• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ: هیله لرم چې د «چارلي کرک» قاتل په اعدام محکوم شي

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۴ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هغه هیله لري د «چارلي کرک»قاتل د اعدام په سزا محکوم شي. هغه دا څرګندونې د فاکس نیوز خبرې شبکې سره په یوې ځانګړې مرکه کې کړي دي.

ټرمپ زیاته کړې، چې پر برید تورن کس د پولیسو لخوا نیول شوی دی، او ټینګار یې وکړ: «زه هیله لرم چې هغه د اعدام سزا ترلاسه کړي».

چارلي کرک،د امریکا یو توندلاری محافظه‌کار سیاسي فعال او د«امریکا د بدلون ټکی سازمان»بنسټ ایښودونکی وو، چې د ځوانانو ترمنځ د خپل نفوذ له امله په محافظه‌کاره کړیو کې یې ځانګړې پېژندنه درلوده. د هغه وژل کېدل په سیاسي ډګر کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کويچې د امریکا په سیاسي فضا کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د سیاسي شخصیتونو د امنیت په اړه اندېښنې ورځ تر بلې ډېرېږي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د اوکراین ډرون بریدونو په لومړي ځل د روسیې لویدیځ کې د تېلو ستر ټرمینل په نښه کړ

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۵ GMT+۱

د اوکراین ډرون بریدونو د روسیې په شمال لوېدیځ کې د پریمرسک بندر چارې د لومړي ځل لپاره ودرولې. دا بندر هره ورځ تر یو میلیون بیرلو زیات تېل باروي او د روسیې د لوېدیځ تر ټولو ستر د تېلو لېږد مرکز بلل کېږي. اوکراین وایي، په برید کې څو بېړۍ او د تېلو یوه پمپ سټېشن اور اخیستی.

د روسیې سیمه‌ییز چارواکي بیا وايي چې اور مړ شوی او د تېلو د تویېدو ګواښ نشته.

د دې برید له امله د نړیوالو تېلو بیې شاوخوا دوه سلنه لوړې شوې.

روسي پوځ ادعا کوي چې په همدې سیمه کې یې د شپې پر مهال ۲۲۱ اوکرایني ډرونونه راغورځولي دي.

د نیپال پخوانۍ قاضي‌القضاته سوشیلا کارکي د دغه هېواد د لنډمهاله مشرې په توګه وټاکل شوه

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۹ GMT+۱

د نیپال د ولسمشر دفتر اعلان کړی چې د سترې محکمې پخوانۍ قاضی‌القضات، سوشیلا کارکي، د هېواد د موقتي مشرې په توګه ټاکل شوې ده. دا پرېکړه د هغو تاوتریخوالو وروسته شوې چې د فساد ضد لاریونونو پر مهال د لومړي وزیر کی پي شرما اولي استعفا ته اړ کړ.

د ولسمشر د دفتر د معلوماتو له مخې، ۷۳ کلنه کارکي به د پنجشنبې په ورځ د شپې ۸:۴۵ بجې د محلي وخت له مخېلوړه وکړي.

سوشیلا کارکي تر اوسه پورې د نیپال په تاریخ کې یوازینۍ ښځه ده چې د سترې محکمې د قاضی‌القضات په توګه یې دنده ترسره کړې ده.

د راپورونو له مخې، د دوشنبې او سه‌شنبې د ورځو په تاوتریخوالو کې لږ تر لږه ۵۱ کسان وژل شوي او له ۱۳۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

د قوش‌تېپې کانال د افغانستان لپاره د خپلواکۍ، خو د منځنۍ اسیا لپاره اقتصادي کړکېچ دی

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۸ GMT+۱

ډیپلوماټ مجلې د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) په یوه خپره کړې مقاله کې د قوش‌تېپې کانال د افغانستان لپاره د خپلواکۍ او هیلو نښه؛ خو د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره اېکولوژيکي او اقتصادي کړکېچ بللی دی.

په مقاله کې راغلي، اقلیم او د منځنۍ اسیا اوبه د بدلون او کمېدو په حال کې دي. د قوش‌تېپې کانال چې د امو د سېند تر ۳۰ سلنې پورې اوبه د افغانستان خوا ته جلا کوي، د منځنۍ اسیا هېوادونو ته یې اندېښنې پيدا کړې دي.

په مقاله کې زیاته شوې، چې دغه کانال د افغان بزګرو لپاره له وچکالۍ او بې‌وزلۍ څخه د خلاصون یوه هېله ده؛ خو پر ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان اوبه کمولای شي.

ډيپلوماټ مجله د کارپوهانو په حواله لیکي، د دغه کانال په جوړېدو سره کېدای شي چې د سېند له کلنیو اوبو څخه له ۸ تر ۲۰ سلنه پورې اوبه کمې شي او په روانه وچکالۍ کې زیانونه پېښ کړي.

مقاله وړاندې کاږي، چې اصلي ستونزه د اوبو کمښت نه؛ بلکې د اوبو ناسم استعمال دی، د اصلاحاتو او عصري خړوبولو له لارې د دغه کړکېچ مخنیوی کېدای شي؛ خو په ازبکستان کې بزګران لا له وړاندې د وچکالۍ له امله له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په مقاله کې د اقلیم پوهانو له خولې لیکل شوي، د قوش‌تېپې کانال په وچه سيمه کې جوړ شوی دی؛ نو له همدې امله به ډېرې اوبه په بخار واوړي او ضایع به شي.

په مقاله کې د دغه کانال سياسي اړخ ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې دغه پروژه یوازې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو نه؛ بلکې د واکمنۍ سمبول هم دی.

ډیپلوماټ مجله زیاتوي، چې افغانستان د امو سېند اوبو مهارولو په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو سره تړونونه نه‌لري، که د امو سېند پر غاړه پراته هېوادونه له نړۍوالې ټولنې سره په دې اړه همغږي ونه لري؛ نو کېدای شي چې د لوی جنجال لامل شي.

مجتبی زارعي د قطر امیر ته: د «فتاح» توغندي د دفاع لپاره وکاروئ

۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۹ GMT+۱

د ایران د اسلامي شورا مجلس استازي مجتبی زارعي د اېکس خواله رسنۍ له لارې د قطر امیر ته په پیغام کې وړاندیز کړی، چې د خپل هېواد د دفاع لپاره یې د ایران د سپاه پاسدارانو له ځواک څخه مرسته وغواړي.

هغه د قطر پر پلازمېنې دوحې د وروستي برید یادونه کړې، چې پکې د حماس د سیاسي مشرانو استوګنځایونه موخه ګرځول شوي وو.

نوموړي ټینګار کړی، چې قطر باید اجازه ورکړي څو د سپاه پاسدارانو پرمختللي «فتاح» توغندي د دې هېواد په خاوره کې ځای پر ځای شي، څو د اسراییل د احتمالي بریدونو پر وړاندې د دفاع توان لوړ کړي.

زارعي په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې د قطر لپاره اړینه ده څو د امریکا د پوځي ځواکونو وتل تضمین کړي.

د هغه په باور، د امریکا پوځي حضور په قطر کې نه یوازې د دې هېواد امنیتي خپلواکۍ ته زیان رسوي، بلکې د سیمې د کړکېچونو د دوام یو لامل هم دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر قطر د اسراییل بریدونه وغندل

۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د قطر پر پلازمېنې دوحې د اسراییل وروستي بریدونه په کلکه وغندل، خو په ګډه اعلامیه کې یې د برید کوونکي هېواد نوم وانخیست. دغه پرېکړه د شورا ټولو ۱۵غړو چې امریکا هم پکې شامله ده، په اجماع تصویب کړه.

امنیت شورا چې ټول ۱۵غړي یې د پرېکړې ملاتړ کوي، په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې پر قطر بریدونه د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه ده. یادې شورا د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه وکړه او په ټینګار یې وویل، چې د هېوادونو ملي حاکمیت او د هغوی خاورې باید خوندي پاتې شي.

کارپوهان وایي، چې د قطر پر پلازمېنې برید د سیمې د لا ډېر بې‌ثباته کېدو لامل کېدای شي. قطر په تېرو کلونو کې د منځني ختیځ د شخړو د منځګړیتوب په چارو کې مهم رول لوبولی او د حماس د سیاسي دفتر کوربه هېواد ګڼل کېږي. د همدې موضوع له امله، د دوحې په نښه کېدل د دې هېواد د رول د کمزوري کولو هڅه ګڼل کېږي.

بلخوا، واشنګټن د برید پر وړاندې څرګند دریځ ونیوو او هغه یې په اوسني حساس وخت کې د امریکا او اسراییل په زیان وباله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، که څه هم امریکا د اسراییل د امنیت ملاتړ کوي، خو داسې یو اړخیز عملیات کولای شي د جګړې لمن پراخه کړي او د سیمه ییزو شخړو لپاره د سیاسي حل امکانات محدود کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې ترڅنګ، یو شمېر نړۍوالو بشري سازمانونو هم پر ملکي اهدافو د بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. هغوی وایي، چې په تاوتریخوالي کې د زیاتوالي دوام به د بشري ناورین د پراخېدو لامل شي.

د نړۍوالو څارونکو په باور، که پر دوحه بریدونه دوام وکړي، دا نه یوازې د قطر ملي امنیت، بلکې د خلیج هېوادونو او پراخې سیمې ثبات ته جدي ګواښونه رامنځته کوي.