په ترکیه کې ۲۹ افغان کډوال نیول شوي دي

د ترکیې ارزوروم ولایت رسنیز دفتر د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ترکیې پولیسو تېره میاشت په ارزوروم ښار کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۲۹ افغان کډوال نیولي دي.

د ترکیې ارزوروم ولایت رسنیز دفتر د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ترکیې پولیسو تېره میاشت په ارزوروم ښار کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۲۹ افغان کډوال نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کډوال پر ناقانونه لارو ترکیې ته د ورتګ په تور نیول شوي او څه باندې ۲۰ زره ډالره جریمه شوي هم دي.
په یادې خبرپاڼه کې د دغه کډوالو د هویت په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د انساني قاچاق په تړاو هم څلور کسان تر عدلي او قضايي څار لاندې دي او یو یې نیول شوی دی.
د ترکیې د ساحلي ګارډ قوماندانۍ د وېبپاڼې له مخې؛ په تېرو اتو میاشتو کې ۱۲زره او ۷۲۰ هغه کډوال چې د اعتبار وړ اسناد یې نه لرل، د سمندري کډوالو په نوم پېژندل شوي او په دې موده کې د ترکیې په بېلابېلو سیمو کې ۳۲ کډوال مړه شوي دي.


طالبانو په تازه پرېکړه کې د افغان ښځو انځورونه له پاسپورتونو څخه لرې کړي دي؛ خو د دغې ډلې د لوړپوړو چارواکو مېرمنې په ډیپلوماټیکو پاسپورتونو سره په ازاده توګه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کوي.
د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي ای اې) پخوانۍ کارکوونکې سارا اډمز د «طالبانو ښځې» تر نامه لاندې یو تازه کمپاین پیل کړی، چې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو د مېرمنو انځورونه یې په ډیپلوماټیکو پاسپورتونو کې خپاره کړي دي.
نوموړې ویلي دي: «که افغان ښځو ته اجازه نه وي، چې خپل انځورونه په پېژندپاڼو او پاسپورتونو کې ولري؛ نو د طالبانو د مشرانو مېرمنې هم باید له دې قاعدې څخه مستثنی نهوي». اډمز د طالب ډیپلوماټانو د مېرمنو انځورونه پر خواله رسنیو خپاره کړي، چې په روسیه، ایران، قزاقستان او پاکستان کې فعالیت لري.
له دې رسوایۍ وروسته طالبانو اعلان کړی، چې ښځې خپله واک لري چې دا پرېکړه وکړي چې پېژندپاڼو او پاسپورټونو کې خپل انځورونه کاروي یا نه. هممهاله د بشري او ښځینه حقونو یو شمېر فعالانو هم پر طالبانو نیوکې کړې، چې له دغه پرېکړې سره یې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه او بندیزونه لا ډېر کړي دي.
فعالانې نیوکې کوي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې ورځ تر بلې د ښځو پر وړاندې د ژوند کړۍ تنګېږي او باید نړۍواله ټولنه د دغه بندیزونو په تړاو پر کابل واکمنې ډلې باندې سخت فشارونه او بندیزونه وضعه کړي.

د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم د طبیعي پېښو شمېر زیات شوی دی، چې پکې زلزلې، سېلابونه او وبایي ناروغۍ د یادونې وړ دي. زلزلې د ځمکې دننه د بېلابېلو لویو تیکتونیکي تختو د ټکر له امله رامنځته کېږي.
ځمکپوهان وايي، چې د افغانستان لاندې ځمکه د اسیايي او یوریشیایي تختو د یو بل سره د ټکر له امله د نورو هېوادونو په پرتله ډېرې زلزلې رامنځته کوي. ځینې له دې زلزلې څخه د شدت له لوړې درجې برخمنې دي او ډېر شمېر انساني او مالي زیانونه رامنځته کوي.
د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د کونړ له تازه زلزلې وړاندې په تېره لسیزه کې په افغانستان کې د څلورو زلزلو له امله له ۷۰۰۰ څخه ډېر کسان مړه شوي دي. د کونړ او د ختیځ افغانستان په نورو ولایتونو کې د زلزلې د قربانیانو شمېر له یو نیم زره زیات دي او ټپیان هم په زرګونو کې دي.

د دې احتمال شته، چې دغه شمېره نوره هم زیاته شي، ځکه چې د لوړو غرونو لرې پرتو سیمو ته موټر نه شي ورتلی او معلومات په ځنډ سره رارسېږي. په تېرو څو کلونو کې د سېلابونو شمېر او کچه هم زیاته شوې، چې هېوادوالو ته یې انساني او مالي زیانونه پېښ کړي دي.

د اقلیم د بدلون له امله د بارانونو د ورښت ترتیب هم بدل شوی دی. ورښت اوس د پخوا په څېر یوازې د کال د اوړي او ژمي ځانګړو میاشتو پورې محدود نه دی، بلکې ناڅاپي او په داسې ورځو کېږي چې خلک ورته چمتووالی نه لري. کله چې د غرونو پر سر پرتې واورې او برف کوچونه له بارانونو سره ګډ شي، له دې څخه لوی سېلابونه رامنځته کېږي.
خو د طبیعي پېښو په اړه په دوه ټکو پوهېدل اړین دي. لومړی، طبیعي پېښو ته دغه نوم ځکه کارول کېږي، چې د دې پېښو راتګ د انسان په لاس کې نه دی، بلکې د طبیعت له خوا رامنځته کېږي. خو اوس علم او تجربې دا څرګنده کړې، چې د طبیعي پېښو په رامنځته کېدو کې د انسانانو اعمال هم رول لري. د بېلګې په توګه، په اقلیم کې د کاربن ډای اکسایډ زیات خپرېدل د طبیعي چاپېریال د زیانمنېدو لوی عامل دی، چې دا د انسانانو له لاسه رامنځته کېږي.
همدارنګه، په هېواد کې د ونو او بوټو شتون له یوې خوا د بارانونو د اوبو د جذب لپاره مثبت رول لوبوي او د وچکالۍ او قحطۍ مخنیوی کوي او له بلې خوا ونې او بوټي د طبیعي پېښو په وړاندې د خاورو او تېږو د بهېدو مخه نیسي. تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې ونې او بوټي د کاربن ډای اکسایډ په جذبولو سره د انسانانو په روغتیا کې هم ډېر مرسته کوي.
د یوه هېواد د ځمکې څو فیصده باید په ونو، بوټو او ځنګلونو پوښل شوې وي؟ د دې پوښتنې ځواب د هغه هېواد د ځمکني شرایطو پورې اړه لري، خو متخصصین وايي چې د یوه سالم چاپېریال لپاره د هېواد د ټولې ځمکې له ۲۵ څخه تر ۴۰ سلنه پورې باید په ځنګلونو پوښل شوې وي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، اوس د افغانستان د ځمکې یوازې ۲.۱ سلنه په ځنګلونو پوښل شوې ده، چې د نړۍوالو معیارونو په پرتله ډېر کم دی او دا هم د انسانانو د غفلت پایله ده.
دویمه مهمه او د یاد ساتلو خبره دا ده، چې که څه هم طبیعي پېښې د طبیعت له لوري راځي او ناڅاپه رامنځته کېږي، خو د دې پېښو د ځاني او مالي تاوان کچه د یوه هېواد چمتووالي پورې اړه لري. د طبیعي پېښو د عواقبو سره د مقابلې علم اوس یوه علمي رشته ده، چې په نړۍوالو پوهنتونونو کې د «طبیعي پېښو مدیریت» یا Natural Disaster Management په نوم تدریس کېږي او دغه فاکولتې د عملي روزنې څانګې هم لري. سربېره پر دې، د نړۍ زیات شمېر هېوادونه په دې برخه کې وزارتونه او موسسې لري او تجربې ښودلې، چې څومره دغه موسسې چمتو، منظمې او مجهز وي، هغومره د طبیعي پېښو له امله تاوان کمېږي.
د بېلګې په توګه، په جاپان کې ډېرې زلزلې رامنځته کېږي. د کلني اوسط په اساس، په جاپان کې هر کال شاوخوا ۱۵۰۰ زلزلې راځي، خو زیاتره یې سپکې وي. د رېښتر په کچه د پنځو درجو نه لوړ د زلزلو کلنۍ شمېره ۱۶۰ ده، خو بیا هم تاوانونه یې ډېر کم دي، ځکه جاپانیان د خپل ژوند ټول سیسټم د احتیاطي تدابیرو سره سم برابر کړی دی. د دوی د ودانیو جوړښت، د اضطراري شرایطو لپاره د خبرتیا نظام او د اغېزمنو خلکو لپاره د مرستو انتظام ټول د تاوانونو د مخنیوي لامل ګرځي.
په افغانستان کې پرله پسې جګړو او سیاسي ګڼې ګوڼې دولتي او ټولنیزې موسسې دومره کمزورې کړي، چې د طبیعي پېښو د عواقبو سره د مقابلې توان یې ډېر محدود دی، کوم چې د تاوان د لوړوالي سبب کېږي. په عمل کې زیاتره وخت د طبیعي پېښو د عواقبو د کنټرول بار د کلیو، بانډو او د سیمې د خلکو په اوږو پاتې کېږي.

په نږدې کلونو کې د طبیعي پېښو ځپلي خلک له وړتیا لرونکي دولتي مرستې محروم پاتې کېږي، ځکه چې د طالبانو له خوا د ښځو پر تعلیم او کار د ناروا بندیزونو له امله په روغتونونو کې ښځینه ډاکټرانې، نرسانې او قابله ګانې نشته. دغه وضعیت په طبیعي پېښو کې د ټپي شویو ښځو د درملنې پر مهال جدي ستونزې رامنځته کوي، لکه څنګه چې د کونړ اوسنۍ زلزله یې ښه مثال دی.

همدارنګه، د طالبانو ادارې کار مسلکي کسانو ته نه دي سپارلي او په هره څوکۍ یې داسې ملايان کېنولي، کوم چې د اغېزمنو خلکو سره د مرستې کولو وړتیا نه لري. برسېره پر دې، د طالبانو د ادارې عدم مشروعیت د طبیعي پېښو پر مهال د نړۍوالو مرستو په جذبولو کې خنډونه رامنځته کوي. د طالبانو د ادارې دغه کمزورتیاوې یو بشري افت دی. د دې حل د نجونو په تعلیم او د ښځو په کار باندې د بندیزونو لرې کول او د خلکو په خوښه د تبعیض نه پاک داسې نظام جوړول دي، چې کارونه په کې اهل کسانو ته وسپارل شي.

فاکس نیوز راپور ورکړی، چې په غزه کې د «امیر» په نوم یو ماشوم چې مخکې د اسراییلي پوځ له لوري یې د وژل کېدو راپور ورکړل شوی و، ژوندی موندل شوی دی. د ماشوم اصلي نوم عبدالرحیم محمد حمدان دی، چې د «عبود» په نوم پېژندل کېږي او له خپلې مور نجلاء سره له غزې وتلی دی.
۸ کلن عبود فاکس نیوز ته ویلي: «له غزې بهر ژوند ښکلی دی.» په راپور کې راغلي، چې د عبود او د هغه د مور هویت د «غزې مرستندویه بنسټ» له لوري د څېرې پېژندنې د سافټویر له لارې تایید شوی دی.
د عبود د وژل کېدو کیسه په لومړي ځل د انتوني اګیلار له لوري خپره شوې وه، چې د غزې د مرستندویه بنسټ پخوانی قراردادي او د امریکا د پوځ تقاعد شوی افسر دی.
هغه ویلي و، چې د اسراییل د پوځ له خوا د یوه وژونکي برید شاهد و.
د غزې مرستندویه بنسټ ویلي، چې عبود او د هغه مور د یو شمېر پخوانیو امریکايي سرتېرو په مرسته خوندي ځای ته انتقال شوي او دوی باور لري، چې دا مور او زوی به اوس نوی ژوند پیل کړي.

د ډنمارک د کډوالو شورا مشرې د طالبانو د کډوالو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې غوښتنه وکړه، چې د بشري مرستو د پر وخت رسولو لپاره باید اداري چارې ساده شي. چارلت سلنته وویل: «د لنډمهاله مرستو ترڅنګ باید د کډوالۍ د کړکېچ د حل لپاره دایمي حللارې هم ولټول شي.»
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په وینا، هغې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل د اندېښنې وړ وبلل او ژمنه یې وکړه، چې خپلې اندېښنې به د دواړو هېوادونو له چارواکو سره شریکې کړي.
میرمن سلنته دا هم وویل، چې د دوی شورا د افغانستان ختیځ ته بېړنۍ مرستې استولي دي او زیاته کړې یې ده، چې د افغان کډوالو ستونزې به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څنډیزو ناستو کې هم مطرح کړي.
د طالبانو د کډوالو وزارت لیکلي، چې په دې لیدنه کې د زلزلهځپلو سره د مرستو او د اېستل شویو کډوالو د ملاتړ په اړه خبرې شوې دي.
مولوي عبدالکبیر د ډنمارک د کډوالو له شورا وغوښتل، چې د نغدي مرستو د ورکولو او د زیانمنو شویو خلکو د کورونو د بیا رغونې په برخه کې همکاري وکړي.
دغه لیدنه په داسې حال کې شوې، چې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو لهخوا د کډوالو د پراخ اېستلو، د اقلیم د بدلون له امله د وژونکو طبیعي پېښو او د طالبانو لهخوا د پراخو بشري حقونو د نقض له کبله له یوه بشري ناورین سره مخ دی.
د طالبانو د رسمي شمېرو له مخې، د جمعې په ورځ د کونړ د زلزلې د قربانیانو شمېر له ۲۲۰۰ کسانو څخه اوښتی او له ۳۶۰۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.
ځايي چارواکو خبرداری ورکړی، چې ښايي د مړو شمېر به لا ډېر شي، ځکه ځینې کلي په بشپړ ډول ویجاړ شوي او د لارو بندېدو له امله تر اوسه ورته مرستې نه دي رسېدلي.

طالبان وایي، چې د پنجشنبې په ورځ له پاکستان او ایران څخه شاوخوا ۲۹۰۱ کورنۍ افغانستان ته راستانه شوې دي، چې د غړو شمېر یې ۲۱،۵۴۶ تنو ته رسېږي. دغه کورنۍ د هرات، نیمروز، کندهار، ننګرهار او پکتیکا ولایتونو له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۳مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د هرات له اسلام کلا څخه ۷۸۰، د کندهار د بولدک ولسوالۍ له لارې ۲۶۲، د ننګرهار د تورخم له لارې ۱۷۰۳ او د پکتیکا انګور اډې له لارې ۲۵ کورنۍ افغانستان ته ستانه شوي دي.
طالبانو ویلي، چې د دې کورنیو د غړو شمېر ۲۱۵۴۶ ته رسېږي، چې د پاکستان او ایران څخه په جبري ټوګه اېستل شوي دي.
فطرت زياته کړې، چې د دغو کسانو سره یې مرستې کړي او یو شمېر یې تر خپلو سیمو هم رسولي دي.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، په همدې ورځ د ځانګړو کمېټو له لارې له کابل څخه شاوخوا ۱۰۷۰ کورنۍ بلخ، جوزجان، کندوز، تخار، خوست، بغلان، پکتیا، فاریاب، کندهار، سرپل، میدان وردګ، دایکنډي، لوګر، بدخشان، پروان او لغمان ولایتونو ته انتقال شوي دي.
د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې یوازې پاکستان تر ۳۰۰زرو ډېر افغانان او ایران بیا ۱.۸میلیونه کډوال په زوره افغانستان ته شړلي، چې له دې سره په هېواد کې بشري ناورین لا پسې پراخ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ دغه بېرته راستانه شوي په افغانستان کې د خوړو، سرپناوو او روزګار په برخه کې له سختو ننګونو سره مخ دي.
همدا راز اندېښنه ښودل شوې، چې د دغو ستنو شویو افغانانو په منځ کې ښځې او نجونې هم وې چې د طالبانو تر واک لاندې یې زدهکړې، کار او د ژوند نورې برخې هم محدودې شوې او اغېزمنې شوې دي.