• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

د روغتیا نړۍوال سازمان له طالبانو غوښتي، چې پر ښځینه مرستندویه کارکوونکو بندیزونه لغوه کړي

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۲ GMT+۱

د افغانستان په ختيځ کې له مرګونې زلزلې وروسته د روغتیا نړۍوال سازمان له طالبانو وغوښتل، چې پر ښځينه مرستندويه کارکوونکو لګول شوي محدوديتونه او بندیزونه لرې کړي. یاد سازمان زیاته کړې، چې ښځینه مرستندویه کارکوونکې باید پرته له محرم څخه زیانمنو سیمو ته د سفر اجازه ولري.

دغه سازمان وایي، مرستندیونه کارکوونکې باید هغو مېرمنو ته روغتيايي خدمتونه ورسوي چې د زلزلې له امله يې طبي مرستو ته اړتيا پيدا کړې ده. د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان د دفتر مرستیاله موکتا شارما په خبره: «په اوس وخت کې تر ټولو لويه ستونزه د ښځينه روغتيايي کارکوونکو جدي کموالی دی.»

نوموړې اټکل وکړ، چې نږدې ۹۰ سلنه طبي کارکوونکي په زلزله ځپلو سيمو کې نارينه دي او پاتې ۱۰ سلنه زياتره قابله‌ګانې او نرسانې دي؛ نه هغه مسلکي ښځينه ډاکټرانې چې د سختو ټپونو درملنه وکړي. د هغې په وينا؛ دا يوه جدي ستونزه ده ځکه چې ښځې له نارينه ډاکټرانو سره د خبرو اترو څخه ډډه کوي او يوازې سفر کولو ته زړه نه ښه کوي.

طالبانو په ۲۰۲۲کال کې پر ښځو بنديز ولګاوه، چې له کوره بهر کار ونه کړي. د رويټرز د راپور له مخې؛ د مرستندويه ادارو چارواکو ويلي، دوی ته ځينې استثناوې ورکړل شوې دي؛ خو د یوې محدودې مودې لپاره دي او په بېړنیو حالاتو کې چې اړتیاوې ډېرې وي ورته بسنه نه‌کوي.

موکتا شارما وويل: «محدوديتونه ډېر سخت دي، د محرم موضوع لا هم پر خپل حال پاتې ده او طالبانو هېڅ رسمي استثنا نه‌ده اعلان کړې؛ خو تېره اوونۍ زموږ ټيم دغه موضوع له طالب چارواکو سره شريکه کړه.» نوموړې زياته کړه: «موږ احساس وکړ، چې اوس د خبرو کولو وخت دی. بايد ورته ووايو، چې دا هغه وخت دی چې تاسو واقعا زياتو ښځينه روغتيايي کارکوونکو ته اړتيا لرئ. اجازه ورکړئ چې هغوی راولو، ان له نورو سيمو څخه هم چې شونې وي.»

د کونړ په وروستۍ زلزله کې یوې اغېزمنې شوې ښځې ویلي: «زموږ د کلي ډېری ښځې اوس له زلزلې وروسته پر رواني ناروغۍ او د وينې پر لوړ فشار اخته شوې او د روغتيايي خدمتونو ترلاسه کولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي».

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د اټکل له مخې؛ د افغانستان د ختیځ په زلزله ځپلو سیمو کې شاوخوا ۱۶ زره او ۶۰۰ مېندواره ښځې سملاسي طبي مرستو ته اړتيا لري. له دې وړاندې د کونړ اوسېدونکو خبر ورکړی و، چې لږ تر لږه شپږ مېندواره ښځې د ښځينه طبي پرسونل د کموالي له امله مړې شوې دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

له زلزلو څخه ژوندي پاتې شوي خلک له ډاره بېرته خپلو کورونو ته نه‌شي تلای

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۷ GMT+۱

د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلي له لوړو غرونو څخه د ډبرو رالوېدو له ډاره بېرته خپلو کلیو ته نه‌شي تلای. دوی وايي، ښايي د تل لپاره خپل کور او کلی ځینې پاتې شي. دوی دا شکایت هم کوي، چې د مرستو بهیر نامنظم او ډېر سوکه دی.

رویټرز خبري اژانس دوشنبه (د وږي ۱۷مه) لیکلي، د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلي د لوړو غرونو څخه د ډبرو رالوېدو له ډاره بېرته خپلو کلیو ته نه‌شي ورتلای او له کوره د باندې په دښتو او د سیند په غاړه په خېمو کې شپې سبا کوي.

د کونړ ولایت د مسعود کلي ۶۷ کلن اوسېدونکی وايي: «موږ هیڅ د استوګنې ځای نه‌لرو، ان دا چې په یوه خېمه کې هم نه ځایېږو.» هغه زیاته کړه:« پرون شپه باران وشو، موږ هیڅ ځای نه‌لاره چې ځانونه خوندي کړو. زموږ تر ټولو ستره وېره دا ده، چې هر وخت کېدای شي له غره څخه یوه ډبره راوښویېږي.»

که څه هم نړۍوالو له زلزله ځپلو سره ډېرې مرستې کړې دي؛ خو ژغورل شوي خلک وایي، چې د مرستو رسولو بهیر نامنظم او ډېر ورو دي.

د شهیدانو کلي ۴۰ کلن بزګر شمس‌الرحمن وویل، چې په زلزله کې یې شپږ خپلوان مړه شوي او خپله کورنۍ یې ۹ غړي لري. هغه د غره له سره راکښته شوی او اوس د سړک پر غاړه وخت تېروي.

شمس الرحمان زیاته کړه: «هغه خیمې چې موږ ته راکړل شوې، زموږ ماشومان هم نه په کې ځایېږي. کله چې له غره څخه راکښته کېدو زما زوی بوټان نه لرل، بیا ما خپل بوټان ورکړل او اوس یوه جوړه بوټان په نوبت په پښو کوو.»

ځینې زلزله ځپلي داسې فکر کوي، چې بیا به خپلو کورونو ته ورستانه نه‌شي او د تل لپاره به کور او کلی ځینې پاتې شي.

۵۱ کلن ګل احمد وایي:« که زلزله نه وي، عادي باران هم له غره څخه ډبرې راښویولای شي. موږ بېرته خپلو کورونو ته نه‌ځو، باید حکومت موږ ته د استوګنې ځای برابر کړي.»

په دې زلزله کې تر ټولو ډېر زیان ماشومانو ته اوښتی دی. د صادق په نوم ۱۲ کلن ماشوم ۱۱ ساعته وروسته له خاورو څخه ژوندی راواېستل شو، حال دا چې څنګ ته یې د انا او تره مړي پراته وو. صادق وايي:« ما ویل زه به مړ شم، ما فکر وکړ چې قیامت شو.»

د راپورونو له مخې؛ د خټو او ډبرو څخه جوړ شوي کورونه د زلزلې په لومړي ټکان کې ونړېدل.

طالبان وايي، د روغتیا نړۍوال سازمان د ګوزڼ په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د دغه وزارت لپاره د دوی وزیر نور جلال جلالي سره په لیدنه کې د روغتیا نړۍوال سازمان پلاوي په افغانستان کې د ګوزڼ په برخه کې د بشپړې پاملرنې او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیا نړۍوال سازمان د ګوزڼ ناروغۍ سره د مبارزې حوزوي مشر ډاکټر حامد رضا جعفري په مشرۍ یو پلاوي سره لیدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په یاده لېدنه کې د روغتیا نړۍوال سازمان پلاوي د ګوزڼ د اغېزمن تطبیق په برخه کې د بشپړې پاملرنې او بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې؛ سږکال تر اوسه په افغانستان کې دوه د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په افغانستان کې د پولیو دغه دوه مثبتې پېښې په بادغیس او هلمند ولایتونو کې ثبت شوې دي. همدارنګه د افغانستان له نهو ولایتونو څخه د پولیو ویروس چاپېریالي بېلګې موندل شوې دي.

نصیر احمد فایق: ګاونډیو هېوادونو څخه د اېستل شویو افغان پوځیانو وژنه «جنایت» دی

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۴ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق اندېښنه څرګنده کړې، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه یو شمېر اېستل شوي پخواني افغان پوځیان د طالبانو له لوري وژل کېږي او دا چاره یو لوی «بشري جنایت» دی.

هغه ویلي، د دغه ډول اسیرانو وژنه د انساني او اسلامي قوانینو سره ټکر کې عمل دی. هغه د دوشنبې په ورځ د (وري ۱۷مه) پر اېکس پاڼه زیاته کړې: «دغه بشریت ضد کړنې دي او عاملین یې باید ځواب ورکړي.»

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې هم له ګاونډیو هېوادونو د اېستل شویو پخوانیو افغان پوځیانو د وژنې راپورونه ورکړل شوي دي.

تر دې وړاندې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د افغان پولیسو د ځانګړو ځواکونو د پخواني افسر عبدالولي نعیمي مړی د هغه له ورکېدو دوه اونۍ وروسته په کابل کې موندل شوی دی. ښاغلی نعیمي چې د پنجشېر ولایت اوسېدونکی و، (د زمري په ۲۴مه نېټه) له ایرانه کابل ته ستون شوی و.

په کابل کې سرچینو ویلي، چې نوموړی (د زمري په ۲۴مه نېټه) کابل ته ستون شو او دوه ورځې وروسته لادرکه شو. د نعیمي کورنۍ د هغه له ورکېدو نږدې دوه اونۍ وروسته د نوموړي مړی د کابل عدلي طب له ریاسته موندلی و.

نورالدین ترابي: باید له افغانستان سره مرستې سياسي نه، بلکې بشري هدف ولري

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۴ GMT+۱

له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې لپاره د طالبانو مشر نورالدین ترابي ویلي، چې باید له افغانستان سره مرستې سياسي نه؛ بلکې بشري هدف ولري. نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره په لیدنه کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې ګڼ شمېر افغانان دا مهال له بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي او بشري مرستو ته جدي اړتیا لري؛ نو له همدې امله مرستې باید په بشپړ ډول بشري وي.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې په دې لیدنه کې د جاپان سفیر ژمنه کړې چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستیو زلزلو له امله خواشیني څرګنده کړې او د دغه هېواد له‌خوا یې د مرستو د دوام ژمنه کړې ده.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کم عمره نجونو ودونو د مور او ماشوم مړینه ډېره کړې ده

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ماشومانو او د کم عمره نجونو د ودونو کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده. دغه اداره وايي، دغه لړۍ د وړو نجونو د مېندوارۍ کچه لوړوي چې په پایله کې د مېندو د مړینې لامل کېږي.

په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې نږدې ۳۰ سلنه افغان نجونې تر اتلس کلنۍ مخکې واده شوې او شاوخوا لس سلنه یې تر پنځلسو کالو لږ عمر لاره.

د دغې ادارې په وینا؛ ډېرې کورنۍ د فقر، زده‌کړې یا د کار نشتوالي له امله واده د ژوند د بقا لاره بولي. ملګرو ملتونو ویلي، چې دې کار د ښځو او ماشومانو پر روغتیا خورا ناوړه اغېزه کړې.

د یادې ادارې د اټکل له مخې؛ تر ۲۰۲۶ کاله پورې به په افغانستان کې د کم عمره مېندو مېندواري ۴۵ سلنه ډېره شي او د مېندو د مړینې ګواښ به تر ۵۰ سلنې هم لوړ شي.

دغه اداره وړاندې وایي، هغه نجونې چې له زده‌کړو پاتې کېږي، ډېری یې د اجباري ودونو او تر واده وروسته په همدې کوچنیوالي کې د مېندوارۍ له ګواښ سره مخ کېږي.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، چې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو تړل، له کار څخه بې برخې کېدل او روغتیايي خدمتونو کمښت داسې شرایط برابر کړي، چې د مور او ماشوم د مړینې ګواښ ډېر شي.

په راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زده‌کړې بندیز د ښځینه روغتیایي مسلکي کارکوونکو روزنې د وروستۍ هیلې لاره هم وتړله.

دې پرېکړې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی نور هم محدود کړی او د وړو نجونو ودونو له ډېرېدو سره یو ځای یې د ښځو او ماشومانو لپاره یو پېچلې او خطرناک روغتیایي ناورین پېښ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، د دغې لړۍ په پایله کې به په افغانستان کې داسې ښځينه نسل پاتې شي، چې زده‌کړې به نه‌لري، په کوچنیوالي کې به واده شوې وي او د مرګ له جدي ګواښ سره به مخ وي.

د دغې ادارې په باور؛ نړۍواله ټولنه باید ژر تر ژره د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره اقدام وکړي؛ که نه، د انساني او پرمختیايي پایلو بڼه به نوره هم بدله شي.

نوموړې ادارې تر دې وړاندې هم له نړۍوالې ټولنې غوښتي و، چې خپلې مرستې او پروګرامونه په افغانستان کې له سره داسې طرحه کړي چې ټول پام یې ښځو ته اړولی وي.

یادې ادارې ویلي، باید سرچینې اوږدمهاله او د بدلون وړ وي او په داسې ډول د ښځو د سیمه‌ییزو ادارو په واک کې ورکړل شي، چې لږ تر لږه «۳۰ سلنه» مرستې د جنسیتي برابرۍ پروګرامونو ته ځانګړې شي.

دغه اداره زیاتوي، باید د هر هغه اقدام مخه ونیول شي چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د عادي کولو لامل کېږي.

د دغې ادارې په وینا؛ که په افغانستان کې د ښځو حقونه، زده‌کړه او روغتیا لومړیتوب ونه لري، افغانستان به د ځوان نسل د ضایع کېدو او د پرمختګ له مخې له ګواښ سره مخ شي.

طالبانو تر ۲۰۲۱ کال وروسته د پرله‌پسې فرمانونو په صادرولو سره د افغانستان ښځې له زده‌کړو، کار او په ټولنه کې له عام حضور څخه بې برخې کړې دي.