په هلمند کې د فوټبال سیالۍ وشوې

د هلمند لپاره د طالبانو د سپورټ د برخې ځايي مسولانو ویلي چې په دغه ولایت کې د فوټبال سیالۍ شوې دي. د فوټبال دا سیالۍ د هلمند ولایت د ۱۲ لوبډلو ترمنځ شوې دي.

د هلمند لپاره د طالبانو د سپورټ د برخې ځايي مسولانو ویلي چې په دغه ولایت کې د فوټبال سیالۍ شوې دي. د فوټبال دا سیالۍ د هلمند ولایت د ۱۲ لوبډلو ترمنځ شوې دي.
مسولانو په وینا، یادې سیالۍ چې له څه مودې راهیسې په دغه ولایت کې روانې وې د ګرشک ب منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په پایلوبه کې د ګرشک الف او ګرشک ب لوبډلې سره مخامخ شوې چې ګرشګ ب لوبډلې د یوه ګول په وهلو سره بریا خپله کړه.
ځايي طالب مسوولان وايي چې د فوټبال سیالۍ په دغه ولایت کې د ځوانانو د هڅونو او د نویو اسعتدادونو د موندنې په موخه شوې دي.
فوټبال د افغانستان په لوېدیځ په ځانګړي توګه هلمند ولایت کې ځانګړي مینهوال لري.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په اسیا جام سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې د سې شنبې په ماښام (د وږي ۱۸مه) هانګ کانک ته د ۹۴ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرېکټ بورډ په وینا، دغه سیالۍ نن ماښام د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په زاید کرېکټ لوبغالي کې د افغانستان په توپ وهنې سره پیل شوه او افغان اتلانو د ۶ لوبغاړو په زیان سره ۱۸۸ منډې جوړې او سیالې هانګ کانګ لوبډلې ته یې د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه، خو سیاله هانګ کانګ لوبډله د یاد هدف په ترلاسه کولو بریالۍ نشوه او افغان اتلانو دغه سیالۍ د ۹۴ منډو په توپیر وګټله.
د افغان لوبډلې په ګټه صدیق الله اتل ۷۳، عظمت الله عمرزي په ۲۱ توپونو چټکې ۵۳ او محمد نبي ۳۳ منډې جوړې کړې.
د یادونې وړ ده، چې افغان اتلان به د اسیا جام سیالیو په دویمه لوبه کې راتلونکې سې شنبه د بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې سره مخ شي.

د کرېکټ د ۲۰۲۵کال اسیا جام سیالۍ نن سېشنبه (د وږي ۱۸مه) په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي. د افغانستان د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به نن په خپلې لومړۍ لوبه کې د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.
په دغه سیالیو کې به افغانستان دویمه لوبه (د سپټمبر په ۱۶مه) له بنګلهدېش او د همدې میاشتې (په ۱۸مه نېټه) به درېیمه لوبه له سریلانکا سره وکړي.
د کرېکټ اسیا جام سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې تر ۲۸مې نیټې دوام کوي، چې اته لوبډلې پهکې ګډون کوي. دغه لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي. په لومړي ګروپ کې هندوستان، پاکستان، عمان او متحده عربي امارات شامل دي او په دویم ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګلهدېش او هانګ کانګ لوبډلې شاملې دي.
د هر ګروپ دوه غوره لوبډلې به نیمه پایلوبې ته لار ومومي. په اسیا جام کې به ټولټال ۱۹ لوبې وشي، چې ۱۱هغه به یې په دوبۍ او اته نورې به یې په ابوظبي کې ترسره شي.
د اسیا جام سیالیو لومړی پړاو په ۱۹۸۴ کال کې ترسره شو، چې یوازې درېیو هېوادونو هند، پاکستان او سریلانکا پهکې ګډون کړی و.
د دغه جام سیالۍ له هرو دوو کالو وروسته په دواړو شل اوریزو او پنځوس اوریزو فارمټونو کې ترسره کېږي. په سږني اسیا جام سیالیو کې افغانستان هم یو له پیاوړو لوبډلو بلل کېږي، چې د کرېکټ د مبصرو په باور د مخ ته تګ امکان یې ډېر دی.

افغان کریکټ بورډ وايي، د پاکستان په کوربه توب د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون کوي. د اسلام اباد په کوربه توب دغه لوبلړۍ د پاکستان، افغانستان او سریلانکا ترمنځ کېږي او د نومبر میاشتې پر ۱۷مه د افغانستان او پاکستان په لوبې پیلیږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ یاده درې اړخیزه لوبلړۍ د راتلونکي کال شل اوریز نړیوال جام لپاره د چمتووالي په هدف خورا مهمه بللې ده.
د کرېکټ بورډ اجرايوي رییس نصیب خان وايي:« دا د افغان کرېکټ لپاره یو ستر زېری دی چې یو په بل پسې له سترو لوبډلو سره سیالۍ ترسره کوي او دا سیالۍ په داسې حال کې ترسره کېږي چې د راتلونکي کال د شل اوریز نړیوال جام لپاره هم د درې واړو هېوادونو لپاره یو بشپړ چمتووالی دی.»
پر همدغه مهال د پاکستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د دغه هېواد په کوربه توب د افغانستان او سریلانکا کرېکټ لوبډلو سره یې یادې درې اړخیزې سیالۍ د راتلونکي کال شل اوریز نړیوال جام لپاره د غوره چمتووالي په موخه چمتو کړې دي.
د مهال وېش له مخې د یادو سیالیو لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه به د نومبر میاشتې پر ۱۷مه د راولپنډۍ په کرېکت لوبغالي کې د افغانستان او پاکستان په لوبه پیل شي.
دوهمه لوبه به د نومبر په ۱۹مه نېټه د افغانستان او سریلانکا ترمنځ، درېیمه لوبه د نومبر په ۲۲مه د پاکستان او سریلانکا ترمنځ، څلورمه لوبه د نومبر په ۲۳مه د افغانستان او پاکستان ترمنځ، پنځمه لوبه د نومبر په ۲۵مه د افغانستان او سریلانکا ترمنځ او شپږمه لوبه د نومبر په ۲۷مه نېټه د پاکستان او سریلانکا ترمنځ ترسره کېږي.
د یادې درې اړخیزې سیالۍ پایلوبه به د دوو مخکښو لوبډلو ترمنځ د نومبر په ۲۹مه په لاهور کې ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې خبر ورکړی چې افغان کرېکټ ملي لوبډله به د درېاړخیزو ۲۰ اوریزو سیالیو په لړ کې نن ماښام ۷:۳۰ بجې له پاکستان سره د یوې سترې پایلوبې لپاره د لوبې ډګر ته ښکته شي. په دې لوبلړۍ کې افغانستان څلور سیالۍ کړي چې یوازې یوه یې بایللې او درې نورې یې ګټلي دي.
افغان ملي لوبډلې تېره جمعه متحده عربي اماراتو ته په دې لوبلړۍ کې د ۴ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او له دې سره یې درې سیالۍ وګټلې.
په دې لوبلړۍ کې افغان لوبډلې دوه لوبې له اماراتو او یوه هم له پاکستان ګټلې ده. افغانستان په یادې لوبلړۍ کې خپله لومړنۍ لوبه پاکستان ته بایللې وه.
د کرېکټ چارو کارپوهانو په اند، افغان لوبډله اوس مهال په روانو سیالیو کې له ښه مورال څخه برخمنه ده او د بریا چانس یې هم ډېر دی.
د یادونې ده چې دا سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب د دغه هېواد په شارجه کرېکټ لوبغالي کېږي.

د افغانستان د کرېکت ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې په خپله څلورمه سیالۍ کې متحده عربي اماراتو ته د ۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه. افغانستان به د یکشنبه په ورځ د پاکستان لوبډلې سره د لوبلړۍ وروستی لوبه ترسره کړي.
د افغانستان او متحده عربي اماراتو کرېکټ لوبډلو ترمنځ د څلورمې سیالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان ملي لوبډلې د خپلو ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۱ منډې هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې توپوهونکي ابراهیم ځدران ۴۸ او رحمان الله ګربز ۴۰ منډې جوړې کړې.
متحده عربي اماراتو د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې جوړې کړې او د ۴ منډو په توپير یې ماتې وخوړه.
افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به د یکشنبې په ورځ د همدې لوبلړۍ وروستۍ لوبه د پاکستان لوبډلې سره تر سره کړي.
