• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پرون له ایران او پاکستان نه تر ۲ زرو ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۱۶ وږی ۱۴۰۴ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې رسنیو خبر ورکړی چې شنبه (وږي ۱۵مه) له پاکستان او ایران نه دوه زره او ۲۱۶ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. له دې ډلې یوازې یو زرو او ۴۹۲ کورنۍ له پاکستانه ورغلي دي.

طالبانو ته نږدې باختر خبري اژانس ویلي چې د ننګرهار د تورخم له لارې یو زرو او ۳۰۹ کورنۍ،‌ د کندهار سپین بولدک له لارې ۱۶۳ کورنۍ او د هلمند د بهرمچې له لارې بیا یوازې ۲۰ کورنۍ افغانستان ته تللي دي. همداراز د نیمروز بندر ورېښمو پله باندې ۹۹ او د هرات په اسلام کلا ۶۲۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. طالبانو دا نه دي ویلي چې دا کورنۍ په جبري‌ توګه اېستل شوي او که په داوطلبانه توګه هېواد ته تللي دي.

هم‌مهاله په ایران او پاکستان کې د کډوالو د اېستل کېدو څپې روانې دي. که څه هم له ایران څخه د افغانانو د اېستنې بهیر ټکنی شوی، خو پاکستان بیا د سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې دا لړۍ بېخي ډېره چټکه کړې او ان د ملګرو ملتونو سره د ثبت کډوالو یا «پي او ار» کارټ‌لرونکو د اېستنې عملیات یې هم پیل کړي.

په یاد هېواد کې مېشت افغانان وایي، پولیس په بېلابېلو ایالتونو کې ورپسې کور په کور ګرځي او تر نیول کېدو وروسته یې وباسي. که څه هم ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو له اسلام‌اباد نه غوښتي چې د اېستل کېدو دا لړۍ دې بنده کړي، خو پاکستان د دغه غوښتنو د منلو پر وړاندې دا ځل بې‌پروا ښکاري.

ورسره سره جوخت، له اسلام‌اباد یو شمېر هغه افغانان هم اېستل کېږي چې د لوېدیځ هېوادونو سره د کار د مخینې له کبله د کډوالۍ دوسیې لري‌ او د طالبانو له لوري له جدي ګواښونو سره مخ دي. دوه اوونۍ وړاندې ان پولیسو د جرمني هېواد اړوند هغه لسګونه پناه‌غوښتونکي هم و اېستل چې د یاد هېواد د سفارت اړوند مېلمستونونو کې اوسېدل.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د مقاومت جبهې مشر: متقي راته وويل چې «په اسلام کې ټاکنې ځای نه‌لري»

۱۶ وږی ۱۴۰۴ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۱ GMT+۱

د افغانستان د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې مشر احمد مسعود د دغې ډلې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د ۱۴۰۰ لمریز کال د خبرو یوه مهمه برخه په ډاګه کړه. د مسعود په وینا، متقي ورسره په لیدنه کې روښانه کړې وه چې «په اسلام کې ټاکنې ځای نه‌لري».

احمد مسعود وایي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ترې غوښتي وو چې د طالبانو پر ضد د مقاومت مبارزه پای ته ورسوي او بېرته کابل ته ستون شي.

دا لیدنه هغه مهال په تهران کې شوې وه چې طالبان تازه پر افغانستان واک نه رسېدلي وو او د مقاومت جبهې وسله‌والې جګړې پیل کړې وې. افغانستان انټرنشنل هغه مهال راپور ورکړی وو چې امیرخان متقي د ایران د سپاه‌پاسداران په بلنه تهران ته تللی او د همدې بلنې په ترڅ کې د هغه او د مقاومت د مشرانو د لیدو زمینه برابره شوې وه.

احمد مسعود د شنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) د خواله رسنیو په اېکس شبکې کې د سپېس پرمهال یو ځل بیا برخلیک ټاکنه د خلکو حق وباله او د ټاکنو پر ارزښت یې ټینګار وکړ. هغه ایران ته د ۱۴۰۰ کال سفر ته په اشارې سره زیاته کړه: «متقي راته وویل ټاکنې په اسلام کې ځای نه لري. ما ګډونوالو ته وویل نو اسلامي هېوادونه لکه ایران نه پوهېږي چې دا کار یې کفر او غیر اسلامي دی؟».

امیرخان متقي د ۱۴۰۰ کال د مرغومي په میاشت کې په ایران کې له احمد مسعود، اسماعیل خان او یو شمېر نورو افغان څېرو سره لیدلي وو. هغه کابل ته تر ستنېدو وروسته ویلي وو چې د مقاومت مشران کولای شي پرته له اندېښنې افغانستان ته بېرته راستانه شي.

احمد مسعود په پرله‌پسې ډول د خلکو د ټاکنیز حق ملاتړ کړی دی. نوموړي تازه په یوه مرکه کې ویلي وو که طالبان د ټاکنو، سولې او عدالت اصول ومني، دی د خبرو اترو لپاره چمتو دی.

طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان اساسي قانون لغوه کړ او خپل نظام یې د خپل تفسیر شوې «اسلامي شریعت» پر بنسټ جوړ کړ. دغه ډلې په تېرو څلورو کلونو کې ټول ټاکنیز او دېموکراټیک بنسټونه منحل کړي دي.

د طالبانو مخالفین او ګڼ هېوادونه د دغه ډلې واکمني «استبدادي، غیر ولسي او نامشروع» ګڼي چې پرېکړې یې تر ډېره د دې ډلې د اصلي مشرانو، په ځانګړي ډول د ملا هبت‌الله په لاس کې دي.

د ختیځ اقتصادي فورم ناسته کې د طالبانو استازو د روسیې ولسمشر په حضور کې ګډون وکړ

۱۶ وږی ۱۴۰۴ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۵ GMT+۱

په مسکو کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی چې د دې ډلې سفیر مولوي ګل حسن حسن او د دوی د چاپیریال ساتنې ادارې رییس مولوي مطیع‌الحق د ختیځ اقتصادي فورم ناسته کې ګډون کړی. یاد سفارت ویلي، دې ناستې ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم وینا کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه غونډه کې د ګڼو هېوادونو لوړ پوړو سیاسي چارواکو، اقتصادي او علمي شخصیتونو برخه اخیستې وه. د خبر له‌مخې،‌ د دغه فورم د ګډونوالو ویناوې د همکاریو پر پراختیا، پانګونې او د سیمه ییز اړیکو پر ډېرېدو راڅرخېدې.

همداراز ویل شوي چې د طالبانو دغه سفیر لوی یوریشیا ملګرتیا غونډه کې، د نړۍوالو تادیاتو اړوند ناستې او د چاپېریال ساتنې اړوند پروګرامو تر څنګ د مسکو یوه دولتي پوهنتون دننه په علمي سیمینار کې هم ګډون کړی دی.

ویل شوي چې مولوي ګل حسن په یاد پوهنتون کې له افغان زده‌کړیالانو سره هم ناسته کړې او د هغوی ستونزې یې اورېدلي دي. طالبان په داسې حال کې مسکو کې د خپلو ناستو خبرونه خپروي چې دا ډله په ټوله نړۍ کې یوازې د روسیې له لوري په رسمیت پېژندل شوې، خو سفیر پرته له ډېپلوماټیک پروټوکول څخه منل شوی.

د شنونکو په اند، طالبانو ته د اړیکو لپاره چین، روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه ورپاتې دي او ویل کېږي دا اړیکې هم د امنیتي او اندېښنو له کبله طالبانو سره پالل کېږي. د روسیې او طالبانو ترمنځ شته اړیکو ته هم د شک په سترګه کتل کېږي او کارپوهان باور لري چې په دغو اړیکو کې رېښتینولي نه تر سترګو کېږي.

هم‌مهاله روسیې چارواکو له رسمیت پېژندنې سره سره نیوکې کړي چې پر کابل واکمنو طالبانو په خپله خاوره کې ترهګرو ډلو ته ځایونه ورکړي او په دغه هېواد کې د داعش ډلې فعالیت د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره یو لوی سرخوږی دی.

طالبانو په ننګرهار کې د ۲۰۰ کیلو ولټه برېښنا د نوي مزي غځونې چارې پیل کړې

۱۶ وږی ۱۴۰۴ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۶ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو مرستیال والي مولوي مصطفی وایي، د کابل له ارغندي نه یې ننګرهار ته د ۲۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزي غځونې چارې رسماً پیل کړي او له دې سره به د ازبکستان له وارداتي برېښنا نه ۱۲۶ مېګاواټه برېښنا ورکړل شي.

نوموړی زیاتوي: «د ۱۸میاشتو په جریان کې به بشپړ شي، تقریباً ننګرهار او کونړ دواړه به د برېښنا له سهولته برخمن شي». په یاد ولایت کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ رییس د دغه نوي سب سټېشن جوړېدو چارې د صنعت کارانو لپاره هم ګټور ګام بولي. د هغه په وینا، له دې سره به د صنعت‌کارانو د برېښنا ستونزه هم اواره شي.

دا پروژه داسې مهال پرانېستل کېږي چې طالبانو په وار-وار خپلو څرګندونو کې ادعا کړې چې پر وارداتي برېښنا یې خپله تکیه کمه کړې؛ خو بر عکس لیدل کېږي چې دغه ډله هره ورځ د ازبکستان او ترکمنستان د وارداتي برېښنا د لا ډېرې کارونې او واردولو اړوند پروژې پرانېزي.

د جاوید افغان د اوسپنې ویلي کېدو او ترېشلو د جوړېدو فابریکې مشر حاجي تور ملنګ د افغان صنعت‌کارانو لپاره د برېښنا اړتیا پوره کول مهمه ګڼي. د نوموړي په خبره: «که چېرته دا پروژه څومره یې کارونه ژر تر ژره وشي، نو دلته به په سلګونه فابریکې جوړې شي. مونږ دلته حصارشاهي صنعتي پارک لرو او د برېښنا د نشتوالي له کبله غیر فعال دی».

هغه زیاتوي چې په ننګرهار کې د صنعت پر وړاندې تر ټولو لویه ننګوونه د برېښنا نشتوالی دی او که دې برخه کې رېښتونې هڅې وشي، نو ورسره به د کارخونو شمېر ډېر شي او افغانستان به ډېرو برخو کې پر ځان بسیا شي.

هم‌مهاله د میرویس عزیزي په نوم یو افغان پانګه څه موده مخکې له طالبانو سره د ۱۰مېلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید تړون لاسلیک کړ او تازه یې ژمنه کړې چې لومړی پړاو یې له هرات څخه پیلوي، خو لا هم د دغه پروژې د عملي‌ چارو څرک نه دی لیدل شوی.

طالبانو همدا تېره ورځ په کابل کې له پانګه‌والو سره یوه ګډه غونډه لرله او‌ په کې یې په کور دننه د برېښنا د تولید په تړاو بحثونه او ژمنې کړې دي. دا لومړی ځل نه دی چې طالبان یوازې ژمنې کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم دا خبره کړې چې پر وارداتي برېښنا خپله تکیه را کموي.

نایجل فراج: واک ته د رسېدو په صورت کې ان افغان پناه‌غوښتونکې ښځې هم شړو

۱۶ وږی ۱۴۰۴ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۶ GMT+۱

د برېټانیا د اصلاحاتو ګوند (Reform UK) مشر نایجل فراج اعلان کړی چې که د دغه هېواد لومړی وزیر شي، نو افغان ښځینه پناه‌‌غوښتونکې به بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته واستوي.

د هغه دې څرګندونې د افغان پناه‌غوښتونکو، په ځانګړې توګه د ښځو او د بشري حقونو په اړه جدي اندېښنې راپارولي دي.

هغه له سکای نیوز سره په مرکه کې تایید کړه،‌ که یې واک ته ورسېږي، هغه افغانان ان که مېرمنې هم وي چې د مانش له کاناله برېټانیا ته د ننوتو هڅه وکړي؛ نو سملاسي به ونیول شي او بېرته به یې افغانستان ته وشړي. نوموړي زیاته کړه چې کېدای شي د ماشومانو لپاره بېل شرایط په پام کې ونیول شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشتې راهیسې افغانستان د طالبانو تر بشپړ کنټرول لاندې دی او ګڼ نړۍوال بنسټونه او د بشري حقونو سازمانونه په دغه هېواد کې د ښځو او لږکیو د پراخو حقونو د نقض راپورونه خپروي. د ښځینه پناه‌غوښتونکو بېرته داسې وضعیت ته ستنول چې په‌کې د ځورونې، تبعیض او سختو ټولنیزو محدودیتونو جدي خطر موجود وي، پراخ انساني زیانونه رامنځته کولای شي.

فراج همداراز اعلان کړی چې که واک ته ورسېږي، برېټانیا به د اروپایي بشري حقونو له تړون نه وباسي، د پناه‌غوښتونکو لپاره ځانګړي هوټلونه به وتړي او ناقانونه کډوال به په پوځې اډو کې ځای پر ځای کړي. هغه ژمنه وکړه چې د «ناقانونه کډوالۍ قانون» له تصویب وروسته به د پناه‌غوښتونکو د بېرته ستنولو الوتنې د افغانستان او نورو هېوادونو پر لور په دوو اوونیو کې پیل شي.

د کډوالۍ چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې که دغه تګلاره عملي شي، نه یوازې د نړۍوالو اصولو خلاف ده، بلکې په عملي ډول هغه حالت ته د افغان ښځو بېرته ستنول دي چې خپله ملګري ملتونه یې هم له «جنسیتي اپارټایډ» سره ورته بللی دی.

د امریکا په ګډون په ډېری هېوادونو کې د کډوالو ضد سیاستونو افغانان هم سخت زیانمن کړي او همدا اوس د متحدو ایالتونو تر څنګ له پاکستان، ایران او ترکیې څخه د افغانانو د اېستل کېدو پراخ بهیر روان دی. پاکستان د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه د ملګرو ملتونو سره د ثبت کډوالو «پي او ار» کارټ‌لرونکو او بې‌اسنادو افغانانو د اېستل جدي لړۍ پیل کړې او پولیس په بېلابېلو ایالتونو کې کور په کور افغانانو پسې د لټون عملیات کوي.

هم‌مهاله د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او یو شمېر نور سازمانونه اندېښنه څرګندوي چې افغانستان وار دمخه له بشري ناورین سره مخامخ دی او د دغه کډوالو په ستنېدو سره د بې روزګارۍ، فقر او اقتصادي بې ثباتۍ وضعیت لا پسې خراب شوی دی.

همدا راز اندېښنه ښودل شوی چې د بېرته ستنېدونکو مېرمنو او نجونو په ژوند کې هم د طالبانو تر واک لاندې سخت محدودیتونه او بندیزونه راغلي دي.

د طالبانو له بندخونو روایتونه: د طالبانو نارینه او ښځينه کارکوونکي دواړه یې بې رحمه دي

۱۶ وږی ۱۴۰۴ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۰ GMT+۱

یوه ښځه او یو نارینه چې شاوخوا دوه کاله مخکې د طالبانو له لوري د بېلابېلو تورونو له امله له کابل او پروان ولایتونو نیول شوي و، د طالبانو په ځانګړې توګه د دغې ډلې د استخباراتو په زندانونو کې د ډول ډول شکنجو په تړاو بوږنونکې کیسې لري.

یوه له دغو، د بشري او د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي ده. هغې د شنبې په ورځ (د وږي په ۱۵مه) د مقاومت جبهې له لوري په اېکس پاڼه کې په یوه جوړ شوي سپېس کې وویل، چې د ښځو د حقونو او عدالت غوښتنې په تړاو له څه باندې دوو کلونو مبارزې وروسته، بالاخره د ۱۴۰۲ کال د تلې په ۵مه په کابل کې د خپل کور مخې ته یې په شخصي موټرو کې د سپرو طالبانو له لوري ونیول شوه، په داسې حال کې چې هېڅ ښځه ورسره نه وه.

ژولیا پارسي د اعتراض پر مهال
100%
ژولیا پارسي د اعتراض پر مهال

ژولیا پارسي وايي، «زه د ۱۴۰۲ کال د تلې په ۵مه افغان ښځو ته د عدالت غوښتنې په جرم ونیول شوم، متاسفانه دا د طالب له نظره ډېر لوی جرم دی او بیا یې بندي کړم.»

د نوموړې په وینا، د لارې په اوږدو کې په داسې حال کې چې سترګې یې تړلې وې، یو ځای موټر ودرول شو او یو طالب یې تر څنګ کېناست او له وهلو ډبولو سره یې غوښتل، چې د موبایل پسورډ ترې واخلي.

ژولیا پارسي وايي: «د لارې په اوږدو کې د وزیراکبرخان په سیمه کې موټر ودرول شو او یو طالب زما څنګ ته کېناست او راته یې ویل، د موبایل پسورډ راکړه، ما پسورډ نه ورکاوه، ما ورته وویل، تاسو د مسلمانۍ په اړه خبرې کوئ او ښځې له محرم پرته بهر نه پرېږدۍ نو ته یو نامحرم ولې زما په لاسونو او ځان لاس وهې او بیا مې همداسې چیغه کړه او طالب بیا رانه ښکته شو او یو بل ته یې سره ویل چې ۴۰م ریاست ته یوسئ.»

د نوموړې په وینا، کله چې ۴۰م ریاست ته ولېږدول شوه، نو ۷ ښځینه کارکوونکې راغلې او له سپکو سپورو ویلو او وهلو ډبولو وروسته یې ترې د موبایل پسورډ واخیست او شاوخوا ۲۲ ورځې یې بیا ټولې ټولنیزې پاڼې په ۲۴ ساعته ډول انلاین وې.

ژولیا زیاتوي: «۴۰م ریاست ته په رسېدو سره ۷ ښځې راغلې چې د ښځينه برخې کارکوونکې وې، تاسو باور وکړئ چې دوی له طالبانو ډېرې ظالمانې وې او زه یې بیا یوه تشناب ته بوتلم او هلته یې له وهلو او ډبولو وروسته پر دې وګواښلم چې که د موبایل پسورډ ورنکړم، نو لوڼې به مې هم دلته راولي. بیا له دې وېرې اړه شوم چې پسورډ ورکړم.»

ژولیا پارسي وايي، ۴۱ ورځې په انفرادي بندخونه کې ساتل کېده او ورسره جوخت له دې خبره شوه چې تنکی ځوان زوی یې هم په دې جرم چې په یادو اعتراضونو کې له خپلې مور سره و، نیولی وو.

دا زیاتوي، «ما خو د طالبانو پر ضد اعتراض کړی و، خو زوی مې هېڅ ګناه نه درلوده او هغه یې په دې جرم نیولی و چې مور دې معترضه ده.»

د نوموړې په وینا، طالبانو د دې له موبایله کورني عکسونه کاپي کړي وو او پر دې یې ګواښله که چېرې د دوی په خوښه جرمونو اعتراف ونه کړي، نو هره ورځ به یې یو کورنی عکس په ټولنیزو شبکو کې خپور کړي.

ژولیا پارسي همداراز زیاتوي: «زما له موبایله یې کورني عکسونه کاپي کړي و او ګواښلم یې چې که څه چې دوی وايي اقرار ونکړم، نو هره ورځ به یو عکس په ټولنیزو شبکو کې خپروي او ورسره به لیکي چې د بداخلاقۍ په تور بندي ده، نه ده اعتراضونو په تور.»

ژولیا د طالبانو د شکنجو په تړاو وايي، دغې ډلې له وهلو ډبولو او سپکو سپورو سربېره د شپې له خوا یې پر سر اوبه وراچولې، له چته به یې راځوړندوله، پر سر به یې پلاستیکي خلطې وراچولې او بیا یې سر د اوبو په سلطل کې ښکته کاوه.

د نوموړې په وینا: «د طالبانو ډلې نارینه او ښځينه کارکونکې دواړه رحم نه لري» او دا بالاخره له ۳ میاشتو له بندخونې خوشې شوه او له څه مودې وروسته له افغانستانه پر وتلو بریالۍ او اوس په یوه بل هېواد کې ژوند کوي.

په دغه سپېس کې، په مستعار نوم سهراب شمال چې د مقاومت ډلې د غړیتوب په تور د طالبانو په استخباراتو او بګرام زندانونو کې شاوخوا یو کال بندي و، وویل چې له وهلو ډبولو او سپکو سپورو سره سره یې ان د پښو نوکان هم پرې اېستل شوي دي. هغه زیاتوي، چې د ۱۴۰۲ کال په روژې میاشت کې د پروان ولایت له یوې ولسوالۍ ونیول شو او په لاره کې د وهلو ډبولو په وسیله یې د کابل شش درک (د طالبانو استخباراتي ادارې) ته لېږدولی دی.

د نوموړي په وینا، طالبانو هېڅ داسې اسناد نه درلودل چې ثابته کړي د مقاومت غړی و، نو په وینا یې هر هغه چا چې د دوی په خوښه اعتراف نه کاوه، تر نورو به ډېر وهل کېده او له ډول ډول شکنجو سره به مخ و.

نوموړی د طالبانو د شکنجو په تړاو وايي، دغې ډلې په پیپ او کېبلونو او همداراز سوکانو او لغتو سربېره پر سر پلاستیکي خلطې کش کولې، په ستوڼي کې یې د اوبو پیپونه نیول، برقي شوک یې ورکاوه او د پښو نوکان یې اېستل.

د نوموړي په وینا، په دغو زندانونو کې ځينې طالبان د لواطت او فلسطین ته د تللو د هوډ په جرمونو هم بندیان وو، خو هېڅکله هم نه دي شکنجه شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې نړۍوالو بنسټونو او په ځانګړې توګه د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو د طالبانو په بندخونو کې د بندیانو د وضعیت په تړاو شدیده اندېښنه څرګنده کړې او په وینا یې په ځینو حالاتو کې ځینې بندیان په ډېر بد حالت کې له بندخونو ازاد شوي دي.

له دې سره، د شکنجې د مخنیوي نړۍوال سازمان بیا په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په بند خونو کې شکنجه یوه عامه او سیستماتیکه کړنه ده، چې طالبان له تورنو کسانو د اقرار او معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د رواني ازار او نورو لارو کار اخلي.

د قربانیانو په وینا، شکنجه کوونکي د برقي شاک، په تودو وسپنو سوځول، اوږدمهالی انفرادي بند، رواني فشار او ان د دروغو اعدامونو له طریقو کار اخلي.

د شکنجې د مخنیوي نړۍوال سازمان د راپور موندنې ښيي، چې دا ډول کړنې نه یوازې د سیاسي مخالفینو پر وړاندې ترسره کېږي، بلکې ښځینه فعالان، قومي او مذهبي لږکي هم په ځانګړي ډول هدف ګرځي.

له دې سره، څه موده مخکې افغانستان انټرنشنل - پښتو یو څېړنیز راپور خپور کړی و، چې په کې راغلي و د طالبانو د استخباراتو په عمومي او ولایتي ریاستونو کې تورنو اشخاصو ته ۳۱ ډوله بېلابېلې شکنجې ورکول کېږي.
په لښتو او لرګیو وهل، په یخو اوبو کې ډوبول، د برېښنا شاکونه، پر پښو وهل، جنسي الې ته فشار ورکول، په جنسي الې پورې وزن تړل، د شور او ځوږ اورول، بې خوبي، په ګرمو اوبو کې ډوبول، سا بندول، د نوکانو اېستل، ژبې او غوږونو ته په پلاس فشار ورکول، له لاسونو ځوړندول، له پښو ځوړندول، په کوچنۍ پنجره کې بندول، اوږدمهاله تیاره کې ساتل، پر اوبو بندیز، د سینو د څوکو مروړل، له کوڅیو او ویښتو تړل، په خوله کې د اوبو پایپ ورکول، اوږدمهاله درول، پر مقعد د اوسپنیزې الې منډل، د کمې ډوډۍ ورکول، په سره سیخ داغل، د اوړي په موسم کې لمر ته کښېنول، د ژمي په موسم کې یخ ته کښېنول، بشپړ لوڅول او تذلیلي شکنجه، د کورنۍ او خپلوانو ګواښل، د سترګو تړل، د خوا بدوونکو درملو ورکول، د شا له خوا د ښي لاس او پښې او کیڼ لاس او پښې تړل او پړمخې اچول هغه شکنجې دي، چې د طالبانو په بندخونو کې بندیان ورسره مخ کېږي.
یاده ډله د دوی له نظام څخه د بغاوت، له بهرنیو رسنیو سره د اړیکې، له داعش سره د اړیکې، له مقاومت او ازادۍ جبهې سره د اړیکې او د پخواني جمهوري نظام امنیتي ادارو کې د دندې ترسره کول هغه لاملونه دي، چې زرګونه کسان یې په تور بندیان شوي دي.