تېره ورځ له پاکستان او ایرانه ۱۷سوه کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ د پاکستان او ایران هېوادونو نه ۱۶۸۷ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. له دې ډلې ۱۱۵۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۱۸۸ د سپین بولدک او د اسلام‌کلا په ګډون د ورېښمو له لارې ۳۵۳ کورنۍ افغانستان ته تللې دي.