• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نیپالي معترض ځوانان او پوځ د لنډمهاله مشر د ټاکلو لپاره په خبرو بوخت دي

۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۱ GMT+۱

د نیپال له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو وروسته چې ددغه هېواد د لومړي وزير د استعفا لامل شوې، پوځ ویلي چې د لنډمهاله مشر د ټاکلو په تړاو یې له ځوانو معترضانو سره خبرې پيل کړې دي. د نیپال د پوځ وياند ويلي، دا خبرې روانې دي او موخه یې په هېواد کې د سولې او عادي حالت بېرته راګرځول دي.

د ځوانانو اعتراضونه هغه مهال پيل شول چې حکومت پر ټولنيزو شبکو بندیزونه ولګول.

په دغو اعتراضونو او مظاهرو کې لسګونه کسان ووژل شول، سلګونه نور ټپيان شول او يو شمېر دولتي او سوداګريزې ودانۍ وسوځول شوې. د اعتراضونو په پراخېدو سره، د نیپال حکومت پوځي حالت اعلان کړ.

د نیپال پخوانۍ قاضي القضاته سوشيلا کارکي د لنډمهالې مشرۍ لپاره کلیدي نومانده ګڼل کېږي او ډېری معترض مشران یې ملاتړ کوي. نوموړې په ۲۰۱۶ کال کې د نیپال لومړنۍ مېرمن وه چې د سترې محکمې د مشرې په توګه وټاکل شوه.

د معترضانو د غورځنګ ۳۴ کلن ملاتړي سوجيت کمار جاه ويلي دي: «موږ سوشيلا کارکي همغسې وینو لکه چې ده؛ رښتینې، زړوره او باجراته، هغه یو ښه انتخاب دی».

يوې باخبرې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي رویټرز ته ويلي چې ۷۳ کلنې سوشيلا کارکي د مشرۍ لپاره رضایت ښودلی، خو د ټاکلو لپاره یې د قانوني لارې موندل لا هم تر غور لاندې دي.

که څه هم، د هغې د نوماندۍ په اړه د معترضانو ترمنځ اختلافونه شته او دوی هڅه کوي يوې ګډې پرېکړې ته ورسېږي. پوځ تر اوسه په دې اړه رسمي دريځ نه دی څرګند کړی.

د پوځ وياند راجا رام باسنت وړاندې ويلي و: «لومړنۍ خبرې روانې دي او نن به هم دوام ولري. موږ هڅه کوو چې حالات ورو ورو عادي شي.»

په پلازمېنه کتمندو او شاوخوا سيمو کې پلورنځي، ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي دي، خو ځينې اړين خدمتونه بېرته پيل شوي دي. پوځ ويلي چې بندیزونه به په پلازمېنه او شاوخوا سيمو کې پر ځای وي.

د نیپال د روغتيا وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اعتراضونو د قربانيانو شمېر ۳۰ تنو ته رسېدلی او ۱۰۳۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ د چارلي کرک د وژنې له امله د بیرغ نیمه ځوړند ساتلو امر وکړ

۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۵ GMT+۱

د امریکا ولسمشمر ډونالډ ټرمپ د محافظه‌کاره چارلي کرک د وژنې په ویر کې امر کړی چې په فدرالي ادارو کې دې د دغه هېواد بیرغ نیمه ځوړند وساتل شي. ټرمپ په یوه ویډيویي پیغام کې د کرک پر وژل کېدو د خواشينۍ ترڅنګ دا «د امریکا لپاره یوه توره شېبه» بللې ده.

ټرمپ په خپل پیغام کې ویلي چې چارلي کرک «د ریښتینولۍ او خپلواکۍ یوه نمونه» بللی دی.

د امریکا ولسمشر نږدې ملاتړی او د محافظه‌کارو ځوانانو پېژندل شوی فعال چارلي کرک د چهارشنبې پر ورځ د یوتا ایالت په یوه پوهنتون کې د وینا پرمهال په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شو.

چارلي کرک په بېلابېلو پوهنتونونو کې په عام محضر کې په بحثونو او مناظرو مشهور و او میلیونونه څارونکي او مینه‌وال یې لرل.

د برېټانیا شهزاده هري ۲۰ میاشتې وروسته له خپل پلار سره ولیدل

۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۰ GMT+۱

د پرېټانیا شاهي ماڼۍ (بکینګهم ماڼۍ) ویلي چې شهزاده هري ۲۰ میاشتې وروسته له خپل پاچا چارلس سره په لندن کې لیدلي دي.

شاهي ماڼۍ ویلي چې پلار او زوی په یوه شخصي ناسته کې د چای څښلو پرمهال له یو بل سره خبرې کړي دي.

برېټانوي رسنۍ له خپل پلار سره د شهزاده هري لیدنه د دوی ترمنځ د کورنیو اختلافونو د حل پر لور مثبت ګام بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د برېټانیا شهزاده هري تل په خپلو مرکو او څرګندونو کې پر شاهي کورنۍ کلکې نیوکې کړې دي.

طالبانو د بلخ په ځینو دولتي ادارو کې انټرنېټ بند کړی

۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۵ GMT+۱

باوري سرچینو افغانستان انټرنشل-پښتو ته ویلي چې طالبانو د بلخ ولایت د مزارشریف ښار په ځینو دولتي ادارو کې انټرنېټ بند کړی دی.

سرچینو که څه هم د طالبانو د دغه کار د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي چې له پرون راهیسې د بلخ ولایت ډېرې دولتي ادارې د انټرنېټ له خدمتونو بې برخې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د بلخ پوهنتون لپاره د طالبانو د پخواني رییس ضیاءالحق ضياء کريمي یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه چې ګڼ غبرګونونه یې هم راوپارول.

په ویډیو کې یوه نجلۍ د کریمي په دفتر کې ښودل کېږي چې ګواګې نوموړي ورسره نامشروع اړیکې لرلې.

که څه هم دا لومړی ځل نه دی چې د طالب چارواکو دا ډول ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي او ګڼ غبرګونونه راپاروي، خو ښايي دا په خپل ډول کې لومړنی اقدام وي چې طالبان دې د ټیکنالوجۍ په اوسني عصري دور کې د دولتي ادارو انټرنېټ بندوي.

مارک کارني: د پولنډ د هوایي حریم نقض «بې پروا او د کړکېچ زیاتېدو سبب کېدونکی عمل» دی

۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۴ GMT+۱

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي، چې د روسیې له خوا د تېرې شپې په جریان کې د پولنډ د هوايي حریم نقض «بې‌پروا او د کړکېچ د زیاتېدو سبب ګرځېدونکی عمل» دی.

کارني په اېکس خواله رسنۍ لیکلي، کاناډا د پولنډ او د ناټو له ټولو متحدانو سره ولاړه ده او له هغوی سره نږدې همغږي ساتي.

هغه ټینګار کړی، چې روسیه هڅه کوي څو جګړه وغځوي او پراخه یې کړي، خو ناټو هېوادونه به د دغو هڅو پر وړاندې په بشپړه توګه هوښیار پاتې شي.

نوموړي زیاته کړې: «پوتین یو ځل بیا ښيي چې د سولې پر لور هېڅ درناوی نه لري. د روسیې وروستۍ کړنې چې د اوکراین پر ملکي وګړو د تېرې اوونۍ له وحشیانه بریدونو وروسته ترسره شوې، د دې ښکارندويي کوي چې د اوکراین لپاره زموږ پرله‌پسې ملاتړ څومره مهم دی.»

د کاناډا لومړي وزیر ټینګار کړی، چې د اوکراین او اروپا دایمي سولې ته د رسېدو یوازینۍ لاره دا ده چې د پوتین پر وړاندې فشارونه زیات شي او دغه جګړه پای ته ورسول شي.

فاکس نیوز: د محافظه‌کارو ځوانانو پېژندل شوی مشر چارلي کرک د وینا پر مهال په ډزو ووژل شو

۱۹ وږی ۱۴۰۴ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۹ GMT+۱

فاکس نیوز وایي، چې په امریکا کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې متحد او د محافظه‌کارو ځوانانو پېژندل شوی فعال چارلي کرک په یوه وسله وال برید ووژل شو. دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د یوتا ایالت په یوه پوهنتون کې د هغه د وینا پر مهال رامنځته شوه.

د امریکا ولسمشر په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشل» کې د هغه د مړینې په اړه لیکلي دي: «چارلي کرک یو ستر او حتی افسانوي شخصیت و. هېچا د ده په څېر د امریکا د ځوانانو زړه او ذهن نه و درک کړی.»

په ټولنیزو شبکو خپرې شوې ویدیوګانې ښيي، چې کرک په اروما ښار کې د یوتا په پوهنتون کې د یوه لوی لاریون پر مهال د وینا پر وخت د ډزو ښکار شو.

د ډزو له غږ وروسته هغه لاس پر غاړه کېښود او له سټېج څخه راوغورځېد، په همدې وخت کې ګډونوال د ډار له امله تیت شول.

چارلي کرک د محافظه‌کارو ځوانانو تر ټولو د ستر سازمان بنسټ اېښودونکی و، کوم چې د ټرمپ د ملاتړ په جلبولو کې مهم رول لوبولی و.

د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي او د امریکا فدرالي پلټنو ادارې «اېف بي ای» د دغه برید په تړاو هر اړخیزې څېړنې پیل کړې دي.

د یادولو وړ ده، چې له چارلي کرک څخه د هغه مېرمن ایریکا او دوه کوچني ماشومان پاتي شوي دي.