• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کم عمره نجونو ودونو د مور او ماشوم مړینه ډېره کړې ده

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ماشومانو او د کم عمره نجونو د ودونو کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده. دغه اداره وايي، دغه لړۍ د وړو نجونو د مېندوارۍ کچه لوړوي چې په پایله کې د مېندو د مړینې لامل کېږي.

په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې نږدې ۳۰ سلنه افغان نجونې تر اتلس کلنۍ مخکې واده شوې او شاوخوا لس سلنه یې تر پنځلسو کالو لږ عمر لاره.

د دغې ادارې په وینا؛ ډېرې کورنۍ د فقر، زده‌کړې یا د کار نشتوالي له امله واده د ژوند د بقا لاره بولي. ملګرو ملتونو ویلي، چې دې کار د ښځو او ماشومانو پر روغتیا خورا ناوړه اغېزه کړې.

د یادې ادارې د اټکل له مخې؛ تر ۲۰۲۶ کاله پورې به په افغانستان کې د کم عمره مېندو مېندواري ۴۵ سلنه ډېره شي او د مېندو د مړینې ګواښ به تر ۵۰ سلنې هم لوړ شي.

دغه اداره وړاندې وایي، هغه نجونې چې له زده‌کړو پاتې کېږي، ډېری یې د اجباري ودونو او تر واده وروسته په همدې کوچنیوالي کې د مېندوارۍ له ګواښ سره مخ کېږي.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، چې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو تړل، له کار څخه بې برخې کېدل او روغتیايي خدمتونو کمښت داسې شرایط برابر کړي، چې د مور او ماشوم د مړینې ګواښ ډېر شي.

په راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زده‌کړې بندیز د ښځینه روغتیایي مسلکي کارکوونکو روزنې د وروستۍ هیلې لاره هم وتړله.

دې پرېکړې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی نور هم محدود کړی او د وړو نجونو ودونو له ډېرېدو سره یو ځای یې د ښځو او ماشومانو لپاره یو پېچلې او خطرناک روغتیایي ناورین پېښ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، د دغې لړۍ په پایله کې به په افغانستان کې داسې ښځينه نسل پاتې شي، چې زده‌کړې به نه‌لري، په کوچنیوالي کې به واده شوې وي او د مرګ له جدي ګواښ سره به مخ وي.

د دغې ادارې په باور؛ نړۍواله ټولنه باید ژر تر ژره د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره اقدام وکړي؛ که نه، د انساني او پرمختیايي پایلو بڼه به نوره هم بدله شي.

نوموړې ادارې تر دې وړاندې هم له نړۍوالې ټولنې غوښتي و، چې خپلې مرستې او پروګرامونه په افغانستان کې له سره داسې طرحه کړي چې ټول پام یې ښځو ته اړولی وي.

یادې ادارې ویلي، باید سرچینې اوږدمهاله او د بدلون وړ وي او په داسې ډول د ښځو د سیمه‌ییزو ادارو په واک کې ورکړل شي، چې لږ تر لږه «۳۰ سلنه» مرستې د جنسیتي برابرۍ پروګرامونو ته ځانګړې شي.

دغه اداره زیاتوي، باید د هر هغه اقدام مخه ونیول شي چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د عادي کولو لامل کېږي.

د دغې ادارې په وینا؛ که په افغانستان کې د ښځو حقونه، زده‌کړه او روغتیا لومړیتوب ونه لري، افغانستان به د ځوان نسل د ضایع کېدو او د پرمختګ له مخې له ګواښ سره مخ شي.

طالبانو تر ۲۰۲۱ کال وروسته د پرله‌پسې فرمانونو په صادرولو سره د افغانستان ښځې له زده‌کړو، کار او په ټولنه کې له عام حضور څخه بې برخې کړې دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

خالد حنفي: د الله په قانون کې ژبه، قوم او رنګ نه بلکې تقوا مهمه ده

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي وایي، «د الله په قانون کې د انسانانو ژبه، قوم او رنګ هېڅ ډول ارزښت نه‌لري او یوازې بهترین هغه څوک دی، چې د ښه تقوا لرونکی وي.» نوموړي دغه څرګندونې کابل کې د سیرت النبي په یوې غونډه کې کړې دي.

هغه زیاته کړې: «اسلامي نظام کې یو وزیر او یو عادي انسان له چا کم نه‌دی. د الله قانون کې هغه څوک نږدې دي، چې پرهېزګار او تقوا لرونکي وي». د نوموړي په وینا؛ بریالیتوب په ښکلا، قوم او ژبه کې نه‌دی او باید له هر ډول تبعیض څخه ډډه وشي.

نوموړی داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې همدا طالبان خپل غړي پر نورو افغانانو غوره ګڼي او ان د حکومتي څوکیو تر څنګ د افغانستان په بېلابېلو مسایلو کې د نظر حق نه ورکوي. یادې ډلې د سیاسي او د دوی د خپلې مذهبي مفکورې پر بنسټ نور افغانان له سیاسي فعالیتونو، انساني ازادیو او ټولنیزو اسانتیاوو څخه منعه کړي دي.

طالبان تورن دي، چې د سیاسي او مذهبي مفکورې پر بنسټ یوازې خپلې ډلې ته ژمن دي او په هېواد کې نور هېڅ لوری له ځانه بهتر نه ګڼي. د طالبانو دغه چاره د تبعیض، سختدریځۍ او نورو افغانانو ته د سپکاوي څرګندې بېلګې بلل کېږي.

د پښتونخوا د بنو په پېښه کې له پنځو ځانمرګو بریدګرو څخه درې یې افغانان دي

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۶ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د بنو په برید کې د پنځو ځانمرګو بریدګرو څخه درې هغه یې افغانان دي. دغه بریدګرو په بنو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر یوې اډې برید کړی و.

سرچینو د دغه افغان بریدګرو نومونه عبدالعزیز مشهور په قاصد مهاجر، شبیراحمد مشهور په بلال مهاجر او نجیب مشهور په حذیقه ښودلي دي.

د امنیتي چارو باوري سرچینو د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه بریدګرو کې شبیر احمد چې په مولوي بلال مهاجر مشهور دی؛ د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ اوسېدونکی و.

د سرچینو په وینا؛ نجیب‌الله چې په حذیقه مشهور دی، د خوست ولایت اوسېدونکی او عبدالعزیز چې په قاصد مهاجر مشهور دی، د پکتیکا ولایت د متاخان ولسوالۍ اوسېدونکی و.

تر دې مهاله د پاکستان پوځ او رسمي سرچینو د دغه بریدګرو هویت نه‌دی څرګند کړی.

په یوه ویډیو کې چې د افغانستان انټرنشنل لاس ته ورغلې، د بریدګرو له ډلې یو یې تر برید مخکې وایي، چمتو دی چې په پاکستان کې د الله په لاره کې ځانمرګی برید وکړي. هغه د پاکستاني طالبانو له تحریک څخه غواړي، چې د ځانمرګي برید زمینه ورته برابره کړي. نوموړی وایي، چې د هلمند ولایت په بهرامچې ولسوالۍ کې اوسېږي.

د سې‌شنبې په ورځ پاکستاني پولیسو ویلي، چې په بنو کې د امنیتي ځواکونو پر اډه د وسله‌والو په برید کې شپږ امنیتي سرتېري او شپږ بریدګر وژل شوي دي.

بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر د پوځي اډې له دېوال سره جنګولی او وروسته نورو جنګیالیو په اډه کې دننه جګړه پیل کړه، چې دې جګړې ۱۲ ساعته دوام وکړ. په دغه پېښه کې ۱۶ امنیتي ځواکونه او درې ملکي کسان ټپیان شوي دي.

بریدګرو د برید پر مهال له هغو جنګي تاکتیکونو کار اخیستی، چې افغان طالبانو په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان پر مخکېني حکومت او امریکایي ځواکونو د ځانمرګو بریدونو او موټر بمونو پر مټ کار اخیست.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ویلي، چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد دا ادعا په افغانستان کې د وسله‌والو د خوندي پټنځایونو موضوع نه شي پټولای، چې وايي پاکستاني ځواکونه د وسله‌والو پر وړاندې کمزوري دي.

دغه وزارت ویلي، چې د ملا یعقوب وروستۍ څرګندونې یوازې یو پېغور او کنایه ده او دا خبرې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د غړو حضور نه شي پټولای.

پاکستاني چارواکو پرله‌پسې توګه افغان طالبان تورن کړي، چې د دغه هېواد د مخالفو جنګیالیو کوربه دی؛ خو افغان طالبانو تل په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک او نورو بهرنیو جنګي ډلو حضور رد کړی دی.

د نړۍوالو سازمانونو د راپور له مخې؛ په افغانستان کې دا مهال د پاکستاني طالبانو د تحریک شاوخوا ۶زره جنګیالي مېشت دي. دغه راپورونو څرګنده کړې، چې د دغه ډلې وسله‌وال د افغانستان په پوځي اډو کې روزل کېږي.

هه‌نګاو سازمان: ایران په تېرو اتو میاشتو کې د ۵۹ افغانانو په ګډون ۹۰۶ کسان اعدام کړي

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۳۰ GMT+۱

د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان د موندنو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیله د سپټمبر تر ۶مې د ۵۹ افغانانو په ګډون ۹۰۶ کسان چې د ایران په زندانونو کې بندیان و، اعدام شوي دي. طالبانو تر دې مخکې د ایران دغه ډول اقدام ته غبرګون نه دی ښودلی او اوس یې هم چوپتیا غوره کړې ده.

یاد سازمان وايي، په ایران کې په تېرو اتو میاشتو کې په هره اوونۍ کې ۲۵ بندیان اعدام شوي او په وینا یې په اعدام شویو کسانو کې ۲۶ ښځې، یو ماشوم، ۳۲ سیاسي او عقیدتي بندیان هم شامل و.

د «هه‌نګاو» بشري حقونو ایراني سازمان د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «د اعدام شویو په ډله کې۱۳۰کُردان، ۱۱۷لُر قوم اړوند، ۹۹بلوڅان، ۹۵تُرکان او ۵۹ افغانان شامل دي.»

که څه هم د دغو اعدام شویو افغانانو د جرمونو په تړاو وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو ایراني چارواکو تر دې مخکې د دغه ډول کسانو جرمونه امنیت ضد کړنې، وژنې او د نشه يي توکو په کاروبار کې لاس لرل په ګوته کړي دي.

د چارو ځینې شنونکي وايي، مستبد حکومتونه د خپلې بقا لپاره دغه ډول چارو ته مخه کوي او په وینا یې په ایران کې په دغه ډول پېښو کې هېڅ ډول روڼتیا نشته او بندیان په ځانګړې توګه پر اعدام محکوم کسان د وکیل نیولو حق هم نه لري.

سره له دې چې په دې وروستیو کې له ایرانه د بندي افغانانو د لېږدونې بهیر پیل شوی، خو لا هم یو شمېر افغانان چې کره شمېر یې روښانه نه دی د ایران په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي او ځینې یې پر اعدام هم محکوم شوي دي.

د چارو د شنونکو په وینا، طالبان باید په ایران کې د بندي افغانانو پوښتنه وکړي او د حقوقي قضایاو بهیر یې له نږدې وڅاري او همداراز د رالېږدونې بهیر یې چټک کړي، خو دا لا هم روښانه نه ده چې ایران به پر اعدام محکوم افغانان طالبانو ته وسپاري او که نه؟

د یادونې وړ ده، چې د ایران د بشري حقونو سازمان تر دې مخکې ویلي و، چې یوازې په ۲۰۲۴کال کې په ایران کې ۸۰ افغان بندیان اعدام شوي او دغې چارې بیا د نړۍوالو بشري حقونو د سازمانونو تُند غبرګونونه راپارولي و.

هند هڅه کوي چې د امنیت شورا له خوا نوي ډیلي ته د متقي د سفر اجازه ترلاسه کړي

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۸ GMT+۱

د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې، د نرېندرا موډي حکومت لېواله دی چې یو ځل بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته مراجعه وکړي، څو نوي ډیلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي د سفر اجازه واخلي.

په قطر کې د طالبانو سفیر له دغې رسنۍ سره په مرکه کې د طالبانو او د هند د بهرنیو چارو وزیرانو او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

دغې هندۍ رسنۍ د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) په یوه راپور کې ویلي، طالبان له نوي ډیلي سره د اړیکو د پراخېدو غوښتونکي دي او هند هم له دغې ډلې سره د اړیکو د ښه والي لپاره هڅې کړې دي.

کابل په دې وروستیو کې د هند او طالبانو د لوړپوړو چارواکو تر منځ د لیدنو وړاندیز وکړ او همداراز یې د هند له لوړپوړو چارواکو سره د امیرخان متقي د لیدنو او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین دغې هندۍ رسنۍ ته ویلي: «د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ لیدنې ضروري دي. دغه ډول لیدنې به د سوداګرۍ په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکاریو حوزې وارزول شي.»

د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې، هند له طالبانو سره په اړیکه کې دی څو ژر تر ژره د بهرنیو چارو د وزیرانو لیدنې ته زمینه برابره شي او راپور همداراز کاږي، هند به د دغې کېدونکې لیدنې د نېټې له وروستي کېدو سره سم له امنیت شورا نوي ډیلي ته د امیرخان متقي د سفر اجازه وغواړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست نوم د ۱۹۸۸ پرېکړه لیک پر بنسټ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې دی او ورسره له سفرونو هم منع شوی دی.

سرچینو تر دې مخکې ویلي و، چې هند امیرخان متقي ته بلنه ورکړې وه، چې د اګسټ میاشتې له ۲۷مې تر ۲۹مې نوي ډیلي ته سفر وکړي، خو دغه سفر له رسمي اعلانېدو مخکې لغوه شو، ځکه هند د هغه د سفر معافیت پر اخیستلو بریالی نشو.

نوي ډیلي امیرخان متقي ته د هند د سفر بلنه ورکړې ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو څانګې هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې هند نوي ډیلي ته د متقي د سفر د معافیت غوښتنلیک بېرته اخیستی دی.

هند د امیرخان متقي د سفر معافیت غوښتنه بېرته واخېسته | افغانستان انټرنشنل پښتو

د هند او طالبانو تر منځ اړیکې په دې وروستیو او په ځانګړې توګه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو په ډېرېدو سره ښې شوې دي.

طالبان: ډېری افغانان له فقر او بېوزلۍ سره مخ دي او مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري

۱۶ وږی ۱۴۰۴ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۷ GMT+۱

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې سرپرست نورالدین ترابي په کابل کې د جاپان له سفیر سره په کتنه کې ویلي، د افغانستان ډېری خلک له غربت او بېوزلۍ کړېږي او مرستې باید سیاسي نه شي.

نورالدین ترابي په دې کتنه کې چې د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) ترسره شوه، په کونړ ولایت کې له زلزله‌ځپلو سره د جاپان له مرستو مننه وکړه او همداراز یې وویل: «په افغانستان کې زیات شمیر خلک له غربت او بېوزلۍ سره مخ دي او مرستو ته جدي اړتیا لري او مرستې باید بشري وي او سیاسي اړخ ورنه کړل شي.»

د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې، په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا په دې کتنه کې په هېواد کې د وروسیتو زلزلو له امله خواشیني څرګنده کړه او جاپان یې د افغانستان یو ښه دوست هېواد یاد کړ او د خپلو کړو مرستو له یادونې سربېره یې وویل: «خپلو مرستو ته به دوام ورکړو، څو د دغو دوو هېوادونو اړیکې پیاوړې شي.»

100%

د نړۍوالو بشري سازمانونو په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، په هېواد کې د فقر، بېکارۍ او ان لوږې کچه لوړه شوې او طالبانو هم د خپلې واکمنۍ په ترڅ کې یو شمېر پخواني دولتي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي، چې ورسره د بېکارۍ او فقر کچه نوره هم لوړه شوې ده.

د نړۍوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، دمګړی په افغانستان کې څه باندې ۲۰ میلیونه کسان له شدید فقر سره لاس او ګرېوان دي او د ځینو نړۍوالو سازمانونو د مرستو په بندېدو او یو شمېر نورو د بودیجې د کمېدو له امله دغه ګراف مخ په لوړېدو دی.