• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د برېټانیا شهزاده هري ۲۰ میاشتې وروسته له خپل پلار سره ولیدل

۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۰ GMT+۱

د پرېټانیا شاهي ماڼۍ (بکینګهم ماڼۍ) ویلي چې شهزاده هري ۲۰ میاشتې وروسته له خپل پاچا چارلس سره په لندن کې لیدلي دي.

شاهي ماڼۍ ویلي چې پلار او زوی په یوه شخصي ناسته کې د چای څښلو پرمهال له یو بل سره خبرې کړي دي.

برېټانوي رسنۍ له خپل پلار سره د شهزاده هري لیدنه د دوی ترمنځ د کورنیو اختلافونو د حل پر لور مثبت ګام بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د برېټانیا شهزاده هري تل په خپلو مرکو او څرګندونو کې پر شاهي کورنۍ کلکې نیوکې کړې دي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د بلخ په ځینو دولتي ادارو کې انټرنېټ بند کړی

۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۵ GMT+۱
طالبانو د بلخ په ځینو دولتي ادارو کې انټرنېټ بند کړی
100%

باوري سرچینو افغانستان انټرنشل-پښتو ته ویلي چې طالبانو د بلخ ولایت د مزارشریف ښار په ځینو دولتي ادارو کې انټرنېټ بند کړی دی.

سرچینو که څه هم د طالبانو د دغه کار د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي چې له پرون راهیسې د بلخ ولایت ډېرې دولتي ادارې د انټرنېټ له خدمتونو بې برخې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د بلخ پوهنتون لپاره د طالبانو د پخواني رییس ضیاءالحق ضياء کريمي یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه چې ګڼ غبرګونونه یې هم راوپارول.

په ویډیو کې یوه نجلۍ د کریمي په دفتر کې ښودل کېږي چې ګواګې نوموړي ورسره نامشروع اړیکې لرلې.

که څه هم دا لومړی ځل نه دی چې د طالب چارواکو دا ډول ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي او ګڼ غبرګونونه راپاروي، خو ښايي دا په خپل ډول کې لومړنی اقدام وي چې طالبان دې د ټیکنالوجۍ په اوسني عصري دور کې د دولتي ادارو انټرنېټ بندوي.

مارک کارني: د پولنډ د هوایي حریم نقض «بې پروا او د کړکېچ زیاتېدو سبب کېدونکی عمل» دی

۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۴ GMT+۱
مارک کارني: د پولنډ د هوایي حریم نقض «بې پروا او د کړکېچ زیاتېدو سبب کېدونکی عمل» دی
100%

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي، چې د روسیې له خوا د تېرې شپې په جریان کې د پولنډ د هوايي حریم نقض «بې‌پروا او د کړکېچ د زیاتېدو سبب ګرځېدونکی عمل» دی.

کارني په اېکس خواله رسنۍ لیکلي، کاناډا د پولنډ او د ناټو له ټولو متحدانو سره ولاړه ده او له هغوی سره نږدې همغږي ساتي.

هغه ټینګار کړی، چې روسیه هڅه کوي څو جګړه وغځوي او پراخه یې کړي، خو ناټو هېوادونه به د دغو هڅو پر وړاندې په بشپړه توګه هوښیار پاتې شي.

نوموړي زیاته کړې: «پوتین یو ځل بیا ښيي چې د سولې پر لور هېڅ درناوی نه لري. د روسیې وروستۍ کړنې چې د اوکراین پر ملکي وګړو د تېرې اوونۍ له وحشیانه بریدونو وروسته ترسره شوې، د دې ښکارندويي کوي چې د اوکراین لپاره زموږ پرله‌پسې ملاتړ څومره مهم دی.»

د کاناډا لومړي وزیر ټینګار کړی، چې د اوکراین او اروپا دایمي سولې ته د رسېدو یوازینۍ لاره دا ده چې د پوتین پر وړاندې فشارونه زیات شي او دغه جګړه پای ته ورسول شي.

فاکس نیوز: د محافظه‌کارو ځوانانو پېژندل شوی مشر چارلي کرک د وینا پر مهال په ډزو ووژل شو

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۹ GMT+۱
فاکس نیوز: د محافظه‌کارو ځوانانو پېژندل شوی مشر چارلي کرک د وینا پر مهال په ډزو ووژل شو
100%

فاکس نیوز وایي، چې په امریکا کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې متحد او د محافظه‌کارو ځوانانو پېژندل شوی فعال چارلي کرک په یوه وسله وال برید ووژل شو. دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د یوتا ایالت په یوه پوهنتون کې د هغه د وینا پر مهال رامنځته شوه.

د امریکا ولسمشر په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشل» کې د هغه د مړینې په اړه لیکلي دي: «چارلي کرک یو ستر او حتی افسانوي شخصیت و. هېچا د ده په څېر د امریکا د ځوانانو زړه او ذهن نه و درک کړی.»

په ټولنیزو شبکو خپرې شوې ویدیوګانې ښيي، چې کرک په اروما ښار کې د یوتا په پوهنتون کې د یوه لوی لاریون پر مهال د وینا پر وخت د ډزو ښکار شو.

د ډزو له غږ وروسته هغه لاس پر غاړه کېښود او له سټېج څخه راوغورځېد، په همدې وخت کې ګډونوال د ډار له امله تیت شول.

چارلي کرک د محافظه‌کارو ځوانانو تر ټولو د ستر سازمان بنسټ اېښودونکی و، کوم چې د ټرمپ د ملاتړ په جلبولو کې مهم رول لوبولی و.

د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي او د امریکا فدرالي پلټنو ادارې «اېف بي ای» د دغه برید په تړاو هر اړخیزې څېړنې پیل کړې دي.

د یادولو وړ ده، چې له چارلي کرک څخه د هغه مېرمن ایریکا او دوه کوچني ماشومان پاتي شوي دي.

کې‌ير سټارمر: د جګړې روان لوری باید بدل شي

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۸ GMT+۱
کې‌ير سټارمر: د جګړې روان لوری باید بدل شي
100%

د برېتانیا د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی، چې کې‌ير سټارمر د اسراییل له ولسمشر اسحاق هرټزوګ سره په ټلیفوني اړیکه کې د غزې د روان وضعیت په اړه خپلې ژورې اندېښنې څرګندې کړې دي.

سټارمر له اسراییلي چارواکو غوښتي، چې د جګړې روان مسیر بدل کړي او د ملکي وګړو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د هغه په وینا، برېتانیا او اسراییل «زوړ او اوږدمهالی اېتلاف» لري، خو لندن به د سیمه‌ییزې سولې لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

لومړي وزیر ټینګار کړی، چې دایمي او عادلانه سولې ته رسېدل یوازینۍ لاره ده چې د دواړو ملتونو لپاره د تاوتریخوالي پر ځای ثبات او همکاري تضمینولای شي.

نتنیاهو: پر قطر د اسراییل بمبارۍ په افغانستان کې د امریکا له بمبارۍ سره هېڅ توپیر نه درلود

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۶ GMT+۱
نتنیاهو: پر قطر د اسراییل بمبارۍ په افغانستان کې د امریکا له بمبارۍ سره هېڅ توپیر نه درلود
100%

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د قطر پر پلازمېنې دوحې د اسراییل هوايي بریدونه د ۲۰۰۱کال د سپټمبر د ۱۱مې پېښې وروسته د امریکا له خوا پر افغانستان د بریدونو سره پرتله کړی او زیاته کړې یې ده، چې پر قطر د اسراییل بمبارۍ په افغانستان کې د امریکا له بمبارۍ سره هېڅ توپیر نه درلود.

بنیامین نتنیاهو ویلي، لکه څنګه چې امریکا د سپټمبر له ۱۱مې وروسته په افغانستان کې القاعده وځپله، همداسې اسراییل هم په قطر کې د حماس مشران په نښه کړل. نوموړي دغه برید یو «مشروع اقدام» وباله.

هغه د ۲۰۲۳کال د اکټوبر ۷مې پېښې ته په اشارې سره زیاته کړه: «موږ خپل ۱۱سپټمبر لرو. هغه ورځ چې تر ټولو خونړی وحشت د یهودي ولس پر وړاندې ترسره شو.»

لومړي وزیر ټینګار وکړ، چې د امریکا په څېر اسراییل هم د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره د سخت دریځه «اسلامپاله ترهګرو» د له منځه وړلو حق لري.

نتنیاهو پر قطر کلکه نیوکه وکړه او ویې ویل:«دغه هېواد ترهګرو ته پناه ورکوي، مالي مرسته ورسره کوي او د حماس مشران په مجللو ماڼیو کې ځای پر ځای کوي.»

هغه د نړۍوالو نیوکو په ځواب کې وویل: «کله چې امریکا اسامه بن لادن وواژه، نړۍ یې ستاینه وکړه. نن باید هم اسراییل د همدې اصولو د عملي کولو لپاره وستایل شي، نه دا چې وغندل شي.»

نتنیاهو په خپلو څرګندونو کې قطر او نورو هېوادونو ته ګواښ وکړ، چې که د حماس مشران له خپلو خاورو ونه باسي او عدالت ته یې ونه سپاري، نو اسراییل به خپله دغه کار ترسره کړي.