په جدي کې د کېبل پرې‌ کېدل؛ په پاکستان کې انټرنېټي خدمات کمزوري شوي

د پاکستان د مخابراتي اړیکو اداره وایي، د سعودي عربستان په جده کې د انټرنېټ د کېبل د پرې کېدو له امله په دغه هېواد کې انټرنېټ ډېر کمزوری شوی دی. چارواکو خبر ورکړی چې د دغه ستونزې د حل لپاره د کېبل د بیاجوړېدو هڅې هم روانې دي.