هغه زیاتوي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، امریکا له دغه هېواد سره د «۱،۷میلیارده ډالرو» مرستې بندې کړې او ورسره جوخت شاوخوا پنځوسو نړۍوالو مرستندویه بنسټونو هم خپلې چارې کمې او یا هم په بشپړه توګه بندې کړې.
ملګرو ملتونو په هغه وخت کې خبرداری ورکړی و چې د مرستو په دغه ډول پرېکون سره به میلیونونه کسان له جدي ستونزو سره مخ شي.
مېرمن پارک زیاته کړه، «د مرستو کمښت زموږ پر کارونو خورا جدي اغېز کړی دی، نه یوازې پر «اې او اېم» بلکې پر ټولو بشري مرستندویه ادارو چې دلته فعالیت کوي. موږ اړ شو ډېرې سختې پرېکړې وکړو (...) او دا د زلزلې او له ایران او پاکستان څخه د ستنېدونکو د نوې څپې له راتګ مخکې و.»
هغې همداراز ویلي، کله چې په ۲۰۲۳ کال کې له پاکستان څخه شاوخوا یو میلیون افغانان راستانه شول، نو کابو له ټولو سره بېړنۍ مرستې وشوې، خو اوس یوازې له شلو تر ۳۰ سلنې هغه هم چې ډېر اړ دي ورسره مرستې کېږي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې ښځینه ستنېدونکې د طالبانو د محدودیتونو له امله له ځانګړو ستونزو سره مخ دي او د مېرمن پارک په وینا، دغه ښځې او په ځانګړي ډول له ایرانه ستنېدونکې ښځې چې لوستې دي، کار یې کړی او له یوه ازاد ټولنیز چاپېریال سره بلدې دي، نو«کله چې بېرته افغانستان ته ستنېږي، له یوې داسې ټولنې سره مخ کېږي چې نه د زده کړو اجازه لري او نه د کار، او دا هغوی ته خورا سخته ده.»
د «اې او اېم» د معلوماتو له مخې، له ایران څخه په راستنېدونکو کې نږدې درېیمه برخه یې ښځې دي او له پاکستان څخه بیا په راستنېدونکو کې سم نیمايي یې ښځې دي.
دا ټول په داسې حال کې دي چې، د تېرې ۵شنبې په ورځ د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو په اړوندو ادارو کې د ښځینه و پر کار له بندیز سره سم، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له ستنېدونکو افغانانو سره د خپلو مرستو بهیر ودراوه.