تېره ورځ نږدې ۲۳۰۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي

طالبان وایي، چې یوازې پرون (سېشنبه د وږي ۱۸مه) د ایران او پاکستان له بېلابېلو لارو ۲۲۹۳ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. دغه کورنۍ د تورخم، سپين بولدک، ورېښمو پله، انګورو اډې، بهرامچې او اسلامکلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.