په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د جوړونې په تړاو د شانګهای همکارۍ سازمان د دریځ هرکلی

د سولې او عدالت ملي حرکت په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د جوړونې په تړاو د شانګهای همکاریو سازمان د دریځ هرکلی کړی دی. دغه بنسټ په یوه بیان کې ویلي، چې د شانګهای همکاریو سازمان غړي باید «د یو مشروع، عادلانه او ټولګډوني سیاسي نظام د جوړونې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.»