• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د نیمروز مرکز له زرنج ښار څخه غورغوري ته لېږدول کېږي

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۳ GMT+۱

د طالبانو د نیمروز ولایت مقام اعلان کړی چې د دغه ولایت مرکز به له زرنج ښار څخه غورغوري سیمې ته ولېږدول شي. د طالبانو د والي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي،چې له کابله تخنیکي پلاوي د مرکز د لېږد لپاره یو ستراتیژیکه طرحه وړاندې کړی دی.

د طالبانو د نیمروز ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ستراتیژیکه طرحه چې په کې د استوګنیزو واحدونو، ټرانسپورټي، سوداګریز، صنعتي او اداري تاسیساتو جوړولو پلان شامل دی.

د راپورونو له مخې، د دې بدلون اصلي دلیلونه د څښاک اوبو کمښت، اقتصادي وضعیت، چاپېریالي او سیاسي ستونزې ښودل شوي دي. د نیمروز ولایت مقام له ټولو ادارو غوښتنه کړې چې د دې لېږد بهیر سره همکاري وکړي.

یاده دې وي چې طالبانو تر دې وړاندې هم د ځینو ولایتونو د مرکزونو د لېږد او د ښارونو د نومونو د بدلون پرېکړې کړې وې.

د ۱۴۰۱د سلواغې په میاشت کې د بغلان د مرکز د انتقال موضوع راپورته شوه، خو عملي نه شوه. همداراز، د همدې کال د قوس په میاشت کې طالبانو اعلان وکړ چې د پروان ولایت د چاریکار ښار نوم یې په رسمي ډول «امام اعظم ابوحنیفه» ته بدل کړی دی.

شنونکي وايي، د طالبانو دغه ډول پرېکړې د محلي خلکو د اقتصادي او ټولنیزو اړتیاوو پر ځای زیاتره د سیاسي او ایدیولوژیکو موخو پر بنسټ کېږي او ښايي د ځايي خلکو د ناخوښۍ لامل شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د پښتونخوا په هري پور کې د افغان کډوالو په پنډغالي کې پر یوې ښځې ډله ییز جنسي تېری شوی

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۳ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په هري پور کې د افغان کډوالو په پنډغالي کې پر یوې ۲۱ کلنې افغانې ښځې د پنځو کسانو له لوري جنسي تېری شوی. د ځايي پولیسو په وینا، یاد ۵ تیري کوونکي یې نیولي دي.

د ځايي پولیسو په وینا، دغه ښځه دننه په کمپ کې تېره شپه (پنجشنبه د وږي ۲۰مه) له خپل ځایه ۱۶م لمبر کمپ ته روانه وه، چې د لارې په اوږدو کې پنځو کسانو شنو کروندو خوا ته کش کړه او د ښځې له مقاومت سره سره یادو پنځو کسانو پرې جنسي تېری کړی دی.

د پولیسو په وینا، له پېښې او د ښځې له شکایت وروسته یې د باچا، نادي، روزي خان، جاوېد او نصیر په نومونه ۵ تورن کسان نیولي او لا هم ترې پوښتنې او ګروېږنې روانې دي

د دغې ښځې د کورنۍ غړي له اړوندو مسوولینو غواړي چې نیول شویو کسانو سخته سزا ورکړي.

سره له دې چې لا تر اوسه ځايي پولیسو د نیول شویو کسانو د هویت په تړاو څه نه دي ویلي، خو د ځينو نیول شویو کسانو جامې افغانانو ته ورته ښکاري.

طالبانو په تخار کې د «حزب ‌التحریر» لس غړي نیولي دي

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۷ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي چې طالبانو د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې لس تنه د «حزب‌التحریر»د غړیتوب او دیني ـ سیاسي تبلیغ په تور نیولي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه کسان د جمعې پر مازیګر د تالقان ښار د لومړۍ ناحیې په یوه کور کې هغه مهال د طالبانو له خوا ونیول شول چې د حزب‌التحریر په بلنه د یوه تعلیمي او تبلیغي ناستې لپاره راغونډ شوي وو.

سرچینې زیاتوي چې د یادې ناستې ګډونوال زیاتره ځوانان او د پوهنتون محصلین وو چې د اسلامي خلافت د تاسیس په اړه یې خبرې اورېدې. د معلوماتو له مخې، طالبانو د غونډې د پای ته رسېدو پر مهال پر کور چاپه وهلې او لس تنه یې له ځان سره وړي دي.

ویل کېږي چې د نیول شویو کسانو له ډلې څلور تنه اوس هم د طالبانو د استخباراتو په زندان کې تر پوښتنو لاندې دي. دوی تورن دي چې په منظمه توګه د حزب‌التحریر د غونډو کوربه توب او د افکارو خپرول یې ترسره کول.

په ورته وخت کې، شپږ تنه نور چې تازه د حزب‌التحریر غونډو ته ورغوښتل شوي وو، د خپلو کورنیو د ضمانت په بدل کې بېرته خوشې شوي دي.

حزب‌التحریر یوه نړیواله اسلامي ډله ده چې د اسلامي خلافت د تاسیس غوښتنه کوي او په افغانستان کې یې د پلویانو شمېر کم نه دی. دغه ډله، که څه هم وسله‌واله مبارزه نه لري، خو طالبان ورته د یوه سیاسي ـ فکري سیال په سترګه کتل کېږي.

طالبانو تر اوسه د دغو نیونو په اړه رسمي تبصره نه ده کړې. خو د دوی د پخواني دریځ له مخې، د هر ډول موازي اسلامي تحریکونو فعالیتونه د "شرعي حاکمیت" پر وړاندې ننګ ګڼي او په کلکه یې مخنیوی کوي.

سیاسي شنونکي باور لري چې د طالبانو دا ډول اقدامات ښيي چې دوی د فکري مخالفینو د زغملو توان نه لري او د هر ډول سیاسي یا دیني بدیل د رامنځته کېدو پر وړاندې یې د صفر زغم تګلاره خپله کړې ده. د شنونکو په وینا، دا کار ښايي د ځوانانو د افراطیت او نورو پټو فعالیتونو د زیاتېدو لامل شي.

نورالدین ترابي: له مرستندویه موسسو سره باید نېکې اړيکې ولرو

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۹ GMT+۱

په داسې حال کې چې په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو په اړوندو دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګېدلی، د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې مشر نورالدین ترابي له مرستندویه موسسو سره د نېکو اړیکو پر درلودو ټینګار کړی دی.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې مشر «نورالدین ترابي» د جمعې په ورځ (د وږي ۲۱مه) په کونړ ولایت کې له زلزله خپلو سره د کېدونکو مرستو د څارنې په بهیر کې د سرې میاشتې ټولنې له سرپرست شهاب الدین دلاور او د کونړ له والي سره په کتنه کې په دغه ولایت کې د زلزلو له امله د زیانمنو لپاره د دایمي کورونو د جوړولو په اړه خبرې وکړې او همداراز یې له مرستندویه موسسو سره د نېکو اړیکو د درلودو غوښتنه وکړه.

نورالدین ترابي ټینګار وکړ، «د زیانمنو لپاره جوړېدونکي کورونه باید د معیاري نقشې، لوړ کیفیت او د طبیعي پېښو په ځانګړي ډول د زلزلو پر وړاندې د مقاومت وړتیا ولري.»

له دې سره سم، د کونړ والي د زلزله‌ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

له زلزله ځپلو سره د ملا برادر لیدنه
100%
له زلزله ځپلو سره د ملا برادر لیدنه

تر دې مخکې د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال په کونړ کې له زلزله ځپلو سره په کتنه کې اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د دولت له ټولو امکاناتو څخه په استفادې د زلزله‌ځپلو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او همداراز یې له خیریه مؤسسو او مرسته کوونکو خلکو هم وغوښتل چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د دایمي سرپناوو پر جوړولو تمرکز زیات کړي.

په ننګرهار کې د دېوال د رانړېدو له امله ۲ کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۳ GMT+۱

د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ، هدیاخېلو کلي کې نن ماښام (جمعه د وږي ۲۱مه) د یوه دیوال د رانړېدو له امله ۲ ماشومان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د رحمان‌الله په نوم د یوه کس د کورنۍ غړي د نوي جوړ شوي دیوال تر څنګ ناست و.

ویل کېږي دغه نوی دېوال په یوه ورځ کې څو متره لوړ کړای شوی و او د کمزورتیا له امله رالوېدلی دی.

له پېښې وروسته ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان: افغانستان د کډوالۍ، اقلیمي بدلون او د مرستو له کمښت سره مخ دی

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۷ GMT+۱

د کډوالۍ نړۍ وال سازمان وایي، د بودجې د کمښت له امله نشي کولی دغه هېواد ته د ستنېدونکو افغان کډوالو لاسنیوی وکړي. په افغانستان کې د «اې او ایم» مشرې «میهیونګ پارک» زیاته کړې، چې د دغه هېواد په ختیځ کې له مرګونو زلزلو سره دغه وضعیت لاپسې کړکېچن شوی دی.

د نوموړې په وینا، یوازې په روان کال کې له ګاونډیو هېوادونو (ایران او پاکستان) څخه ۲ میلیونه افغانان راستانه شوي. دا زیاتوي، ډېری دغه راستانه شوي کسان له ایران څخه په زور راشړل شوي او ځينې نور یې په خپله خوښه راغلي دي.

د دغه سازمان مشرې «میهیونګ پارک» له ايرونیوز سره په ځانګړې مرکه ویلي، په دې کړکېچن حالت کې پاکستان هم د «پي او ار »کارت لرونکو افغانانو د اېستنې بهیر پیل کړی دی.

د نوموړې په وینا، ډېری دغه راستنېدونکي د ژوند د دوام لپاره هېڅ هم نه لري او له سرپناه نیولې بیا تر خوراکي توکو اړتیا لري.

مېهیونګ پارک وايي، «هغوی یوې نوې فضا ته راځي. نه پوهېږي چې له دغه نوې فضا سره څنګه ځانونه عیار کړي. دوی نغدو پیسو، کور او اقتصادي فرصتونو ته اړتیا لري.»

هغه زیاتوي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، امریکا له دغه هېواد سره د «۱،۷میلیارده ډالرو» مرستې بندې کړې او ورسره جوخت شاوخوا پنځوسو نړۍوالو مرستندویه بنسټونو هم خپلې چارې کمې او یا هم په بشپړه توګه بندې کړې.

ملګرو ملتونو په هغه وخت کې خبرداری ورکړی و چې د مرستو په دغه ډول پرېکون سره به میلیونونه کسان له جدي ستونزو سره مخ شي.

مېرمن پارک زیاته کړه، «د مرستو کمښت زموږ پر کارونو خورا جدي اغېز کړی دی، نه یوازې پر «اې او اېم» بلکې پر ټولو بشري مرستندویه ادارو چې دلته فعالیت کوي. موږ اړ شو ډېرې سختې پرېکړې وکړو (...) او دا د زلزلې او له ایران او پاکستان څخه د ستنېدونکو د نوې څپې له راتګ مخکې و.»

هغې همداراز ویلي، کله چې په ۲۰۲۳ کال کې له پاکستان څخه شاوخوا یو میلیون افغانان راستانه شول، نو کابو له ټولو سره بېړنۍ مرستې وشوې، خو اوس یوازې له شلو تر ۳۰ سلنې هغه هم چې ډېر اړ دي ورسره مرستې کېږي.

100%

نوموړې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې مرګونې زلزلې ته په اشارې سره ویلي، له شاخوا نیم میلیون زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره د شاوخوا ۱۴۰ میلیونه ډالرو غوښتنه شوې ده.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې ښځینه ستنېدونکې د طالبانو د محدودیتونو له امله له ځانګړو ستونزو سره مخ دي او د مېرمن پارک په وینا، دغه ښځې او په ځانګړي ډول له ایرانه ستنېدونکې ښځې چې لوستې دي، کار یې کړی او له یوه ازاد ټولنیز چاپېریال سره بلدې دي، نو«کله چې بېرته افغانستان ته ستنېږي، له یوې داسې ټولنې سره مخ کېږي چې نه د زده کړو اجازه لري او نه د کار، او دا هغوی ته خورا سخته ده.»

د «اې او اېم» د معلوماتو له مخې، له ایران څخه په راستنېدونکو کې نږدې درېیمه برخه یې ښځې دي او له پاکستان څخه بیا په راستنېدونکو کې سم نیمايي یې ښځې دي.

دا ټول په داسې حال کې دي چې، د تېرې ۵شنبې په ورځ د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې د ښځینه و پر کار له بندیز سره سم، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له ستنېدونکو افغانانو سره د خپلو مرستو بهیر ودراوه.