په پېښور کې پنځه تنه افغانان د جعلي اسنادو په تور نیول شوي

د پاکستان د فدرالي پلټنو ادارې (ایف ای اې) د پېښور د درغلیو ضد څانګې په یولړ عملیاتو کې پنځه افغان وګړي د پاکستاني سفري اسنادو د جوړولو په تور نیولي دي.

د پاکستان د فدرالي پلټنو ادارې (ایف ای اې) د پېښور د درغلیو ضد څانګې په یولړ عملیاتو کې پنځه افغان وګړي د پاکستاني سفري اسنادو د جوړولو په تور نیولي دي.
د ایف ای اې د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان چې د بلخ ولایت د مزار شریف اوسېدونکي دي، په ناقانونه ډول پاکستان ته تللي وو او هڅه یې کوله د یوه منځګړي په مرسته پاکستانۍ پېژندپاڼې او سفري اسناد ترلاسه کړي.
پاکستاني چارواکي وایي، د لومړنیو څېړنو پر مهال څرګنده شوې چې دغه افغان وګړي د قانوني استوګنې اسناد نه لري او د هېواد د مهاجرت د اصولو خلاف په پاکستان کې مېشت وو.
سرچینې زیاتوي چې د نیول شویو کسانو په تړاو لا هم څېړنې روانې دي او کېدای شي په دې تړاو نور کسان هم ونیول شي.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د خپل راتلونکي شپږ میاشتني پروګرام د پليتابه او تر ۲۰۰زره ډېرو زلزله ځپلو ماشومانو سره د مرستې لپاره له نړیوالو مرستندویانو د ۲۲ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندق ویلي، غواړي د یادو مرستو په مټ په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د زلزله ځپلو ماشومانو او کورنیو بنسټیزې اړتیاوې پوره کړي.
دغې ادارې ویلي پلان لري، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د ۲۱۲ زره ماشومانو په ګډون ۴۰۰ زره زلزله ځپلو کسانو ته مرستې ورسوي.
په افغانستان کې د یونېسف استازی ډاکټر تاج الدین وايي:« جغرافیايي انزوا، کمزورې زیربناوې او ژور ټولنیز دودونه د بېړنیو مرستو رسولو پرمهال هغه ننګونې دي چې موږ ورسره مخ یو. خو بیا هم یونېسف او بسپنه ورکوونکي له لومړۍ ورځې راهېسي په زلزله ځپلو سیمو کې روغتیايي خدمات، پاکې اوبه، رواني ملاتړ او اړین توکي تر زیانمنو شویو کورنیو رسوي».
نوموړی وايي، « اړتیاوې خورا زیاتې دي او موږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې د ژمي په رارسېدو سره د دغو خلکو او ماشومانو ملاتړ وکړي.»
یونېسف ویلي، غواړي په راتلونکو شپږو میاشتو کې په چپرهار، نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې د بیړنيو روغتیايي خدمتونو د پراخولو ترڅنګ، د پاکو اوبو، خوارځواکۍ پر ضد مبارزه، د نغدي مرستو وېش او د زده کړو د دوام په برخو کې خدمات پراخ کړي.
یادې ادارې په ټینګار سره ویلي، چې مرستو او روغتیايي خدماتو ته د ښځو او نجونو د خوندي او عادلانه لاسرسي په موخه به د زلزلې له امله زیانمنو شویو سیمو کې په ډېر شمېر ښځینه روغتیايي کارکوونکې وګوماري.

په داسې حال کې چې د ختیزو ولایتونو خلک لا د تېرې مرګونې زلزلې له زیانونو، نه دي راوتلي، د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ په سوتن او جان شيګل کليو کې د نننۍ زلزلې له امله یو ځوان او یو ماشوم ټپیان شوي.
نن سهار شاوخوا لس بجې د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ په سُتن او جان شيګل کليو کې زلزله شوې، چې له امله یې یو ځوان او یو ماشوم ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولایت د طالبانو مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې زلزله نن سهار لس بجې شوې چې له امله یې، د مروت او سالو خان په نومونو دوه کسان سخت ټپیان شوي دي.
د ولسوالۍ د روغتیايي مسوول ډاکتر رفیع الله په وینا، ټپیانو ته لومړنۍ مرستې ورکړل شوې او د امبولانس له لارې د درملنې لپاره جلالاباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د چارواکو په وینا، د پېښې ځای ته روغتیايي او امنیتي مسوولان پر وخت رسېدلي او د نورو تلفاتو یا مالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
یاده دې وي، چې څو ورځې وړاندې په ختیزو ولایتونو کې د زورورې زلزلې له امله ۲۲۰۵ تنه مړه شول او ۳۶۴۰ تنه نور ټپيان شول.

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي د ټولو وزارتونو او مستقلو ادارو د دعوت او ارشاد له رییسانو سره په تازه ناسته کې ویلي چې هغوی د ټولنې د اصلاح لپاره ټاکل شوي او باید خلک نېکیو ته وبولي او له بدیو یې منع کړي. هغه وايي، د چا د موقف پروا نه کوي.
حنفي ټینګار کړی چې د دعوت پر مهال باید د هیچا د موقف پروا ونه شي او هر مسوول خپلو نیمګړتیاوو ته متوجې شي.
د یاد وزارت د یوې خبرپاڼې پر بنسټ، نوموړي زیاته کړې: «علما د پیغمبرانو وارثان دي او باید یوازې د الله د رضا لپاره کار وکړي.»
د وزارت په وینا، دا اداره د ټولنې د "فکري او عقیدوي اصلاح" مسوولیت لري او په تېرو څلورو کلونو کې یې ګڼې لاسته راوړنې لرلې دي.
خو د چارو کارپوهان وايي، د طالبانو امر بالمعروف وزارت یوازې پر عامو خلکو بندیزونه لګوي، په داسې حال کې، چې ددې ډلې وزیران له بهرنیو ښځو سره ناستې کوي، خو هیڅ اعتراض پرې نه لري.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امر بالمعروف محتسبانو تېره ورځ د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې یو شمېر هغه خیاطان نیولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې. طالبانو نارینه خیاطانو ته امر کړی، چې نور دې د ښځو جامې نه ګنډي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کندهار د امر بالمعروف ریاست محتسبانو تېره ورځ د کندهار ښار د ۹ مې حوزې اړوند د لویې ویالې په سیمه کې له شل ډېر هغه خیاطان له ځان سره بیولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې.
یاد خياطان د کندهار په امر بالمعروف ریاست کې تر یوې شپې زنداني کېدو وروسته په ضمانت خوشې شوي دي.
د ښځو د جامو یوه خیاط، چې د امر بالمعروف محتسبانو په ضمانت خوشې کړی، افغانستان انټرنشنل ته وویل:« په یارانه مارکیټ کې ټول دوکانونه د زنانه خیاطۍ، فېشن فروشي او د زنانه د کالیو دي. پرون پر څلور بجې امر بالمعروف والا راغلل، زه او ډېر نور خیاطان یې له ځان سره یووړو، ویل یې نور نو شیان ټول کړئ».
دغه کس چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، وايي، له تېرو شاوخوا لس کلونو راهيسې د ښځینه جامو د ګنډلو کاروبار کوي او د دغه مسلک له لاري خپله شپږ کسیزه کورنۍ ساتي.
نوموړی زیاتوي:«زموږ همدا مسلک دی او خپله کورنۍ پرې ساتو، اوس نو چې طالبانو بندیز ولګاوه، زما په ګډون د لسګونو کسانو کاروبار به خراب شي. د ټولو ښځو خو خیاطي نه ده زده، چې هغوی خپلې جامې پخپله وګنډي».
سرچیني وايي، طالبانو له یادو خياطانو څخه په راتلونکي کې د ښځو د جامو نه ګنډلو لیکلی تعهد اخیستی دی.
په کندهار ښار کې د یارانه مارکیټ یو بل هیټوال وايي، له تېرو څو ورځو راهېسې د امر بالمعروف یوه ډله محتسبان په هټیو ګرځي او هغو ښځو ته، چې د سودا اخېستلو لپاره یوازې له کوره راوتلې وي، هټيو ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي.
سرچینو ویلي، چې طالبانو د سینګار توکو هټیوالو ته هم امر کړی دی، چې له شنو چادریو پرته به پر ښځو عربي حجابونه هم نه پلوري.
دا په داسې حال کې ده، چې څو اونۍ وړاندې هم د کندهار ښار د امر بالمعروف محتسبانو هټیوالو او په ځانګړې توګه د سینګار توکو پلورونکو ته امر کړی و، چې «له چادري پرته د تور حجاب استفاده کوونکې ښځې به هټیو ته نه پرېږدئ او سودا مه ورکوئ».
هټیوالو ته طالبانو امر کړی و، چې یوازې به د شنو چادریو والا ښځو ته سودا ورکوي.

د پاکستان دفاع وزیر تور پورې کړی چې له افغان خاورې ترهګر او حتا افغان وګړي پاکستان ته ځي او د پاکستانيانو وینې بهوي. نوموړی وايي، «موږ د افغانانو لپاره دوه اوږدې جګړې وکړې، خپل امن او اقتصاد مو قربان کړ او نن هم شاوخوا شپږ تر اووه میلیونه افغانان زموږ په خاوره کې ژوند کوي».
نوموړي د یوه جګپوړي پوځي افسر عدنان اسلم د مړینې په مراسمو کې وویل چې په وروستي برید کې درې افغان جنکیالي او د تحریک طالبان پاکستان دوه غړي ښکېل وو.
دغه پوځي افسر د بنو په ورستي برید کې ټپي شوی و چې وروسته د سختو ټپونو له امله ومړ.
خواجه اصف په دغو مراسمو کې زیاته کړه: «پاکستاني پوځ یو ځل بیا خپل یو زوی د وطن لپاره قربان کړ، په دې برید کې پنځه ترهګر ښکېل وو، چې درې یې افغانان او دوه د تحریک طالبان پاکستان غړي وو.»
نوموړي د افغان کډوالو پر حضور هم نیوکه وکړه او زیاته یې کړه: «موږ د افغانانو لپاره دوه اوږدې جګړې وکړې، خپل امن او اقتصاد مو قربان کړ، زموږ په سلګونو زره کسان ووژل شول، او نن هم شاوخوا شپږ تر اووه میلیونه افغانان زموږ په خاوره کې ژوند کوي، روزي ګټي، لوی ترانسپورټر او میلیاردران دي.»
د پاکستان دفاع وزیر تور پورې کړی چې، «له افغان خاورې ترهګر او حتا افغان وګړي زموږ پر خاوره راځي او زموږ د ماشومانو د وینو سیلاب بهوي. د نړۍ په تاریخ کې دومره ستره احسان وژنه بل ځای نه ده شوې.»