• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو او ترکمنستان د انرژۍ وزیران کابل ته د برېښنا پر لېږد او ټاپ پروژې غږیدلي

۱۶ وږی ۱۴۰۴ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ وږی ۱۴۰۴ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۴ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر د ترکمنستان د انرژۍ له وزیر سره په لیدنه کې کابل ته د زر مېګاواټه برېښنا د لېږد، ټاپ پروژې د پرمختګ او ټاپي پروژې په اړه خبرې کړې دي. طالبانو د ترکمنستان د انرژۍ وزیر له قوله ویلي، چې د برېښنا د لېږد «ټاپ» پروژې لومړنۍ چارې د پرمختګ په حال کې دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې ډلې د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د ترکمنستان د انرژۍ وزیر او پلاوي سره د لېدنې پرمهال کابل ته د زر مېګاواټه برېښنا لېږد، ټاپ او ټاپي پروژو په اړه بحث کړی دی.

طالبانو د ترکمنستان د انرژۍ وزیر له قوله ویلي، چې د برېښنا د لېږد «ټاپ» پروژې لومړنۍ چارې د پرمختګ په حال کې دي.

طالبانو له ترکمنستاني پلاوي سره د لېدنې پرمهال د یادو پروژو د پلي کولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

له نړۍوال بانک نه د طالبانو غوښتنه: د برېښنا برخه کې مو نیمګړې پروژې بشپړې کړئ

۱۶ وږی ۱۴۰۴ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د برېښنا شرکت مشر عبدالباري عمر له نړۍوال بانک، اروپايي ټولنې او یو شمېر هېوادونو څخه غوښتي چې د برېښنا په سکټور کې خپلې نیمګړې پروژې بېرته پیل کړي. هغه ویلي، د برېښنا مساله د اوسني عصر انساني اړتیا ده او باید دا بهیر سیاسي نه‌شي.

نوموړي یک‌شنبه (وږي ۱۶مه) په کابل کې د برېښنا سکټور اړوند د پانګونې جلب یو غونډې ته زیاته کړې: «ډېری داسې پروژې مونږ لرو چې هغه د دغه تمویلونکو لخوا د تېر نظام پرمهال تمویلیدلې،‌ خو کله چې زمونږ نظام راغی دغه پروژې نیمه کاره پاتې شوې».

هغه غوښتنه کړې چې د برېښنا د سکټور په برخه کې باید نړۍوالې مرستندویه ادارې او هېوادونه باید سیاسي چلند ونه کړي او یوازې د انساني اړتیاوو له‌مخې ورسره تعامل رامنځته کړي. عمر وویل: «دوی باندې غږ کوم، دا د افغانانو حق دی، افغانان د دې نړۍ د نفوس یوه برخه ده او په همدې اساس د ټولو نړۍوالو قوانینو په رڼا کې افغانانو سره باید د دې برخه کې ښه تعامل وشي».

د طالبانو دا چارواکي داسې مهال دا څرګندونې او غوښتنې کوي چې برعکس دې ډلې بیا د نړۍوالې ټولنې غوښتنې له پامه غورځولي او په افغانستان کې یې د خلکو پر عامه ژوند سخت محدودیتونه او بندیزونه لګولي دي.

د ښځو پر حقونو بندیز، د نجونو د زده‌کړو محدودول، د بیان ازادۍ ضد کړنې، ټاکنو ته نه‌ژمنتیا او ډیموکراټیک ارزښتونه له پامه غورځول د نړۍوالې له‌خوا د دې ډلې د انزوا اړوند مسایل بلل کېږي.

نړۍوالې ټولنې په وار-وار خبرداری ورکړی تر هغې چې طالبان په افغانستان کې استبدادي وضعیت ختم نه کړي او د ښځو په ګډون د ټولنې ټولو قشرونو ته خپل حقوق ور نه کړي، نو دوی به هېڅکله له دغه ډلې سره تعامل ته لاره اواره نه کړي.

د طالبان د سخت‌دریځۍ له امله افغانستان له اقتصادي انزوا، فقر، لوږې، بشري ناورین او ان د پانګونې په برخه کې له کړاوونو سره مخامخ دی.

ایرانۍ رسنۍ وايي له ایران څخه افغانستان ته صادرات ډېر شوي

۱۶ وږی ۱۴۰۴ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۵ GMT+۱

د ایران د «ایرنا» په نوم خبري اژانس شنبه (وږي ۱۵مه) په یوه راپور کې ویلي چې د ایران له سویلي خراسان ولایت نه افغانستان ته د دغه هېواد صادرات ډېر شوي دي. سږکال د صادراتو ارزښت ۱۷۴ مېلیونه ډالر ښودل شوی.

د دغې رسنۍ د راپور له‌مخې، ایراني چارواکي محمد کوه‌ګرد تېره ورځ (شنبه) د سرحدي راکړې‌ورکړې د همغږۍ شورا په غونډه کې ویلي له بندیزونو سره سره بیا هم د دغه هېواد سواګري په ښه وضعیت کې ده.

هغه زیاته کړه: «د روان کال په لومړنيو پنځو مياشتو کې یې تر پولو هاخوا زموږ ټرانزیټ ډېر شوی دی.»

د کوه ګرد په وینا، د سویلي خراسان ټرانزيټ چې د افغانستان په سوداګرۍ مالونو پورې اړه لري، سږکال په بې‌ساري ډول ډېر شوی او ټول پړاوونه یې په ماهيرود پوله کې بشپړېږي.

هغه ویلي، سویلي خراسان ډېر سوداګریز مالونه افغانستان ته صادر کړي چې ارزښت یې ۱۷۴ میلیونه ډالره کېږي.

پرون له ایران او پاکستان نه تر ۲ زرو ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۱۶ وږی ۱۴۰۴ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې رسنیو خبر ورکړی چې شنبه (وږي ۱۵مه) له پاکستان او ایران نه دوه زره او ۲۱۶ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. له دې ډلې یوازې یو زرو او ۴۹۲ کورنۍ له پاکستانه ورغلي دي.

طالبانو ته نږدې باختر خبري اژانس ویلي چې د ننګرهار د تورخم له لارې یو زرو او ۳۰۹ کورنۍ،‌ د کندهار سپین بولدک له لارې ۱۶۳ کورنۍ او د هلمند د بهرمچې له لارې بیا یوازې ۲۰ کورنۍ افغانستان ته تللي دي. همداراز د نیمروز بندر ورېښمو پله باندې ۹۹ او د هرات په اسلام کلا ۶۲۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. طالبانو دا نه دي ویلي چې دا کورنۍ په جبري‌ توګه اېستل شوي او که په داوطلبانه توګه هېواد ته تللي دي.

هم‌مهاله په ایران او پاکستان کې د کډوالو د اېستل کېدو څپې روانې دي. که څه هم له ایران څخه د افغانانو د اېستنې بهیر ټکنی شوی، خو پاکستان بیا د سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې دا لړۍ بېخي ډېره چټکه کړې او ان د ملګرو ملتونو سره د ثبت کډوالو یا «پي او ار» کارټ‌لرونکو د اېستنې عملیات یې هم پیل کړي.

په یاد هېواد کې مېشت افغانان وایي، پولیس په بېلابېلو ایالتونو کې ورپسې کور په کور ګرځي او تر نیول کېدو وروسته یې وباسي. که څه هم ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو له اسلام‌اباد نه غوښتي چې د اېستل کېدو دا لړۍ دې بنده کړي، خو پاکستان د دغه غوښتنو د منلو پر وړاندې دا ځل بې‌پروا ښکاري.

ورسره سره جوخت، له اسلام‌اباد یو شمېر هغه افغانان هم اېستل کېږي چې د لوېدیځ هېوادونو سره د کار د مخینې له کبله د کډوالۍ دوسیې لري‌ او د طالبانو له لوري له جدي ګواښونو سره مخ دي. دوه اوونۍ وړاندې ان پولیسو د جرمني هېواد اړوند هغه لسګونه پناه‌غوښتونکي هم و اېستل چې د یاد هېواد د سفارت اړوند مېلمستونونو کې اوسېدل.

د مقاومت جبهې مشر: متقي راته وويل چې «په اسلام کې ټاکنې ځای نه‌لري»

۱۶ وږی ۱۴۰۴ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۱ GMT+۱

د افغانستان د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې مشر احمد مسعود د دغې ډلې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د ۱۴۰۰ لمریز کال د خبرو یوه مهمه برخه په ډاګه کړه. د مسعود په وینا، متقي ورسره په لیدنه کې روښانه کړې وه چې «په اسلام کې ټاکنې ځای نه‌لري».

احمد مسعود وایي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ترې غوښتي وو چې د طالبانو پر ضد د مقاومت مبارزه پای ته ورسوي او بېرته کابل ته ستون شي.

دا لیدنه هغه مهال په تهران کې شوې وه چې طالبان تازه پر افغانستان واک نه رسېدلي وو او د مقاومت جبهې وسله‌والې جګړې پیل کړې وې. افغانستان انټرنشنل هغه مهال راپور ورکړی وو چې امیرخان متقي د ایران د سپاه‌پاسداران په بلنه تهران ته تللی او د همدې بلنې په ترڅ کې د هغه او د مقاومت د مشرانو د لیدو زمینه برابره شوې وه.

احمد مسعود د شنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) د خواله رسنیو په اېکس شبکې کې د سپېس پرمهال یو ځل بیا برخلیک ټاکنه د خلکو حق وباله او د ټاکنو پر ارزښت یې ټینګار وکړ. هغه ایران ته د ۱۴۰۰ کال سفر ته په اشارې سره زیاته کړه: «متقي راته وویل ټاکنې په اسلام کې ځای نه لري. ما ګډونوالو ته وویل نو اسلامي هېوادونه لکه ایران نه پوهېږي چې دا کار یې کفر او غیر اسلامي دی؟».

امیرخان متقي د ۱۴۰۰ کال د مرغومي په میاشت کې په ایران کې له احمد مسعود، اسماعیل خان او یو شمېر نورو افغان څېرو سره لیدلي وو. هغه کابل ته تر ستنېدو وروسته ویلي وو چې د مقاومت مشران کولای شي پرته له اندېښنې افغانستان ته بېرته راستانه شي.

احمد مسعود په پرله‌پسې ډول د خلکو د ټاکنیز حق ملاتړ کړی دی. نوموړي تازه په یوه مرکه کې ویلي وو که طالبان د ټاکنو، سولې او عدالت اصول ومني، دی د خبرو اترو لپاره چمتو دی.

طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان اساسي قانون لغوه کړ او خپل نظام یې د خپل تفسیر شوې «اسلامي شریعت» پر بنسټ جوړ کړ. دغه ډلې په تېرو څلورو کلونو کې ټول ټاکنیز او دېموکراټیک بنسټونه منحل کړي دي.

د طالبانو مخالفین او ګڼ هېوادونه د دغه ډلې واکمني «استبدادي، غیر ولسي او نامشروع» ګڼي چې پرېکړې یې تر ډېره د دې ډلې د اصلي مشرانو، په ځانګړي ډول د ملا هبت‌الله په لاس کې دي.

د ختیځ اقتصادي فورم ناسته کې د طالبانو استازو د روسیې ولسمشر په حضور کې ګډون وکړ

۱۶ وږی ۱۴۰۴ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۵ GMT+۱

په مسکو کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی چې د دې ډلې سفیر مولوي ګل حسن حسن او د دوی د چاپیریال ساتنې ادارې رییس مولوي مطیع‌الحق د ختیځ اقتصادي فورم ناسته کې ګډون کړی. یاد سفارت ویلي، دې ناستې ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم وینا کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه غونډه کې د ګڼو هېوادونو لوړ پوړو سیاسي چارواکو، اقتصادي او علمي شخصیتونو برخه اخیستې وه. د خبر له‌مخې،‌ د دغه فورم د ګډونوالو ویناوې د همکاریو پر پراختیا، پانګونې او د سیمه ییز اړیکو پر ډېرېدو راڅرخېدې.

همداراز ویل شوي چې د طالبانو دغه سفیر لوی یوریشیا ملګرتیا غونډه کې، د نړۍوالو تادیاتو اړوند ناستې او د چاپېریال ساتنې اړوند پروګرامو تر څنګ د مسکو یوه دولتي پوهنتون دننه په علمي سیمینار کې هم ګډون کړی دی.

ویل شوي چې مولوي ګل حسن په یاد پوهنتون کې له افغان زده‌کړیالانو سره هم ناسته کړې او د هغوی ستونزې یې اورېدلي دي. طالبان په داسې حال کې مسکو کې د خپلو ناستو خبرونه خپروي چې دا ډله په ټوله نړۍ کې یوازې د روسیې له لوري په رسمیت پېژندل شوې، خو سفیر پرته له ډېپلوماټیک پروټوکول څخه منل شوی.

د شنونکو په اند، طالبانو ته د اړیکو لپاره چین، روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه ورپاتې دي او ویل کېږي دا اړیکې هم د امنیتي او اندېښنو له کبله طالبانو سره پالل کېږي. د روسیې او طالبانو ترمنځ شته اړیکو ته هم د شک په سترګه کتل کېږي او کارپوهان باور لري چې په دغو اړیکو کې رېښتینولي نه تر سترګو کېږي.

هم‌مهاله روسیې چارواکو له رسمیت پېژندنې سره سره نیوکې کړي چې پر کابل واکمنو طالبانو په خپله خاوره کې ترهګرو ډلو ته ځایونه ورکړي او په دغه هېواد کې د داعش ډلې فعالیت د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره یو لوی سرخوږی دی.