• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په درې ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۱۸ کسان په دُرو وهلي

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۹ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې تېره ورځ یې په کابل، لغمان او بلخ لایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۱۸ کسان د نشه يي توکو د پېر، پلور او قاچاق، له کوره د تېښتې او «اخلاقي فساد» په جرمونو په عام محضر کې په دُرو وهلي او زنداني کړي دي.

دغې محکمې په جلا جلا خپرپاڼو کې ویلي، چې په کابل کې یې ۱۴ تنه د نشه يي توکو د پیر، پلور او قاچاق په جرم له شل څخه تر ۳۹ دُرو وهلي او له لسو میاشتو تر درې کاله او شپږ میاشتو په تنفیذي بند محکوم کړي دي.

همدارنګه طالبانو ویلي، چې په بلخ ولایت کې یې یوه ښځه او یو نارینه د «نامشروع اړیکو» په جرم ۳۹ـ ۳۹ دُرې وهلي او په ۱ـ۱ کال تنفیذي بند محکوم کړي دي.

د طالبانو سترې محکمې زیاته کړې، چې د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې یې هم یوه ښځه او یو نارینه له کوره د تېښتې او «اخلاقي فساد» په جرمونو ۳۹ـ۳۹ دُرې وهلي او هر یو یې په ۷ـ۷ کاله تنفیذي بند محکوم کړي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د کابل په پُل‌خشتي کې تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۵۳ GMT+۱

د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د پُل‌خشتي او سپاهی ګمنام څلور لارې ترمنځ تر ځمکې لاندې لوی سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې بشپړې او د سې شنبه په ورځ (د وږي ۱۸مه) په یو لړ مراسمو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د طالبانو تر حاکمیت لاندې کابل ښاروالي وايي، دغه مارکېټ چې په ۷،۸۴۵متر مربع ځمکه کې د یوه پوړ په درلودلو سره ډیزاین شوی، په ۱۶ میاشتو کې د ۲۸۱ میلیونه او ۸۴۵ زره افغانیو په لګښت جوړ شوی او ۳۳۷ هټۍ لري.

په پل خشتي کې تر ځمکې لاندې مارکېټ
100%
په پل خشتي کې تر ځمکې لاندې مارکېټ

د قرارداد او مالي ماډل پر بنسټ، د پروژې پلي کوونکی خصوصي سکټور به د دغه مارکېټ د هټیو کرایه د کابل ښاروالۍ اړوند بانکي حساب له لارې د ۳۰ کلونو لپاره له متشبثینو راټوله کړي او د قرارداد له پای ته رسېدو وروسته به یاد مارکېټ کابل ښاروالۍ ته وسپارل شي.

د قرارداد له مخې به د دغې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره چې یو میلیارد او ۵۵۷ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانۍ کېږي، ۳۵ سلنه به یې کابل ښاروالۍ ته ورکړل شي.

د یادونې وړ ده، چې د پُل‌خشتي سیمې د ځمکې لاندې مارکېټ د پاسه سړک د سپاهی ګمنام تر څلور لارې پورې د ۲۰۰ متره په اوږدوالي او ۳۰ متره سور سره بیا رغول شوی او اوس د ټرافیکو پر مخ پرانېستی دی.

په بدخشان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ د ۷ غړو په ګډون ۱۱ کسان مړه شوي

۱۸ وږی ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۸ GMT+۱

د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۱۱ کسان مړه شوي او یو بل ماشوم ټپي او دمګړی تر درملنې لاندې دی.

د دغه ولایت لپاره د طالبان د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، دغه پېښه د دوشنبې په سهار (د وږي ۱۷مه) د درایم ولسوالۍ په زرک سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د یادو کسانو موټر له سړکه واوښت او چپه شو.

د درایم ولسوالۍ لپاره د طالبانو مسوولین بیا وايي، په مړه شویو کسانو کې ۷ کسان یې د یوې کورنۍ غړي دي.

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو اصلي لامل د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼل کېږي.

طالبان: په کونړ کې د زلزلې له امله د زیانمنو شویو ۸۷۳ کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

۱۸ وږی ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۱ GMT+۱

په کونړ کې د طالبان له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي اداره وايي، د دوشنبې په ورځ د DRC موسسې، د ترکیې IFAM موسسې او د افغان سوداګرو په ملاتړ د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه‌ګل درې په بېلابېلو کلیو کې د زلزلې له امله د ۸۷۳مړه او ټپي شویو کسانو له کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.

د دغې ادارې په وینا، په دې بهیر کې د ترکیې IFAM موسسې له لوري ۱۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۲۰۰ډالره، د DRC موسسې له لوري ۴۴۵ کورنیو هرې یوې ته ۹۵۰۰ افغانۍ، د ننګرهار د تېلو ټانکونو ټولنې له لوري ۱۰۰۰ کورنیو هرې یوې ته ۴۰۰۰ افغانۍ، د کابل د سوداګرو ټولنې له لوري ۱۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ، د یوه سوداګر له لوري ۳۰ کورنیو هرې یوې ته ۳۰۰۰ افغانۍ، د یو بل سوداګر له لوري ۲۲کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰۰ افغانۍ، په کونړ کې د یوې صرافۍ له لوري د ۱۳مړه شویو هر یوه ورثه ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ او د ۹ نورو مړه شویو کورنیو هرې یوې ته ۵۰۰۰ افغانۍ او د یوه بل سوداګر له لوري ۴۶ کورنیو هرې یوې ته ۳۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.

د یوه بل خبر له مخې، د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ اړوند مچګنډول، ستن او بمبه کوټ کلیو کې د وروستیو زلزلو له امله پر۲۰۰ زیانمنو کورنیو د یوې میاشتې لپاره خوراکي توکي ووېشل شول.

د ننګرهار پر زلزله ځپلو د مرستو وېش
100%
د ننګرهار پر زلزله ځپلو د مرستو وېش

په دغو مرستو کې هرې زلزله ځپلې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱ کیلو مالګه او ۱۲.۵ کیلو دال ورکړل شوي دي.

محمد قاسم خالد: هېوادوال دې د ناقانونه کډوالۍ لپاره د نیمروز له لارو استفاده نه کوي

۱۸ وږی ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۳ GMT+۱

د نیمروز ولایت لپاره د طالبانو والي محمد قاسم خالد د انساني قاچاق د مخنیوي په تړاو یوې غونډه کې له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې د ناقانونه کډوالۍ لپاره له نیمروز څخه د ګاونډیو هېوادونو پر لور سفر ونه کړي، ځکه چې په وینا یې «دا کار د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي.»

نیمروز یو له هغو سرحدي ولایتونو څخه دی، چې ډېری افغانان د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله د همدې ولایت له لارې ایران ته او ځینې بیا په سختو او مرګونو لارو ترکیې او ورپسې اروپايي هېوادونو ته ځانونه رسوي.

محمد قاسم خالد همداراز په ډاګه کړه، چې تر دې وروسته په انساني قاچاق کې کارېدونکي موټر به بېرته ورنکړل شي.

د یادونې وړ ده، چې یو شمېر ځوانان په هېواد کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ او همداراز د طالبانو له لوري د محدودیتونو د لګولو له امله ګاونډیو هېوادونو ته ځي او ایران ته د تللو یوه لاره پر نیمروز ولایت ده.

د کابل لپاره د طالبانو والي: د ټولنې د اصلاح په برخه کې باید له رسنیو هم ګټه واخیستل شي

۱۷ وږی ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۴ GMT+۱

د کابل لپاره د طالبانو والي امین الله عبید د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر د قوانینو د تطبیق کمېټې غونډه کې له ټولو ادارو وغوښتل، چې د ټولنې د اصلاح په برخه کې د جوماتونو له امامانو، قومي مشرانو او رسنیو ګټه واخلي.

امین الله عبید په دې غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۷مه) د کابل ولایت مقام په تالار کې په دولتي ادارو کې د امربالمعروف د اصل د تطبیق د څرنګوالي په موخه جوړه شوې وه، زیاته کړه چې امربالمعروف او نهی عن‌المنکر یوازې یو قانوني چوکاټ نه، بلکې یو الهي مسوولیت دی چې د اسلامي امت د اصلاح او بیدارۍ بنسټ جوړوي.

نوموړي له ټولو دولتي ادارو وغوښتل: «د ټولنې د اصلاح په برخه کې د جوماتونو له امامانو، قومي مشرانو، سپین ږیرو او له رسنیو څخه ګټه واخلئ، ځکه د دین د ارزښتونو خپرول یوازې د یوې ادارې دنده نه ده، بلکې دا یو ټولنیز مسوولیت دی.»

د نوموړي په وینا، طالبان یوازې د اداري نظم ساتونکي نه دي، بلکې د دیني ارزښتونو مسوول هم دي او ټول فعالیتونه باید د شریعت له چوکاټ سره سم عیار شي.

دغه طالب چارواکی په داسې حال کې له رسنیو پر استفادې ټینګار لري، چې دمګړی په افغانستان کې فعالې رسنۍ له شدیدو محدودیتونو سره مخ دي او ځينې یې د لګول شویو محدودیتونو له امله بندې شوې هم دي.