ملکري ملتونه: په افغانستان کې سانسور او محدودیتونه زیات شوي دي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي تازه راپور څرګندوي چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې د افغانستان پر ټولنه پراخ بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي. راپور کې راغلي، د طالبانو امر بالمعروف وزارت د ټولنیزو شبکو څارنه زیاته کړې او یو شمېر کاروونکي یې د دیني ارزښتونو خلاف خپرونو په تور نیولي دي.