• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جنرال پټریک سنډرز: له افغان حکومت پرته له طالبانو سره مستقیمې خبرې د ناکامۍ پیل و

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۴ GMT+۱

له افغانستان نه د بریټانیايي ځواکونو تر وتلو ۴کاله وروسته د برېتانیا د پوځ پخواني قوماندان جنرال سر پټریک سنډرز ویلي چې د افغانستان اوږده جګړه د سیاسي او ستراتیژیکو ناکامیو له امله "ناکامه" پای ته ورسېده. هغه وايي، له افغان حکومت پرته له طالبانو سره مستقیمې خبرې د ناکامۍ پیل و.

نوموړي له BFBS فورسز نیوز ته په مرکه کې ویلي چې د بریتانیا تر ټولو اوږده جګړه د سیاسي او ستراتیژیکو تېروتنو ښکار وه.

سنډرز، چې په هلمند کې یې د برېتانیايي ځواکونو مشري کړې وه، وویل: «د اوږدې مودې لپاره زه د دې جګړې د پایلو په اړه په غوسه وم، موږ په هره کچه تېروتنې وکړې، په ستراتیژیکه، سیاسي او حتا په ټیټه کچه.»

هغه زیاته کړه چې د جګړې لومړیو کلونو کې د طالبانو له نسکورېدو وروسته لوېدیزوالو د افغانستان د سیاسي راتلونکي د جوړولو چانس له لاسه ورکړ.

د سنډرز په وینا، له سیاسي بهیر څخه د طالبانو ایستلو هغوی ته د زور له لارې د بېرته راتګ زمینه برابره کړه.

بریتانیا په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰ زره پوځیان لرل، ۴۵۷ یې ووژل شول او زرګونه نور ټپیان شول.

سنډرز وویل: «موږ د دې کمپاین په لومړیو کې یو ستر فرصت له لاسه ورکړ، باید د طالبانو له نسکورېدو وروسته سیاسي راتلونکي ته مو پام کړی وای، ځکه هغوی په هر صورت کې د راتلونکي برخه وو.»

هغه د جګړې د وروستیو کلونو په اړه هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې له ۲۰۱۵ کال وروسته د بریتانیا د ځواکونو لږ حضور افغانانو ته د خپلو بنسټونو جوړولو فرصت ورکاوه، خو د ده په باور، د وتلو نېټې اعلان او له افغان حکومت پرته له طالبانو سره مستقیمې خبرې د ناکامۍ پیل و.

سنډرز د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل هوايي ډګر ګډې وډې صحنې د ماتې څرګند تصویر وباله او زیاته یې کړه: «د افغانستان د جګړې پایله د بریا په نوم نه شي یادېدای، موږ ماتې نه نمانځو.»

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د لوړو زده کړو شورا د دوکتورا او ماسټرۍ نوي پروګرامونه اعلان کړل

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت عالي شورا د څلورو دوکتورا، اته ماسټري برنامو، پنځو نویو پوهنځیو او ۳۱ څانګو د ایجاد پرېکړه کړې ده. یاده شورا وايي، په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې یې د مصنوعي ځيرکتیاد ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه هم شامل کړي دي.

یاد وزارت ویلي، چې دا ناسته د د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندامحمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو د استازو، دولتي پوهنتونونو د رهبرۍ او خصوصي پوهنتونونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې مولوي ندیم وویل: «شورا ته وړاندې شوې برنامې د ټولنې اړتیاوو او د لوړو زده کړو وزارت د اصولو او معیارونو له مخې ارزول شوې دي.»

نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو د واکمنېدو له بیا پیل راهیسې شاوخوا ۱۰۰ د ماسټري او تر ۳۰ زیاتې د دوکتورا برنامې رامنځته شوې دي، چې په کمپیوټر ساینس، انجنیري، طب او کرنې برخه کې دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، شورا تازه د څلورو دوکتورا، اته ماسټري برنامو، پنځو نویو پوهنځیو او ۳۱ څانګو د ایجاد پرېکړه هم کړې ده.

سره له دې چې د زده کړو په برخه کې د برنامو د زیاتېدو اعلان کېږي، خو د طالبانو د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت تګلارې، چې نجونې یې له زده کړو بې برخې کړې دي، تر جدي نیوکو لاندې دي.

سرچینې: د پخواني افغان هوايي ځواک چورلکې له ازبکستان څخه بېرته افغانستان ته لېږدول کېږي

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۲ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د پخواني حکومت هغه چورلکې چې د جمهوریت د سقوط پرمهال ازبکستان ته لېږدول شوې وې، په راتلونکو ورځو کې به کابل ته انتقال شي. د سرچینو په وینا، د دې چورلکو شمیر ۵۷ دی.

د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته، د پخواني حکومت د هوايي ځواک یو شمیر چورلکې ازبکستان او تاجکستان ته ولېږدول شوې.

دغه چورلکې د پخواني افغان پوځ د پیلوټانو له خوا دغو هیوادونو ته لیږدول شوې وې.

د امریکا د دفاع وزارت مخکې ویلي وو چې ۴۶ الوتکې ازبکستان ته او ۱۸ نورې تاجکستان ته لېږدول شوې دي.

په دغو الوتکو کې Mi-17 UH-60 چورلکې او همدارنګه PC-12، C-208، AC-208 او A-29 الوتکې شاملې دي.

طالبانو په وار وار له ازبکستان او تاجکستان څخه غوښتي و، چې یادې چورلکې دې ډلې ته وسپاري خو دواړو هیوادونو د طالبانو د غوښتنې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

په ازبکستان کې د امریکا سفیر اعلان کړی و، چې د یوې نوې موافقې له مخې د افغان پوځ ۴۶ پخوانۍ الوتکې او چورلکې به د ازبکستان حکومت په واک کې پاتې شي.

په افغانستان کې د امریکا سفارت هم له تاجکستان څخه مننه وکړه، چې د افغانستان د پوځ پخوانۍ الوتکې یې طالبانو ته نه دي سپارلي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني او د هغه د همکارانو یوه ډله هم د دریو پوځي چورلکو له لارې ازبکستان او بیا متحده عربي اماراتو ته لاړل.

د امنیتي ځواکونو د یوه پخواني قوماندان په وینا، امریکا د پخواني افغان حکومت هوايي ځواک په ۲۲۹ پوځي او ټرانسپورټي چورلکو سمبال کړی و.

طالبان وايي په دریو ولایتونو کې یې ۱۴۵ کیلوګرامه نشه یي توکي او ۱۰ تورن کسان نیولي

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۰ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د دې ډلې پولیسو په کندز، بغلان او بلخ ولایتونو کې په بېلابېلو عملیاتو کې ۱۴۵ کیلوګرامه نشه یي توکي او لس کسان د قاچاق او نشه يي توکو د ساتلو په تور نیولي دي.

د دغې ډلې د کورنیو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د کندز د امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکو پر ضد پولیسو په دوه جلا عملیاتو کې، یو کس د خان‌اباد ولسوالۍ له سیمې د ۱۰۶ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق په تور نیولی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په همدې عملیاتو کې دوه نور کسان هم د کندز- تخار پر لاره له ۳۲ کیلوګرامه تاریاکو سره نیول شوي دي. په ورته وخت کې، د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې پولیسو یو کس له څلور کیلوګرامه چرسو سره نیولی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې یې عملیات کړي چې شپږ کسان یې له درې کیلوګرامه شیشې او یو شمېر الکولي مشروباتو سره نیولي دي.

یاد وزارت زیاتوي، نیول شوي کسان یې عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارلي دي.

طالبانو په کابل کې د یوناما کارکوونکې د دفترونو له دروازو بېرته کورونو ته ستنې کړې

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۰ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تېره ورځ او نن طالبانو په کابل کې د یوناما ښځینه کارکوونکې ددفترونو له دروازو بېرته خپلو کورونو ته لېږلې دي. یوې سرچینې وویل چې مرکزي دفتر ته د طالبانو ۷ تنه په شخصي جامو کې راغلي وو او ښځینه همکارانې یې بېرته ستنولې.

له کابل څخه سرچینو نن دوشنبه د « وږي ۱۷مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په کابل کې طالبان د یوناما اړوند دفترونو په دروازو کې د هغو ښځینه کارمندانو مخه نیسي، چې په دې اداره کې کار کوي.

د یوناما یوه کارکوونکي له نومنښودنې پرته افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل:« د یوناما درې دفترونه دي، مرکزي دفتر ته پرون او نن راغلي وو، بارون کمپ کې چې ډبلیو ایف پي او د ای او ایم دفتر دی، هلته نن ورغلي دي.»

سرچینې زیاته کړه، « طالبان وايي، چې د ښځینه کارکوونکو کار بند دی، د امیر فرمان راغلی او د فرمان د تطبیق لپاره راغلي یو».

یادې سرچینې وايي، چې د ښځو د کار د مخنیوي قطعه د ملا هبت الله لپاره ځانګړی کار کوي، په تشکیل کې یې ددفاع وزارت کسان دي، خو لارښوونې له کندهاره ورته راځي. ځینې سرچینې دغه کسان د طالبانو د امر بالمعروف اړوند کسان ګڼي، خو دې ادارې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سرچنو په وینا، د یوناما مسوولانو خپلو ښځینه کارکوونکو ته ویلي، چې تر څو دا ستونزو له طالبانو سره اواریږي او یوې نتیجې ته رسیږي، په کورونو کې دې پاتې شي.

افغانستان انټرنشنل د یوناما دفتر سره ددې موضوع په اړه اړیکه نیولې، خو تر دې دمه یې ځواب نه دی راغلی.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم طالبانو د یوناما ښځينه کارکوونکو مخه نیولې وه خو بیا وروسته د جوړجاړي له امله بېرته اجازه ورکړل شوې وه.

تر اوسه طالبانو هم د یوناما د ښځینه کارکوونکو د کار د مخنیوي په اړه څه نه دي ویلي.

د روغتیا نړۍوال سازمان له طالبانو غوښتي، چې پر ښځینه مرستندویه کارکوونکو بندیزونه لغوه کړي

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۲ GMT+۱

د افغانستان په ختيځ کې له مرګونې زلزلې وروسته د روغتیا نړۍوال سازمان له طالبانو وغوښتل، چې پر ښځينه مرستندويه کارکوونکو لګول شوي محدوديتونه او بندیزونه لرې کړي. یاد سازمان زیاته کړې، چې ښځینه مرستندویه کارکوونکې باید پرته له محرم څخه زیانمنو سیمو ته د سفر اجازه ولري.

دغه سازمان وایي، مرستندیونه کارکوونکې باید هغو مېرمنو ته روغتيايي خدمتونه ورسوي چې د زلزلې له امله يې طبي مرستو ته اړتيا پيدا کړې ده. د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان د دفتر مرستیاله موکتا شارما په خبره: «په اوس وخت کې تر ټولو لويه ستونزه د ښځينه روغتيايي کارکوونکو جدي کموالی دی.»

نوموړې اټکل وکړ، چې نږدې ۹۰ سلنه طبي کارکوونکي په زلزله ځپلو سيمو کې نارينه دي او پاتې ۱۰ سلنه زياتره قابله‌ګانې او نرسانې دي؛ نه هغه مسلکي ښځينه ډاکټرانې چې د سختو ټپونو درملنه وکړي. د هغې په وينا؛ دا يوه جدي ستونزه ده ځکه چې ښځې له نارينه ډاکټرانو سره د خبرو اترو څخه ډډه کوي او يوازې سفر کولو ته زړه نه ښه کوي.

طالبانو په ۲۰۲۲کال کې پر ښځو بنديز ولګاوه، چې له کوره بهر کار ونه کړي. د رويټرز د راپور له مخې؛ د مرستندويه ادارو چارواکو ويلي، دوی ته ځينې استثناوې ورکړل شوې دي؛ خو د یوې محدودې مودې لپاره دي او په بېړنیو حالاتو کې چې اړتیاوې ډېرې وي ورته بسنه نه‌کوي.

موکتا شارما وويل: «محدوديتونه ډېر سخت دي، د محرم موضوع لا هم پر خپل حال پاتې ده او طالبانو هېڅ رسمي استثنا نه‌ده اعلان کړې؛ خو تېره اوونۍ زموږ ټيم دغه موضوع له طالب چارواکو سره شريکه کړه.» نوموړې زياته کړه: «موږ احساس وکړ، چې اوس د خبرو کولو وخت دی. بايد ورته ووايو، چې دا هغه وخت دی چې تاسو واقعا زياتو ښځينه روغتيايي کارکوونکو ته اړتيا لرئ. اجازه ورکړئ چې هغوی راولو، ان له نورو سيمو څخه هم چې شونې وي.»

د کونړ په وروستۍ زلزله کې یوې اغېزمنې شوې ښځې ویلي: «زموږ د کلي ډېری ښځې اوس له زلزلې وروسته پر رواني ناروغۍ او د وينې پر لوړ فشار اخته شوې او د روغتيايي خدمتونو ترلاسه کولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي».

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د اټکل له مخې؛ د افغانستان د ختیځ په زلزله ځپلو سیمو کې شاوخوا ۱۶ زره او ۶۰۰ مېندواره ښځې سملاسي طبي مرستو ته اړتيا لري. له دې وړاندې د کونړ اوسېدونکو خبر ورکړی و، چې لږ تر لږه شپږ مېندواره ښځې د ښځينه طبي پرسونل د کموالي له امله مړې شوې دي.