د روسیې امنیتي ګواښونه؛ جرمني غواړي خپل عسکر دوه برابره زیات کړي

د جرمني د پوځ مشر ویلي، د هېواد پوځ ته اړتيا ده چې له خپلو ۶۲زره فعالو عسکرو سره، سره اوس ۱۰۰زره نور هم وګوماري او په دې سره دغه شمېر باید دوه برابره زیات شي. د هغه په وینا؛ له دغه اقدامه موخه د روسیې د احتمالي ګواښونو مخنېوی او د ناټو قوي کول دي.