نوي ډیلي امیرخان متقي ته د هند د سفر بلنه ورکړې ده

ډېپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې هند د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته بلنه ورکړې، چې دغه هېواد ته سفر وکړي. یوه بله سرچینه تاییدوي، چې هند د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه ددغه سفر لپاره د اجازې غوښتنه کړې ده.