ټیسلا د یو ټرېلیون ډالرو په تړون سره غواړي اېلان ماسک د دغه شرکت اجراییه مشر پاتې شي

ټیسلا شرکت اعلان کړی چې غواړي د راتلونکو ۱۰ کلونو لپاره له خپل اجراییه مشر اېلان ماسک سره د یو ټرېلیون ډالرو تړون وکړي. د دغه تړون موخه دا ده چې ماسک د ټیسلا مشرۍ ته دوام ورکړي، د شرکت د راتلونکي په اړه د خلکو اندېښنې کمې او لوی پانګهوال قانع کړي.