دغه ډول سیمه‌ییز او نړۍوال دریځ دوام کولای شي په افغانستان کې د ثبات پیاوړتیا، د خلکو بنسټیزو حقونو او ازادیو، ټولنیز عدالت او دایمي سولې د ټینګښت لپاره زمینه برابره کړي.»

د سولې او عدالت حرکت همداراز د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو غوښتي، چې د بین‌الافغاني خبرو اترو د اسانتیا او پیلېدو له لارې د یوه ټول‌ګډوني او عادلانه حکومت د جوړونې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.