په دوحه کې پر ودانۍ د برید پرمهال د حماس جګپوړو مشرانو غونډه درلوده

اسراییلي رسنۍ وايي، د حماس لوړپوړي مشران ټول په هغې ودانۍ کې موجود وو چې د اسرایيل د هوايي برید هدف وګرځېده. اسراییل ټایمز وايي، په ناسته کې خلیل الحیه، ظاهر جبارین او خالد مشعل هم ګډون درلود. یو لوړپوړي قطري چارواکي ویلي، یادو کسانو د اوربند پر وړاندیز بحث درلود.