• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مکتوب؛ طالبانو د بامیان دولتي روغتون کې له مراجعینو د فیس اخېستلو وړاندیز کړی

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د بامیان ولایت د عامې روغتیا ریاست یو مکتوب افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی، چې د طالبانو د بامیان مستوفیت غوښتنه کړې، چې باید د دولتي روغتون مراجعین ځانګړی فیس تحویل کړي. د طالبانو د بامیان ولایت مقام ددې غوښتنې د عملي کېدو امر کړی دی.

د ترلاسه شوي مکتوب له مخې، چې دوه اونۍ وړاندې صادر شوی دی، د طالبانو د بامیان مستوفیت ادارې خپل وړاندیز ددې ډلې عامې روغتیا ریاست ته لېږلی او د بامیان ولایت مقام ورته د عملي کېدو امر کړی دی.

تر اوسه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په دولتي روغتون کې له مراجعینو د فیس اخیستو په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل دی، چې طالبانو د بامیان په دولتي روغتون کې له مراجعینو څخه د فیس اخېستلو موضوع را پورته کړې ده.

د امریکا د مرستو بندېدو سره طالبانو د ټولو دولتي ادارو ترڅنګ په خپلو وسله والو کې شل سلنه تنقیص موضوع راپورته کړه او د ملاهبت الله دې حکم د عملي کېدو چارې روانې دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د ایران کورنیو چارو وزیر: شاوخوا دوه میلیونه ناقانونه کډوال لا هم په ایران کې دي

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۴۱ GMT+۱

د ایران کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني په دغه هېواد کې د دوه میلیونه ناقانونه کډوالو د شته والي خبر ور کړی. مومني وايي، په روان کال کې یو میلیون او ۲۰۰ زره کسان خپلو هېوادونو ته ستانه شوي، چې د هغه په وینا، ۷۰ سلنه یې په خپله خوښه وتلي دي.

مومني د ایران له تسنیم خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د روان کال له پیل راهیسې نږدې یو میلیون او ۲۰۰ زره کسان خپلو هېوادونو ته ستانه شوي، چې د هغه په وینا، ۷۰ سلنه یې په خپله خوښه وتلي او پاتې نور د ایران د چارواکو په همغږۍ ستانه شوي دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د ایران د میشتونې ظرفیت محدود دی او باید د ناقانونه کډوالو د ستنولو لړۍ دوام ولري.

که څه هم د ایران چارواکي د افغان کډوالو بېرته ستنول د نړیوالو اصولو په چوکاټ کې ګڼي، خو په وروستیو میاشتو کې د بشري حقونو سازمانونو او د کډوالو کورنۍ وايي، چې د ایران حکومت د خپلې خوښې ستنېدنې تر نامه لاندې، په پراخه کچه افغان کډوال په جبري ډول ایستلي دي.

د راپورونو له مخې، یوازې په تېرو میاشتو کې له یو میلیون څخه ډېر افغانان د ایران له خاورې شړل شوي او افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

ستنېدونکي افغانان زیاتوي چې ډېری یې له قانوني پروسې او د ژوند د اساسي اړتیاوو له برابرولو پرته ایستل شوي، چې له امله یې په افغانستان کې د بېوزلۍ، بېکارۍ او د بشري ناورین کچه نوره هم لوړه شوې ده.

ایران د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په وار وار اعلان کړی چې د ناقانونه مېشتو افغانانو ستنول به چټک کړي.

دایران د کورنیو چارو وزیر په خپله وروستۍ مرکه کې وویل، چې د افغان کډوالو د ستنولو بهیر له طالبانو سره په همکارۍ پلی کوي.

د ترکیې پولیسو ۲۴ تنه افغان کډوال نیولي دي

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۳۰ GMT+۱

د ترکیې پولیسو ددغه هېواد په دوغوبازید ښار کې په دوو باروړونکو لاریو کې پټ ۲۴ افغان پناه غوښتونکي نیولي دي. دغه افغان پناه غوښتونکي د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته د بهرنیو وګړو د اخراج مرکز ته لېږدول شوي دي.

رپوټونه ښيي چې موټر چلوونکی هم د انساني قاچاق په تور نیول شوی او قضایي ادارو ته سپارل شوی دی.

په ترکیه کې د افغان پناه غوښتونکو د پېژندنې، نیولو او اخراج پروسه په چټکۍ روانه ده.

که څه هم د نیول شویو افغانانو ټول شمېر لا نه دی خپور شوی، خو د رسنیو راپورونه ښيي چې تقریباً هره ورځ په بېلابېلو ښارونو کې یو شمېر افغان پنه غوښتونکي نیول کیږي او د اخراج مرکزونو ته لیږل کیږي.

د ترکیې د کډوالو ادارې معلومات ښيي چې په ۲۰۲۴ کال کې له ۲۳۰ زرو زیات بې اسنادو کډوال، چې اکثریت یې سوریایان وو، په ټول هېواد کې پېژندل شوي، نیول شوي او اخراج شوي دي.

د اسلام اباد سترې محکمې د ۱۸ افغان کډوالو د شړلو مخه ونیوله

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۱۶ GMT+۱

د اسلام اباد سترې محکمې حکومتي ادارو ته امر کړی، چې د ۱۸ افغان وګړو د اخراج پروسه ودروي. محکمې د پاکستان کورنیو چارو وزارت، نادرا، د کډوالو څانګې، فدرالي تحقیقاتي ادارې او پولیسو ته مکتوبونه استولي. ددغو افغانانو د پي او ار کارتونه لغوه شوي او دوی پر دې پرېکړه اعتراض کړی دی.

د پاکستان قاضي القضات سرفراز ډوګر ددغه هېواد د کورنیو چارو وزارت او کډوالو اړوند ادارو ترڅنګ نادرا ادارې ته مکتوب لېږلی او د یادو ادارو پرېکړه یې ننګولې ده.

سرفراز ډوګر وايي، چې د مرحوم فضل الرحمن کورنۍ په ۲۰۰۸ کال کې د ټولو قانوني شرایطو له پوره کولو وروسته د پاکستان تابعیت غوښتنه کړې، خو د کالونو تیرېدو سره پاکستاني ادارو کوم ځواب نه دی ورکړی.

د پاکستان قاضي القضات ددې غوښتنې د ځوابولو په موخه پاکستاني ادارو ته لیک لېږلی، چې ددې غوښتنې په تړاو دې له محکمې سره خپل راپورونه شریک کړي څو محکمه یې دایره شي.

د اسلام اباد سترې محکمې امر کړی، چې تر بل امر پورې حکومت نشي کولی چې دا ۱۸ کسان له دغه هېواده وباسي.

د یادونې وړ ده، ددې قضیې راتلونکې محکمه د سېپټمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه جوړېږي.

سعودي عربستان په کابل او ننګرهار کې د سترګو ناروغیو وړیا درملنه کوي

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۳۸ GMT+۱

د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفارت اعلان کړی چې د ملک سلمان د بشري مرستو او خیریه چارو مرکز د «نور سعودي» د سترګو درملنې کمپاین دویم پړاو په کابل کې پیل شوی او د اګست پر ۲۹ مه په ننګرهار کې هم پیلیږي. د کمپاین موخه د نابینایۍ او د سترګو ناروغیو مخنیوی او درملنه ده.

د سعودي سفارت په ایکس لیکلي، چې د «نور سعودي» دا وړیا کمپاین د البصر خیریه بنسټ په همکارۍ ترسره کېږي.

د دوی د معلوماتو له مخې، د پروګرام په دوهم پړاو کې به په لسګونو ډاکټران او تخنیکي کارکوونکي برخه واخلي او سلګونه افغان ناروغان به د سترګو د درملنې او وړیا عملیاتو له خدمتونو برخمن شي.

د سفارت په وینا، لومړنی کمپ په کابل ولایت کې د ۲۰۲۵ کال د اګست له ۲۴مې تر ۲۸مې نېټې پورې ترسره کېږي. دوهم کمپ به بیا د ننګرهار په ولایت کې د اګست له ۲۹مې نېټې تر د سپتمبر ۴مې پورې د ناروغانو لپاره پرانېستل کېږي.

د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له دې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د روغتیايي، ښوونیزو او بیړنیو مرستو پروګرامونه پلي کړي دي.

په روانه میاشت کې د تورخم له لارې شاوخوا ۶۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۳۲ GMT+۱

په تورخم کې پاکستاني چارواکي وايی چې د اګست له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۴ نېټې پورې د تورخم له لارې د پي او ار او اي سي سي کارت لرونکي ۶۰ زره او ۷۷۳ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. پاکستاني چارواکي وايي، یو ځل بیا له دغه هېواده د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر ګړندی شوی دی.

په تورخم کې د پاکستان د کډوالو ادارې سرچینو نن دوشنبه د «وږي ۳مه» وویل چې یوازې تېر ماښام د تورخم له لارې د پي او ار کارت لرونکي ۲ زره ۴۱۹ افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دوی همدراز زیاتوي، چې نن ۶ سوه او ۷۲ افغان وګړي چې هېڅ ډول اسناد یې نه درلودل، له پاکستان څخه اېستل شوي دي.

ددې شمېرو له مخې، پاکستان یو ځل بیا د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر ګړندی کړی دی.

د پاکستان د حکومت د اعلان له مخې، ټاکل شوې چې د راروانې سپټمبر میاشتې په لومړۍ نېټه د ۱،۴ مېلیونه پي او ار کارت لرونکو افغانانو د اېستلو لړۍ هم پیل شي.

په تورخم کې د انتقالاتو طالب مسوول د وږي په لومړی نېټه وویل چې وروستیو ورځو کې پاکستان یوځل بیا د افغان کډوالو د راستنولو بهیر چټک کړی او هره ورځ د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه سلګونه کورنۍ په زور بېرته افغانستان ته ستنیږي.