احمد مسعود وایي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ترې غوښتي وو چې د طالبانو پر ضد د مقاومت مبارزه پای ته ورسوي او بېرته کابل ته ستون شي.
دا لیدنه هغه مهال په تهران کې شوې وه چې طالبان تازه پر افغانستان واک نه رسېدلي وو او د مقاومت جبهې وسلهوالې جګړې پیل کړې وې. افغانستان انټرنشنل هغه مهال راپور ورکړی وو چې امیرخان متقي د ایران د سپاهپاسداران په بلنه تهران ته تللی او د همدې بلنې په ترڅ کې د هغه او د مقاومت د مشرانو د لیدو زمینه برابره شوې وه.
احمد مسعود د شنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) د خواله رسنیو په اېکس شبکې کې د سپېس پرمهال یو ځل بیا برخلیک ټاکنه د خلکو حق وباله او د ټاکنو پر ارزښت یې ټینګار وکړ. هغه ایران ته د ۱۴۰۰ کال سفر ته په اشارې سره زیاته کړه: «متقي راته وویل ټاکنې په اسلام کې ځای نه لري. ما ګډونوالو ته وویل نو اسلامي هېوادونه لکه ایران نه پوهېږي چې دا کار یې کفر او غیر اسلامي دی؟».
امیرخان متقي د ۱۴۰۰ کال د مرغومي په میاشت کې په ایران کې له احمد مسعود، اسماعیل خان او یو شمېر نورو افغان څېرو سره لیدلي وو. هغه کابل ته تر ستنېدو وروسته ویلي وو چې د مقاومت مشران کولای شي پرته له اندېښنې افغانستان ته بېرته راستانه شي.
احمد مسعود په پرلهپسې ډول د خلکو د ټاکنیز حق ملاتړ کړی دی. نوموړي تازه په یوه مرکه کې ویلي وو که طالبان د ټاکنو، سولې او عدالت اصول ومني، دی د خبرو اترو لپاره چمتو دی.
طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان اساسي قانون لغوه کړ او خپل نظام یې د خپل تفسیر شوې «اسلامي شریعت» پر بنسټ جوړ کړ. دغه ډلې په تېرو څلورو کلونو کې ټول ټاکنیز او دېموکراټیک بنسټونه منحل کړي دي.
د طالبانو مخالفین او ګڼ هېوادونه د دغه ډلې واکمني «استبدادي، غیر ولسي او نامشروع» ګڼي چې پرېکړې یې تر ډېره د دې ډلې د اصلي مشرانو، په ځانګړي ډول د ملا هبتالله په لاس کې دي.