ملګرو ملتونو کې نن د خپلواک دولت په توګه د فلسطین د رسمیت پېژندلو لپاره رایه اچونه کېږي

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د جمعې په ورځ د فرانسې او سعودي عربستان له لوري وړاندې شوی هغه پرېکړه‌‌ليک ته د رایې ورکولو بهیر ترسره کوي، چې له مخې یې باید فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژندل شي. په پرېکړه‌لیک کې د فلسطین او اسراییل د سوله‌ییز حل مساله هم یاده شوې ده.