د «کابل» په نامه یو سریال د کاناډا په سیالیو کې جایزه وګټله

د کاناډا مونټریال نړۍوالې جشنوارې یا سيالۍ کې د «کابل» په نامه یو سریال د نندارچیانو د خوښې جایزه وګټله. دغه ټلویزیوني سریال د تېر جمهوریت د نسکورېدو پر موضوع جوړ شوی دی.

د کاناډا مونټریال نړۍوالې جشنوارې یا سيالۍ کې د «کابل» په نامه یو سریال د نندارچیانو د خوښې جایزه وګټله. دغه ټلویزیوني سریال د تېر جمهوریت د نسکورېدو پر موضوع جوړ شوی دی.
دغه سریال چې شپږ برخې لري، د یونان د «کاسموټ» ټلویزیوني شبکې لهخوا خپور شوی دی. په دغه سریال کې د افغانستان د جمهوریت د وروستیو ورځو کیسه بیان شوې ده؛ هغه صحنه چې کابل ته د طالبانو د ننوتو پر مهال ډیپلوماټانو، پوځیانو او ولسي خلکو هڅه کوله، چې ځانونه له ګواښ څخه وژغوري.
د دغه سریال جوړولو تر درېیو میاشتو ډېر وخت ونیوه او د اروپا، امریکا او منځني ختیځ ۵۵ لوبغاړو پهکې رول لوبولی دی.
د «کابل» سریال د یونان د کاسموټ ټلویزیون دویمه نړۍواله تجربه ده؛ تر دې مخکې دغه ټلویزیون د «تهران» مشهور جاسوسي سریال خپور کړی و.


روسی څېړونکی او ټبرپوه سویاتوسلاو کاورین په افغانستان کې تر شاوخوا یوې نیمې میاشتې زنداني کېدو وروسته ازاد شو. تاس خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د روسیې سفارت په حواله لیکلي، چې کاورین تر خوشې کېدو وروسته مسکو ته ستون شوی.
طالبانو (د چنګاښ په ۲۸مه نېټه) ښاغلی کاروین په کندوز ښار کې د ګران بیه ډبرو د قاچاق په تور ونیوه او وروسته یې کابل ته واستاوه.
تېره میاشت چې تاتارستان د طالبانو په ګډون د یوې غونډې کوربه و، د کاروین مور د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف څخه وغوښتل، چې د هغې د زوی په خوشې کېدو کې ورسره مرسته وکړي.
روسیه په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د قطر د دایمي استازولۍ مرستیالې په جنیوا کې ویلي، چې د افغان نجونو د زدهکړې موضوع باید د نړۍ د هېوادونو په مرکزیت کې وي. هغې زیاته کړې، چې د افغان ښځو پر وړاندې محدودیتونه د نړۍوالو ارزښتونو او حقونو خلاف دي.
جوهره بنت عبدالعزیز السویدي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې یې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې د ښځو د زدهکړې او کار حقونه باید د افغانستان د راتلونکي د جوړولو اساسي برخه وي.
نوموړې زیاته کړې، چې افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی لکه اقتصادي ناورین، بېکاري، د انساني مرستو زیاتېدونکې اړتیاوې، بېوزلي، د خوراکي توکو ناامنۍ، د اقلیم بدلون، بندیزونه او د میلیونو کډوالو بېرته ستنېدل.
د السویدي په وینا، نړۍواله ټولنه باید د افغانستان د بنسټونو په بیارغونه، د بشري مرستو په رسولو او د افغان اړخونو ترمنځ د خبرو اترو په دوام کې مرسته وکړي، څو دایمي سولې ته د رسېدو لپاره شرایط برابر شي.
هغې زیاته کړه، چې قطر په خپلو خبرو اترو کې تل د بشري حقونو، د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب او د ښځو د زدهکړې او کار د حقونو د تضمین مسله راپورته کړې ده.
یاده دې وي، چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د زده کړو ټولې دروازې بندې کړې دي. طالبانو دا پرېکړه د اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور سره د تعلیمي نصاب د نهسازګارۍ له امله توجیه کړې ده.
پر دې سربېره، ښځې د ډېرو دولتي او نادولتي ادارو له دندو ګوښه شوې دي او پر دوی د کار او ټولنیزو فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګېدلي دي، چې له پراخو نړۍوالو نیوکو سره مخ شوي دي.

د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۱۱ کسان مړه شوي او یو بل ماشوم ټپي او دمګړی تر درملنې لاندې دی.
د دغه ولایت لپاره د طالبان د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، دغه پېښه د دوشنبې په سهار (د وږي ۱۷مه) د درایم ولسوالۍ په زرک سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د یادو کسانو موټر له سړکه واوښت او چپه شو.
د درایم ولسوالۍ لپاره د طالبانو مسوولین بیا وايي، په مړه شویو کسانو کې ۷ کسان یې د یوې کورنۍ غړي دي.
په افغانستان کې د ترافیکي پېښو اصلي لامل د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼل کېږي.

په کونړ کې د طالبان له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي اداره وايي، د دوشنبې په ورځ د DRC موسسې، د ترکیې IFAM موسسې او د افغان سوداګرو په ملاتړ د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د دیوهګل درې په بېلابېلو کلیو کې د زلزلې له امله د ۸۷۳مړه او ټپي شویو کسانو له کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
د دغې ادارې په وینا، په دې بهیر کې د ترکیې IFAM موسسې له لوري ۱۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۲۰۰ډالره، د DRC موسسې له لوري ۴۴۵ کورنیو هرې یوې ته ۹۵۰۰ افغانۍ، د ننګرهار د تېلو ټانکونو ټولنې له لوري ۱۰۰۰ کورنیو هرې یوې ته ۴۰۰۰ افغانۍ، د کابل د سوداګرو ټولنې له لوري ۱۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ، د یوه سوداګر له لوري ۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۳۰۰۰ افغانۍ، د یو بل سوداګر له لوري ۲۲کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰۰ افغانۍ، په کونړ کې د یوې صرافۍ له لوري د ۱۳مړه شویو هر یوه ورثه ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ او د ۹ نورو مړه شویو کورنیو هرې یوې ته ۵۰۰۰ افغانۍ او د یوه بل سوداګر له لوري ۴۶ کورنیو هرې یوې ته ۳۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
د یوه بل خبر له مخې، د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ اړوند مچګنډول، ستن او بمبه کوټ کلیو کې د وروستیو زلزلو له امله پر۲۰۰ زیانمنو کورنیو د یوې میاشتې لپاره خوراکي توکي ووېشل شول.

په دغو مرستو کې هرې زلزله ځپلې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱ کیلو مالګه او ۱۲.۵ کیلو دال ورکړل شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازولۍ دویم سکرټر دانیال حسنین وایي، چې د افغانستان بشري، انساني او ټولنیز ـ اقتصادي وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی.
هغه د اسلامي همکاریو سازمان په استازولۍ د «او ای سي» ډلې د بشري حقونو د عالي کمېشنر د وروستي راپور هرکلی وکړ او د ځانګړي راپور ورکوونکي له معلوماتو یې مننه وکړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې د افغانستان بشري، انساني او ټولنیز ـ اقتصادي وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی.
دغه ډله ټینګار کوي، چې د ښځو او نجونو پروړاندې روان محدودیتونه له اسلامي ښوونو سره په ټکر کې دي او هېڅ ډول توجیه نه لري.
د اسلامي همکاریو سازمان په وینا، د افغانستان «ډي فیکټو» چارواکي باید د ټولو افغانانو حقونه په ځانګړي ډول د ښځو د زدهکړې او د کار ځواک ته د هغوی د ګډون حقونه تضمین کړي.
دانیال حسنین زیاته کړه، په افغانستان شته حاکمان مسوول دي څو د قومي، مذهبي او کلتوري لږکیو د خوندیتوب لپاره لازم ګامونه واخلي، لکه څنګه چې د اسلامي شریعت او نړۍوالو بشري حقونو قوانینو کې ټینګار شوی دی.
د اسلامي همکاریو سازمان د نړۍوالو مرستو پر کمېدو او د نړۍوالې ټولنې د ژمنتیا پر کمښت ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې دا وضعیت د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. د دغې ډلې په باور، د بېړنیو بشري مرستو زیاتول په ځانګړي ډول د زیانمنونکو قشرونو د ملاتړ لپاره د ټولو اړخونو ګډ مسوولیت دی.
په پای کې، د اسلامي همکاریو سازمان له افغان ولس سره خپل یوالی بیا څرګند کړ او حسنین ټینګار وکړ، چې د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ کارول نه یوازې د افغانانو بشري حقونه زیانمنوي، بلکې د سیمې او له هغې هاخوا د نورو خلکو پر ژوند هم منفي اغېز کوي.