طالبانو په کابل کې یو تن د «منفي تبلیغاتو» په جرم نیولی

طالبانو په کابل کې د پکتیکا یو اوسېدونکی ددې ډلې خلاف د « تبلیغاتو» په تور نیولی دی. طالبان وايي، چې نيول شوي کس په فېسبوک کې د «حکومت ملا هيبو هيبو» په نامه فیسبوکپاڼه چلوله.

طالبانو په کابل کې د پکتیکا یو اوسېدونکی ددې ډلې خلاف د « تبلیغاتو» په تور نیولی دی. طالبان وايي، چې نيول شوي کس په فېسبوک کې د «حکومت ملا هيبو هيبو» په نامه فیسبوکپاڼه چلوله.
د طالبانو اړوند هندوکش غږ په خپله اېکسپاڼه کې ادعا کړې ده، چې نیول شوي کس قمرخان «د فحشا د ترویج»، «ناسمو معلوماتو او منفي تبليغاتو» د خپرولو لپاره درې نور مستعار اکاونټونه هم چلول.
طالبان وايي، نیول شوي کس په خپلو کړنو اعتراف کړی دی.
د طالبانو اړوندو ادارو ادعا کړې، چې په دې وروستيو څو میاشتو کې یې ګڼ شمېر هغه کسان نیولي، چې په مستعارو ادرسونو یې ددوی د ادارې خلاف لیکل کول.


د ارويايي ټولنې په نوې اعلان شوې مرسته کې ۸ مېلیون یورو د ښځو او نجونو د ملاتړ او ۶ مېلیون یورو د ټولنیزې پیاوړتیا پروګرام ته ځانګړې شوې، چې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو له خوا به ولګول شي.
اروپايي ټولنې د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اعلان شوې نوې مرسته به د افغانستان د ټولنیزې پیاوړتیا پروګرام وغځوي او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام، د کرنې او خوراک نړیوال سازمان او د کډوالو نړیوال سازمان له خوا به مصرف شي.
ارويايي ټولنې ویلي، دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د ادارو له خوا د ښځو او نجونو د ملاتړ او د افغانانو د ټولنیزې پیاوړتیا په برخه کې د نشه يي توکو پر ضد پروګرامونو کې ولګیږي.
د اروپايي ټولنې موقتي استازې ورونیکا بوسکوویچ پوهار ویلي:« دغه مرسته په خورا مهم وخت کې ترسره کېږي، ځکه افغان ټولنې له اقلیمي خطرونو او د طبیعي سرچینو له منځه تلو سره لاس او ګرېوان دي. اروپايي ټولنه د دوحې د پروسې له لارې په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد هڅو ملاتړ کوي او له کروندګرو سره د بدیل معیشت په برخه کې مرسته کوي.»
د افغانستان د ټولنیزې پیاوړتیا پروګرام په ۲۰۲۴ کال کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک سازمان، د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام او د کډوالۍ سازمان له خوا په ګډه په هلمند او کندهار ولایتونو کې پیل شوی او په نوې مرستې سره به یاد پروګرام درېم کال ته وغځوي او په بادغیس ولایت کې به هم د تاریاکو سروې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر ضد ادارې په مشرۍ تمویل شي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازی سټیفن رودریکز وايي:« د اروپايي ټولنې مرسته یوازې مالي پانګونه نه ده، بلکي د یووالي او ګډې همکارۍ پیغام دی. موږ د افغان ټولنو تر څنګ درېږو څو د ناقانونه اقتصادونو پر ځای بدیلونو ته مخه کړي او د اقلیم بدلون واقعیتونو ته ځانونه برابر کړي.»
د اروپايي ټولنې له نوې اعلان شوې مرستې څخه ځانګړي شوي ۸ مېلیونه یورو د افغان ښځو او نجونو د ژغورنې، رواني ملاتړ او معیشت خدمتونو پیاوړتیا په برخه کې لګول کېږي.
ورونیکا بوسکوویچ پوهار وویل:«ارويايي ټولنه ویاړ لري چې د ملګرو ملتونو د ښځو پراختيايي ادارې سره خپله همکاري نوره هم پیاوړي کوي. دغه مرسته زموږ د افغان ښځو او نجونو د پیاوړتیا لپاره ده ځکه د ټولنې د ټولو وګړو مساوي ګډون د باثباته راتلونکي یوازینۍ لاره ده.»
د ملګرو ملتونو د ښځو پراختيايي ادارې استازې سوزان فرګوسن د اروپايی اتحادیې د نوې مرستې هرکلی کړی او وايي، د ښځو د مدني ټولنې بنسټونه د افغان ښځو او نجونو لپاره د ژغورنې یوازینۍ لاره ده او په افغان ښځو او نجونو پانګونه په دې سخت وخت کې خورا اړینه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د شمال ختیزې برخې استازي ویلي، چې که طالبان د اړتیا وړ توکو لېست وړاندې کړي، ایران چمتو دی چې د کونړ زلزلهځپلو ته نورې مرستې هم ولېږي. هغه زیاته کړې چې د خیریه بنسټونو تر څنګ، مشهد ښاروالي او ښاري شورا هم مرستو ته چمتو دي.
د ایرنا د راپور له مخې، معصومي فر د یکشنبې په ورځ په مشهد کې د طالبانو په کونسلګرۍ کې د کونړ زلزلې د قربانیانو د یادپاڼې د لاسلیکولو پرمهال وویل، چې د زلزلې له اعلان وروسته ایران ژر اړینې مرستې برابرې کړې او څو ځلې یې د ځمکې او هوا له لارې بیړنۍ مرستې افغانستان ته واستولې.
هغه زیاته کړې چې د خیریه بنسټونو تر څنګ، مشهد ښاروالي او د ښار شورا هم د هر ډول انساني او بیړنیو مرستو د لېږلو لپاره خپله تیاري څرګنده کړې ده.
نوموړي ویلي، د ایران او افغانستان هغه سوداګریز شرکتونه چې په خلیج هېوادونو کې مېشت دي هم ژمن شوي چې د افغانستان د زلزلهځپلو سیمو د بیا رغونې لپاره مالي مرسته وکړي.
د طالبانو د مشهد سرکونسل نور محمد متوکل د ایران مننه کړې او ویلي یې دي، چې«تل د افغانستان له ولس سره د ستونزو او سختیو پر مهال ولاړ دی».

د طالبانو د بامیان والي عبدالله سرحدي وايي چې د ټولنې په کچه دې شرعي قوانین او ددې ډلې د مشر فرمانونه پلي شي. طالب چارواکو خلکو ته د قاچاق مخنیوي، امنیتي تدابیرو، په مذهبي، کلتوري، خوښۍ او ویر مراسمو کې له ناوړه دودونو او لګښتونو سره د مبارزې په تړاو د خپل مشر فرمانونه واورول.
د طالبانو د بامیان ولایت مقام نن یکشنبه د «وږي ۱۶مه» په اېکسپاڼه کې لیکلي، چې د یاد ولایت والي عبدالله سرحدي د یو پلاوي په مشرۍ کهمرد ولسوالۍ ته سفر وکړ او ددې ولسوالۍ له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره یې ناسته کړې ده.
په دې ناسته کې د طالبانو والي له قومي مشرانو او دیني عالمانو څخه مرسته غوښتې چې د دوی د مشر ملاهبت الله د فرمانونو او احکامو په پلي کېدو کې له دوی سره مرسته وکړي.
په دې ناسته کې د انساني قاچاق د مخنیوي، د امنیتي تدابیرو نیولو او په مذهبي، کلتوري، خوښۍ او ویر مراسمو کې له ناوړه دودونو او زیاتو لګښتونو سره د مبارزې لپاره چمتو شوي او صادر شوي فرمانونه واورول شول.
د طالبانو والي ټینکار کړی، چې د یادو فرمانونو عملي کېدل پر ټولو خلکو لازم دي.
په دې وروستیو کې ښکاري، چې د طالبانو د مشر د فرمانونو د عملي کېدو لپاره ځايي طالب چارواکي د ولایتونو ولسوالیو ته سفرونه کوي څو له خلکو ژمنې واخلي چې دې برخه کې مرسته وکړي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې ویلي، چې پنځه کسیز طالب پلاوي اندونیزیا ته د سفر پرمهال د اوبي سرچینو مدیریت، د اوبو لګونې اتومات سیستمونه، د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت مرکزونه، د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي میکانیزمونه او د بیړنیو عملیاتو سیستمونه څېړلي دي.
یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې طالب پلاوي د اندونیزیا د مالیې وزارت، د اسلامي بانکدارۍ کوپراتیفونو او نورو ادارو فعالیتونه هم له نږدې کتلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو د چاپیریال ساتنې پلاوي د پېښو د مخکینۍ خبرتیا سیستمونه او د کلیو د مقاومت پروژې هم له نږدې کتلې دي.
د چاپېریال ساتنې ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال زین العابدین اندونیزیا ته دغه سفر اغېزناک بللی او وايي:« موږ هڅه کوو چې د اندونیزیا د سفر له لاسته راوړنو څخه د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې په برخو کې ګټه واخلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د ګډو همکاریو پر بنسټ په ګډه اقدامات ترسره شي».
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکو ویلي، چې طالب پلاوي د یاد سفر په ترڅ کې د اقلیمي بدلون، د اوبو مدیریت، د طبیعي پېښو پر وړاندې چمتووالي، اسلامي بانکدارۍ او د ټولنې پر بنسټ پروژو کې د خلکو د رول په اړه مهم معلومات ترلاسه کړل.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر د ترکمنستان د انرژۍ له وزیر سره په لیدنه کې کابل ته د زر مېګاواټه برېښنا د لېږد، ټاپ پروژې د پرمختګ او ټاپي پروژې په اړه خبرې کړې دي. طالبانو د ترکمنستان د انرژۍ وزیر له قوله ویلي، چې د برېښنا د لېږد «ټاپ» پروژې لومړنۍ چارې د پرمختګ په حال کې دي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې ډلې د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د ترکمنستان د انرژۍ وزیر او پلاوي سره د لېدنې پرمهال کابل ته د زر مېګاواټه برېښنا لېږد، ټاپ او ټاپي پروژو په اړه بحث کړی دی.
طالبانو د ترکمنستان د انرژۍ وزیر له قوله ویلي، چې د برېښنا د لېږد «ټاپ» پروژې لومړنۍ چارې د پرمختګ په حال کې دي.
طالبانو له ترکمنستاني پلاوي سره د لېدنې پرمهال د یادو پروژو د پلي کولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.