نوموړې ویلي دي: «که افغان ښځو ته اجازه نه وي، چې خپل انځورونه په پېژندپاڼو او پاسپورتونو کې ولري؛ نو د طالبانو د مشرانو مېرمنې هم باید له دې قاعدې څخه مستثنی نهوي». اډمز د طالب ډیپلوماټانو د مېرمنو انځورونه پر خواله رسنیو خپاره کړي، چې په روسیه، ایران، قزاقستان او پاکستان کې فعالیت لري.
له دې رسوایۍ وروسته طالبانو اعلان کړی، چې ښځې خپله واک لري چې دا پرېکړه وکړي چې پېژندپاڼو او پاسپورټونو کې خپل انځورونه کاروي یا نه. هممهاله د بشري او ښځینه حقونو یو شمېر فعالانو هم پر طالبانو نیوکې کړې، چې له دغه پرېکړې سره یې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه او بندیزونه لا ډېر کړي دي.
فعالانې نیوکې کوي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې ورځ تر بلې د ښځو پر وړاندې د ژوند کړۍ تنګېږي او باید نړۍواله ټولنه د دغه بندیزونو په تړاو پر کابل واکمنې ډلې باندې سخت فشارونه او بندیزونه وضعه کړي.
د ډنمارک د کډوالو شورا مشرې د طالبانو د کډوالو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې غوښتنه وکړه، چې د بشري مرستو د پر وخت رسولو لپاره باید اداري چارې ساده شي. چارلت سلنته وویل: «د لنډمهاله مرستو ترڅنګ باید د کډوالۍ د کړکېچ د حل لپاره دایمي حللارې هم ولټول شي.»
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په وینا، هغې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل د اندېښنې وړ وبلل او ژمنه یې وکړه، چې خپلې اندېښنې به د دواړو هېوادونو له چارواکو سره شریکې کړي.
میرمن سلنته دا هم وویل، چې د دوی شورا د افغانستان ختیځ ته بېړنۍ مرستې استولي دي او زیاته کړې یې ده، چې د افغان کډوالو ستونزې به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څنډیزو ناستو کې هم مطرح کړي.
په پاکستان کې لوی شوي افغان کډوال افغانستان ته په ستنېدو سره د خپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه اندېښمن دي. یاد کډوال وايي، چې د تګ پر مهال د اوبو، خوراک، استوګنځي او نورو اسانتیاوو له کموالي سره مخ دي او سختې ستونزې تېروي.
په دغو کډوالو کې یو هم شرف ګل دی، چې له اته کلنۍ څخه تراوسه پورې له خپلې کورنۍ سره په پاکستان کې اوسېږي.
نوموړي د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال جواد شینواري ته د خپلې کډوالۍ ژوند له درد او ستونزو ډکه کیسه کړې او وايي، چې د دومره اوږده سفر او کډوالۍ فکر یې نه کاوه.
نوموړي ویلي: «الله پوهېږي چې په افغانستان کې زموږ سره نه ځمکه پاتې ده نه کاروبار او نه کومه تکیه، کله چې راغلی وم نو ماشوم وم او اوس چې ستنېږم نو له خپلو ماشومانو سره تش لاس روان یم، ان د موټر د کرايې وس هم نه لرم.»
نوموړی د خپلو ماشومانو راتلونکي ته اندېښمن دی.
شرف ګل زياتوي، چې ټول ژوند یې په پاکستان کې تېر کړی او ان د خبرو لهجه یې هم اوښتې ده.
نوموړی که څه هم هېواد ته په تګ خوښ دی؛ خو په وطن کې ستونزو ته په کتو سره وارخطا هم دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د داوطلبانه ستنېدو لپاره د سپټمبر لومړۍ نېټې ضربالاجل پای ته رسېدلی، چې له هغې وروسته د ستنېدو بهیر لا چټک شوی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د تازه راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اګسټ له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې شاوخوا ۱ لک و ۵۵ زره افغانان هېواد ته ستانه شوي دي، چې پکې شاوخوا ۳۴ زره د پی او ار کارټ لرونکي هم شامل دي.
د یو اېن اېچ سي ار شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې کله چې د غېر قانوني بهرنیو وګړو د ستنولو پروګرام پیل شو، تر اوسه ټولټال نږدې ۱۳ لکه او ۱۴ زره افغانان له پاکستانه وتلي او افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې جملې څخه نږدې ۱ لک و ۲ زره کسان په زور اېستل شوي دي.
ددې ترڅنګ، بله افغان کډواله ګل مینه شپږ کلنه وه چې له خپل مور او پلار سره پاکستان ته تللې.
هغې د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبريال جواد شينواري ته وویل: «زما ټول ژوند همدلته تېر شو، ټول زامن مې په پاکستان کې وزېږېدل، خو نن له کلونو وروسته یو ځل بیا در بدره یو. نه خپله ځمکه لرو، نه کاروبار، نه کور.»
هغې وويل: «زما دوه زامن وو، يو له موږ جدا شو او مړ شو، بل اوس له ما سره دی. د هغه ماشومان هم زما تر سيوري لاندې دي او د هغوی ژوند زموږ له ژوند سره تړلی دی. زما لپاره د خوښۍ او غم هېڅ فرق نه شته، که ګذاره مو وشوه نو هماغه زموږ خوښي ده. خو نن داسې حال دی، چې د کور کرايه ورکولو وس هم نه لرم.»