• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د خبریالانو مرکز: د طالبانو بندیزونه د بیان له ازادۍ سره په ټکر کې دي

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۳ GMT+۱

د افغانستان د خبریالان مرکز وايي، بلخ لپاره د طالبانو له ځايي مسوولینو سره پر وېډیویي مرکو د بندیز له اعلان وروسته د دوی په امر د دغه ولایت د «ملي ټلویزیون»نشرات ودرول شول او یوازې «ملي راډيو» فعالیت لري.د دغه مرکز په وینا، بلخ ۲۱م ولایت شو چې دا بندیز په کې په رسمي ډول اعلانېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د جمعې په ورځ (د وږي په ۲۱مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د بلخ ولایت لپاره د طالبانو والي یوسف وفا د تېرې سې شنبې په ورځ د وږي پر ۱۸مه په اداري غونډه کې چې د ملي راډيو- ټلویزیون د آمر په ګډون جوړه شوې وه ویلي، چې له دې وروسته دې د طالبانو ځايي مسوولین له رسنیو سره وېډیویي مرکې نه کوي.

د اعلامیې له مخې، د بلخ ولایت لپاره د طالبانو مسوولینو په دې وروستیو کې کندهار ته تللي وو او هلته ورته ویل شوي وو، چې باید د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون د ۱۷ مادې پر بنسټ د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرېدو مخنيوی وکړي.

د بلخ تلویزیون وروستی ویډیويي راپور د دې رسنۍ په یوتیوب چینل کې د وږي پر ۱۹ خپور شوی او د پنج‌شنبې ورځی راپورونه یې په راډیویي بڼه خپاره شوي دي. دغه نوی محدودیت به په بلخ کې د نورو رسنیو پر فعالیت، په ځانګړي ډول د هغو راډیوګانو او تلویزیونونو چې په ټولنیزو شبکو کې فعالیت لري، پراخ اغېز ولري.

اوس مهال په بلخ کې د «ملي راډيو» ترڅنګ د ارزو راډیو او ټلویزیون، سفیر ټلویزیون، شهر ارا ټلویزیون، رابعه بلخي راډیو او پولیس راډیو په ګډون پنځه غږیزې او تصویري رسنۍ فعالیت لري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاتوي، «د ۱۴۰۳ کال د زمري په میاشت کې په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز لړۍ له پیل راهیسې، تر دې دمه له بلخ ولایت سربېره په ۲۰ نورو ولایتونو لکه کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشیر، لغمان او سرپل کې هم یاد بنډيز په رسمي ډول اعلان شوی دی. ياد بندیز پر رسنیو کاري محدودیتونه سخت کړي او لسګونه ټلویزیوتي رسنۍ تړل شوي یا په رادیو بدلې شوې دي.»

دغه مرکز په بلخ ولایت کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز، چې د یاد ولایت د ملي ټلویزیوند تړل کېدو لامل شوی، د بیان د ازادۍ او آزادو رسنیو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې بولي او پر رسنیو، ازادو خبریالانو او خلکو ته د معلوماتو پر لاسرسي یې، چې له مخکې هم ډېر محدود شوی وو، د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې پر دې پرېکړه له سره غور وکړي او په لغوه کولو سره یې رسنیو لپاره د وېرې پرته د ازاد فعالیت فضا برابره کړي، څو خبریالان وکولای شي له خپلو بنسټیزو حقونو څخه برخمن شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

کډوالو لپاره د ناروې شورا: زلزله ځپلو د مرستې لپاره بېړنۍ او انعطاف‌ منونکې بودجه حیاتي ده

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۷ GMT+۱

د کډوالو لپاره د ناروې شورا «این ار سي» عمومي منشي «یان اېګلند» ټینګار کړی، چې د نړیوالو مرسته کوونکو له‌خوا بېړنۍ او انعطاف‌ منونکې بودجه د ختیځ افغانستان زلزله‌ځپلو خلکو د ژغورنې او مرستې لپاره اړینه ده.

نوموړي ویلي، د دې شورا ټیمونه د زلزلې له لومړۍ ورځې وروسته په ځپل شویو سیمو کې حضور لري او د ژوندي پاتې کېدو لپاره یې بیړنۍ مرستې وړاندې کړي دي.

د ده په وینا، په دغو مرستو کې د پاکو اوبو برابرول، د حفظ‌الصحې کڅوړې، ژمنیو اړینو توکو وېش او څو اړخیزې نغدي مرستې شاملې دي.

دغه شورا زیاتوي چې هڅې روانې دي تر څو د اوبو شبکې بېرته فعاله کړي، زیانمن شوي تشنابونه ورغوي او د زرګونو کسانو ویجاړ شوي کورونه بېرته ورغوي.

د«این ار سي» په وینا، په کونړ ولایت کې یې د نورګل ولسوالۍ په یوه خوندي ځای کې یو مرکز هم جوړ کړی چې هلته د بیړنیو کمپونو د جوړولو او د مرستو د چټک رسولو زمینه برابره شوې ده.

یان اېګلند ټینګار کړی: «له ځایي مشرانو (طالبانو) سره نږدې همکاري کول خورا مهم دي، څو ډاډ ترلاسه شي چې مرستې تر ټولو زیان‌منونکو خلکو، په ځانګړي ډول ښځو ته رسېږي.»

هغه له نړیوالو مرسته کوونکو وغوښتل چې د عاجل او انعطاف‌ منونکې بودجې په برابرولو کې دې مرسته وکړي، څو د اړتیا وړ مرستې په سمه توګه اړو کسانو ته ورسېږي

طالبانو د ښوونځيو په کتابونو کې ۵۱ درسونه له اسلام سره په ټکر کې بللي او حذف کړي یې دي

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۳ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په رسېدلي سند کې چې د طالبانو د پوهنې وزارت له لوري صادر شوی، د ښوونځي په پنځو مضامینو کې د یادو درسونو (عنوانونو) په تړاو په تفصیل سره خبرې شوي او د حذفولو دلایل یې هم د «اسلامي لارښوونو» او د طالبانو د پالیسیو ضد بلل شوي دي.

افغانستان انټرنشنل- پښتو ته د رسېدلي ۳ مخیز سند له مخې، د طالبانو پوهنې وزارت سرپرست «حبیب الله آغا» د روان هجري- سپوږمیز کال په پیل کې د دغه وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال په مشرۍ یوې تخنیکي کمېټې ته دنده وسپارله، څو د اسلامي لارښوونو، د طالبانو د پالیسیو او د ښوونیزو معیارونو په رڼا کې د شته ښوونیز نصاب له لومړي تر ۱۲م ټولګي پورې د کتابونو منځپانګې وڅېړي.

یادې کمېټې له خپلو څېړنو وروسته د ښوونځي له لومړي تر دولسم ټولګي پورې د کتابونو په منځپانګو کې ۵۱ درسونه له «اسلامي لارښوونو»، د طالبانو له پالیسیو او له «ښوونیزو معیارونو» سره په ټکر کې بللي او د ښوونځيو له پلان او درسي بهیر څخه یې د حذفولو وړ ګڼلي او دغه وړاندیز شوي موضوعګانې د طالبانو د رييس الوزرا له لوري هم تایید شوي دي.

مضامین او حذف شوي درسونه
100%
مضامین او حذف شوي درسونه

افغانستان انټرنشنل- پښتو ته د رسېدلي سند له مخې، چې د طالبانو د پوهنې وزارت د سرپرست حبیب الله اغا لاسلیک هم پکې لیدل کېږي ویل شوي، «د پوهنې محترم ولایتي او د کابل ښار ريیسان مکلف دي تر څو د ولسوالیو د پوهنې امرینو، د ښوونځيو امرینو او مدیرانو ته لارښوونه وکړي تر څو هر ښوونکی په نښه شوي ۵۱ درسي عنوانونه په دقت سره وګوري او یاد درسونه په خپلو درسي کتابونو کې په نښه او په راتلونکې کې یې د درسي پلانونو او تدریسي بهیر څخه حذف کړي.»

د سند پر بنسټ د ښوونځي له لومړي تر ۱۲م ټولګي پورې په پنځو مضمونو (په پښتو، دري، تاریخ، ټولنیز لوستونه او انګلیسي) کې ۵۱ درسونه لکه، «حضرت علي رض، د حضرت علي رض خلافت، بیرغ، ازادي، د ښوونکي ورځ، مور، د وطن ترانه، د ښځو حقوق، انساني حقونه، په ټولنیز ژوند کې د ښځو ونډه، بشرپالنه، پسرلی، د بشري حقونو نړۍوال کمېسیون، رسمونه او ولسي ترانې، ملي یووالی، د سولې نړۍ، د بامیان مجسمې، د خلکو په پوهاوي کې د رسنیو نقش، ولسواکي، اساسي قانون، زموږ دولت، ملي شورا، ولسي جرګه، مشرانو جرګه، اجراییه قوه، قضایه قوه، د ماشومانو حقونه، د بُن غونډه، لنډ مهاله اداره، بېړنۍ لویه جرګه، د افغانستان انتقالي اسلامي دولت، د هېواد د بیا رغونې پیل، د جمهوري ریاست ټاکنې، جرګه، فولکلور، ولسي نرخونه، د ګل سرخ مېله، د افغانستان د موسیقۍ پلار استاد قاسم افغان، ښځې او لنډۍ، د دوستۍ څرنګوالی درسونه دي، حذف شوي دي.

مضامین او حذف شوي درسونه
100%
مضامین او حذف شوي درسونه

په سند کې ویل شوي، «په پورته ډول سره د عمومي زده کړو له (۱-۱۲) ټولګي د ښوونیز نصاب په موجوده کتابونو کې پرته له ساینسي مضامینو د موظفې کمېټې له لوري په نښه شوي موارد چې د شریعت او د طالبانو له اصولو او پالیسیو سره په ټکر کې دي، مطالعه او د یو لړ اصلاحاتو په راوستلو سره د تایید وړ دي څو د ښوونکو له تدریسي پلان څه حذف شي.»

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي، طالبانو له څلورو کلونو وروسته ۵۱ موارد له تعلیمي نصابه حذف کړي او په وینا یې طالبان دې ته «په ښوونیز نصاب کې اصلاحات» وايي.

اندړ زیاتوي، «وايي چې دا موارد د اسلامي شریعت او اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې دي، په حقیقت کې داسې نه ده، بلکې دا موارد د طالبي شریعت او طالبي امارت له اصولو سره په ټکر کې دي.»

100%

دا په داسې حال کې ده چې، همدا څه موده مخکې د طالبانو لوړو زده کړو وزارت هم په ورته اقدام کې د هېواد په خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو بنسټونو کې د بېلابېلو څانګو ۱۸ مضمونونه د «شریعت او د نظام له پالیسي سره د ټکر» له امله حذف کړي و.

طالبان: د نیمروز مرکز له زرنج ښار څخه غورغوري ته لېږدول کېږي

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۳ GMT+۱

د طالبانو د نیمروز ولایت مقام اعلان کړی چې د دغه ولایت مرکز به له زرنج ښار څخه غورغوري سیمې ته ولېږدول شي. د طالبانو د والي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي،چې له کابله تخنیکي پلاوي د مرکز د لېږد لپاره یو ستراتیژیکه طرحه وړاندې کړی دی.

د طالبانو د نیمروز ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ستراتیژیکه طرحه چې په کې د استوګنیزو واحدونو، ټرانسپورټي، سوداګریز، صنعتي او اداري تاسیساتو جوړولو پلان شامل دی.

د راپورونو له مخې، د دې بدلون اصلي دلیلونه د څښاک اوبو کمښت، اقتصادي وضعیت، چاپېریالي او سیاسي ستونزې ښودل شوي دي. د نیمروز ولایت مقام له ټولو ادارو غوښتنه کړې چې د دې لېږد بهیر سره همکاري وکړي.

یاده دې وي چې طالبانو تر دې وړاندې هم د ځینو ولایتونو د مرکزونو د لېږد او د ښارونو د نومونو د بدلون پرېکړې کړې وې.

د ۱۴۰۱د سلواغې په میاشت کې د بغلان د مرکز د انتقال موضوع راپورته شوه، خو عملي نه شوه. همداراز، د همدې کال د قوس په میاشت کې طالبانو اعلان وکړ چې د پروان ولایت د چاریکار ښار نوم یې په رسمي ډول «امام اعظم ابوحنیفه» ته بدل کړی دی.

شنونکي وايي، د طالبانو دغه ډول پرېکړې د محلي خلکو د اقتصادي او ټولنیزو اړتیاوو پر ځای زیاتره د سیاسي او ایدیولوژیکو موخو پر بنسټ کېږي او ښايي د ځايي خلکو د ناخوښۍ لامل شي.

د پښتونخوا په هري پور کې د افغان کډوالو په پنډغالي کې پر یوې ښځې ډله ییز جنسي تېری شوی

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۳ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په هري پور کې د افغان کډوالو په پنډغالي کې پر یوې ۲۱ کلنې افغانې ښځې د پنځو کسانو له لوري جنسي تېری شوی. د ځايي پولیسو په وینا، یاد ۵ تیري کوونکي یې نیولي دي.

د ځايي پولیسو په وینا، دغه ښځه دننه په کمپ کې تېره شپه (پنجشنبه د وږي ۲۰مه) له خپل ځایه ۱۶م لمبر کمپ ته روانه وه، چې د لارې په اوږدو کې پنځو کسانو شنو کروندو خوا ته کش کړه او د ښځې له مقاومت سره سره یادو پنځو کسانو پرې جنسي تېری کړی دی.

د پولیسو په وینا، له پېښې او د ښځې له شکایت وروسته یې د باچا، نادي، روزي خان، جاوېد او نصیر په نومونه ۵ تورن کسان نیولي او لا هم ترې پوښتنې او ګروېږنې روانې دي

د دغې ښځې د کورنۍ غړي له اړوندو مسوولینو غواړي چې نیول شویو کسانو سخته سزا ورکړي.

سره له دې چې لا تر اوسه ځايي پولیسو د نیول شویو کسانو د هویت په تړاو څه نه دي ویلي، خو د ځينو نیول شویو کسانو جامې افغانانو ته ورته ښکاري.

طالبانو په تخار کې د «حزب ‌التحریر» لس غړي نیولي دي

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۷ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې طالبانو د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې لس تنه د «حزب‌التحریر»د غړیتوب او دیني ـ سیاسي تبلیغ په تور نیولي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه کسان د جمعې پر مازیګر د تالقان ښار د لومړۍ ناحیې په یوه کور کې هغه مهال د طالبانو له خوا ونیول شول چې د حزب‌التحریر په بلنه د یوه تعلیمي او تبلیغي ناستې لپاره راغونډ شوي وو.

سرچینې زیاتوي چې د یادې ناستې ګډونوال زیاتره ځوانان او د پوهنتون محصلین وو چې د اسلامي خلافت د تاسیس په اړه یې خبرې اورېدې. د معلوماتو له مخې، طالبانو د غونډې د پای ته رسېدو پر مهال پر کور چاپه وهلې او لس تنه یې له ځان سره وړي دي.

ویل کېږي چې د نیول شویو کسانو له ډلې څلور تنه اوس هم د طالبانو د استخباراتو په زندان کې تر پوښتنو لاندې دي. دوی تورن دي چې په منظمه توګه د حزب‌التحریر د غونډو کوربه توب او د افکارو خپرول یې ترسره کول.

په ورته وخت کې، شپږ تنه نور چې تازه د حزب‌التحریر غونډو ته ورغوښتل شوي وو، د خپلو کورنیو د ضمانت په بدل کې بېرته خوشې شوي دي.

حزب‌التحریر یوه نړیواله اسلامي ډله ده چې د اسلامي خلافت د تاسیس غوښتنه کوي او په افغانستان کې یې د پلویانو شمېر کم نه دی. دغه ډله، که څه هم وسله‌واله مبارزه نه لري، خو طالبان ورته د یوه سیاسي ـ فکري سیال په سترګه کتل کېږي.

طالبانو تر اوسه د دغو نیونو په اړه رسمي تبصره نه ده کړې. خو د دوی د پخواني دریځ له مخې، د هر ډول موازي اسلامي تحریکونو فعالیتونه د "شرعي حاکمیت" پر وړاندې ننګ ګڼي او په کلکه یې مخنیوی کوي.

سیاسي شنونکي باور لري چې د طالبانو دا ډول اقدامات ښيي چې دوی د فکري مخالفینو د زغملو توان نه لري او د هر ډول سیاسي یا دیني بدیل د رامنځته کېدو پر وړاندې یې د صفر زغم تګلاره خپله کړې ده. د شنونکو په وینا، دا کار ښايي د ځوانانو د افراطیت او نورو پټو فعالیتونو د زیاتېدو لامل شي.