امنیت شورا چې ټول ۱۵غړي یې د پرېکړې ملاتړ کوي، په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې پر قطر بریدونه د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه ده. یادې شورا د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه وکړه او په ټینګار یې وویل، چې د هېوادونو ملي حاکمیت او د هغوی خاورې باید خوندي پاتې شي.
کارپوهان وایي، چې د قطر پر پلازمېنې برید د سیمې د لا ډېر بېثباته کېدو لامل کېدای شي. قطر په تېرو کلونو کې د منځني ختیځ د شخړو د منځګړیتوب په چارو کې مهم رول لوبولی او د حماس د سیاسي دفتر کوربه هېواد ګڼل کېږي. د همدې موضوع له امله، د دوحې په نښه کېدل د دې هېواد د رول د کمزوري کولو هڅه ګڼل کېږي.
بلخوا، واشنګټن د برید پر وړاندې څرګند دریځ ونیوو او هغه یې په اوسني حساس وخت کې د امریکا او اسراییل په زیان وباله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، که څه هم امریکا د اسراییل د امنیت ملاتړ کوي، خو داسې یو اړخیز عملیات کولای شي د جګړې لمن پراخه کړي او د سیمه ییزو شخړو لپاره د سیاسي حل امکانات محدود کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې ترڅنګ، یو شمېر نړۍوالو بشري سازمانونو هم پر ملکي اهدافو د بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. هغوی وایي، چې په تاوتریخوالي کې د زیاتوالي دوام به د بشري ناورین د پراخېدو لامل شي.
د نړۍوالو څارونکو په باور، که پر دوحه بریدونه دوام وکړي، دا نه یوازې د قطر ملي امنیت، بلکې د خلیج هېوادونو او پراخې سیمې ثبات ته جدي ګواښونه رامنځته کوي.