• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې پولیسو ۲۴ تنه افغان کډوال نیولي دي

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۴۰ GMT+۱

د ترکیې پولیسو ددغه هېواد په دوغوبازید ښار کې په دوو باروړونکو لاریو کې پټ ۲۴ افغان پناه غوښتونکي نیولي دي. دغه افغان پناه غوښتونکي د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته د بهرنیو وګړو د اخراج مرکز ته لېږدول شوي دي.

رپوټونه ښيي چې موټر چلوونکی هم د انساني قاچاق په تور نیول شوی او قضایي ادارو ته سپارل شوی دی.

په ترکیه کې د افغان پناه غوښتونکو د پېژندنې، نیولو او اخراج پروسه په چټکۍ روانه ده.

که څه هم د نیول شویو افغانانو ټول شمېر لا نه دی خپور شوی، خو د رسنیو راپورونه ښيي چې تقریباً هره ورځ په بېلابېلو ښارونو کې یو شمېر افغان پنه غوښتونکي نیول کیږي او د اخراج مرکزونو ته لیږل کیږي.

د ترکیې د کډوالو ادارې معلومات ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې له ۲۳۰ زرو زیات بې اسنادو کډوال، چې اکثریت یې سوریایان وو، په ټول هېواد کې پېژندل شوي، نیول شوي او اخراج شوي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د اسلام اباد سترې محکمې د ۱۸ افغان کډوالو د شړلو مخه ونیوله

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۱۶ GMT+۱

د اسلام اباد سترې محکمې حکومتي ادارو ته امر کړی، چې د ۱۸ افغان وګړو د اخراج پروسه ودروي. محکمې د پاکستان کورنیو چارو وزارت، نادرا، د کډوالو څانګې، فدرالي تحقیقاتي ادارې او پولیسو ته مکتوبونه استولي. ددغو افغانانو د پي او ار کارتونه لغوه شوي او دوی پر دې پرېکړه اعتراض کړی دی.

د پاکستان قاضي القضات سرفراز ډوګر ددغه هېواد د کورنیو چارو وزارت او کډوالو اړوند ادارو ترڅنګ نادرا ادارې ته مکتوب لېږلی او د یادو ادارو پرېکړه یې ننګولې ده.

سرفراز ډوګر وايي، چې د مرحوم فضل الرحمن کورنۍ په ۲۰۰۸ کال کې د ټولو قانوني شرایطو له پوره کولو وروسته د پاکستان تابعیت غوښتنه کړې، خو د کالونو تیرېدو سره پاکستاني ادارو کوم ځواب نه دی ورکړی.

د پاکستان قاضي القضات ددې غوښتنې د ځوابولو په موخه پاکستاني ادارو ته لیک لېږلی، چې ددې غوښتنې په تړاو دې له محکمې سره خپل راپورونه شریک کړي څو محکمه یې دایره شي.

د اسلام اباد سترې محکمې امر کړی، چې تر بل امر پورې حکومت نشي کولی چې دا ۱۸ کسان له دغه هېواده وباسي.

د یادونې وړ ده، ددې قضیې راتلونکې محکمه د سېپټمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه جوړېږي.

سعودي عربستان په کابل او ننګرهار کې د سترګو ناروغیو وړیا درملنه کوي

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۳۸ GMT+۱

د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفارت اعلان کړی چې د ملک سلمان د بشري مرستو او خیریه چارو مرکز د «نور سعودي» د سترګو درملنې کمپاین دویم پړاو په کابل کې پیل شوی او د اګست پر ۲۹ مه په ننګرهار کې هم پیلیږي. د کمپاین موخه د نابینایۍ او د سترګو ناروغیو مخنیوی او درملنه ده.

د سعودي سفارت په ایکس لیکلي، چې د «نور سعودي» دا وړیا کمپاین د البصر خیریه بنسټ په همکارۍ ترسره کېږي.

د دوی د معلوماتو له مخې، د پروګرام په دوهم پړاو کې به په لسګونو ډاکټران او تخنیکي کارکوونکي برخه واخلي او سلګونه افغان ناروغان به د سترګو د درملنې او وړیا عملیاتو له خدمتونو برخمن شي.

د سفارت په وینا، لومړنی کمپ په کابل ولایت کې د ۲۰۲۵ کال د اګست له ۲۴مې تر ۲۸مې نېټې پورې ترسره کېږي. دوهم کمپ به بیا د ننګرهار په ولایت کې د اګست له ۲۹مې نېټې تر د سپتمبر ۴مې پورې د ناروغانو لپاره پرانېستل کېږي.

د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د روغتیايي، ښوونیزو او بیړنیو مرستو پروګرامونه پلي کړي دي.

په روانه میاشت کې د تورخم له لارې شاوخوا ۶۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۳۲ GMT+۱

په تورخم کې پاکستاني چارواکي وايی چې د اګست له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۴ نېټې پورې د تورخم له لارې د پي او ار او اي سي سي کارت لرونکي ۶۰ زره او ۷۷۳ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. پاکستاني چارواکي وايي، یو ځل بیا له دغه هېواده د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر ګړندی شوی دی.

په تورخم کې د پاکستان د کډوالو ادارې سرچینو نن دوشنبه د «وږي ۳مه» وویل چې یوازې تېر ماښام د تورخم له لارې د پي او ار کارت لرونکي ۲ زره ۴۱۹ افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دوی همدراز زیاتوي، چې نن ۶ سوه او ۷۲ افغان وګړي چې هېڅ ډول اسناد یې نه درلودل، له پاکستان څخه اېستل شوي دي.

ددې شمېرو له مخې، پاکستان یو ځل بیا د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر ګړندی کړی دی.

د پاکستان د حکومت د اعلان له مخې، ټاکل شوې چې د راروانې سپټمبر میاشتې په لومړۍ نېټه د ۱،۴ مېلیونه پي او ار کارت لرونکو افغانانو د اېستلو لړۍ هم پیل شي.

په تورخم کې د انتقالاتو طالب مسوول د وږي په لومړی نېټه وویل چې وروستیو ورځو کې پاکستان یوځل بیا د افغان کډوالو د راستنولو بهیر چټک کړی او هره ورځ د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه سلګونه کورنۍ په زور بېرته افغانستان ته ستنیږي.

طالبان وایي،‌ اګسټ میاشت کې نږدې ۲نیم زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي، چې په روانې اګسټ میاشت کې ۲زره او ۳۳۷ بهرنیو وګړو له بېلابېلو لارو، بندرونو او د کابل هوایي ډګر څخه افغانستان ته تګ راتګ کړی دی. د خبرپاڼې له مخې؛ یاده موده کې ۱۳۰۵ وګړي افغانستان ته تللي، چې ۶۷ښځې هم په‌کې شاملې دي.

د طالبانو یادې ادارې همدا راز زیاته کړې، ۱۰۳۲بهرني وګړي بیا له افغانستانه په اګسټ میاشت کې وتلي چې له دې ډلې ۳۰ یې ښځینه وې. د دغه سفرونو موخې د تاریخي سیمو لیدنه، زده‌کړې او کار بلل شوی دی. د شمېرو له مخې؛ تر ټول ډېر بهرني وګړي د هرات اسلام کلا بندر او نیمروز له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او کاناډا په ګډون یو شمېر لوېدیځو هېوادونو هم خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د امنیتي ننګوونو له کبله دې افغانستان ته سفرونه نه‌کوي.

د طالبانو په واکمنېدو سره افغانستان ته د بهرنیو یوټیوب چلوونکو څپې ورماتې شوې او دغه ډله هڅه کوي، چې پر دغو سېلانیانو د افغانستان وضعیت ارام او ښه وښايي. خو یو شمېر یوټیوب چلوونکو بیا له افغانستانه تر وتلو وروسته روښانه کړې، چې په دغه هېواد کې د ښځو وضعیت په جدي توګه د اندېښنې وړ دی او ان د بیان ازادي هم په کې سخته سانسور شوې ده. همدا راز نیوکې کېږي، چې طالبان له بهرنیو ښځو سره ناستې ولاړې کوي؛ خو په کور دننه یې افغان نجونې له زده‌کړو او کار څخه محرومې کړې دي.

همدا راز طالبان په کور دننه هم له یوټیوب چلوونکو او رسنیزو فعالانو څخه ځان ته د تبلیغاتي وسیلو په توګه کار اخلي.

طالبان د زړو قران کریمونو او دیني کتابونو د ښخولو لپاره په غرونو کې ځانګړي ځایونه جوړوي

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت وايي، په ټول هېواد کې د زړو قران کریمونو، سیپارو او دیني کتابونو د راټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړلو چارې پیل شوې دی. دا کار د طالبانو د مشر د ځانګړي هدایت له مخې کیږي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن دوشنبه د «وږي ۳مه » وویل، چې د یاد وزارت وزیر نور محمد ثاقب تر مشـرۍ لاندې یوه طرحه جوړه شو چې د لسګونو کلونو لپاره د مقدسو اوراقو د ساتلو ټول اړین اړخونه په غرنیزو سیمو کې د مسلکي او ماهرو انجینرانو له خوا د ولایاتو په تناسب ټاکل شوي دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې ډلې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په کندهار او هلمند ولایتونو کې ددغو ځایونو د جوړولو له چارو لیدنه کړې ده او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دوی همد راز لیکلي، چې په پام کې ده چې د خطیبانو، امامانو او رسنیو له لارې خلکو ته د قران کریمونو، سیپارو، دیني کتابونو او نورو مقدسو پاڼود ساتنې او حفاظت لپاره عامه پوهاوي ترسره شي.

یاد وزارت وايي چې دغه اقدامات دیني مقدساتو او ارزښتونو ته د درناوي په موخه ترسره کوي، چې له عملي کېدو سره به یې د ټول هېواد په کچه په لومړي ځل د زړو قران کریمونو،دیني کتابونو او مقدسو اوراقو د ساتنې واحد او منظم ځایونه جوړ شي.