• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یونېسف: د زلزلې کړکېچ نجونې د کم عمره ودونو له ګواښ سره مخ کړې دي

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله له ۱۰۰۰ څخه د ډېرو ماشومانو مړینې ته په اشاره ویلي، ماشومان د کرکېچ په لومړۍ کرښه کې دي او د ځايي خلکو د اقتصاد د خرابوالي له امله نجونې په کم عمر کې د ودونو له ګواښ سره مخ دي.

یونېسف د جمعې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبرداری ورکړی، چې په زلزله ځپلو سیمو کې نجونې له ځانګړو ګواښونو سره مخ دي او وايي:«کله چې کورونه ویجاړ شي، نجونې معمولا تر ټولو لومړی له ښوونځي پاتې کېږي؛ دا پېښه په یو داسې هېواد کې رامنځته شوې، چې د نجونو د زده کړو پر ضد لا له وړاندې لوی خنډونه شته.»

یونېسف خبراداری ورکړی چې:«که همدا اوس موږ اقدام ونه کړو د نابرابرۍ دا کړکېچ به لا ژور شي او د نجونو په اوږو به نور غیر عادلانه بار واچول شي.»

د دغه ادارې د شمېرو له مخې، په وروستۍ زلزله کې لږ تر لږه ۱۱۷۲ ماشومان مړه شوي، چې د ټولې مرګ ژوبلې نېمايي برخه جوړوي.

همدارنګه یونېسف ویلي، چې په دغه زلزله کې شاوخوا ۳۰۰ ماشومانو خپل مور او یا پلار له لاسه ورکړې دي.

یونېسف وايي:« په ټولیز ډول د نیم مېلیون کسانو ژوند د دغه زلزلې له امله اغېزمن شوی دی چې له دې ډلې ۲۶۳ زره ماشومان د زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دي.»

یونېسف ټینګار کړی چې په کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې ماشومان بېړنیو بشري مرستو ته اړیتا لري.

یادي ادارې ویلي، چې ډیری ماشومان بې سرپناه دي او له رواني صدمو سره لاس او ګریوان دي.

یونېسف وايي:«د لرې پرتو غرنیو سیمو ماشومانو ته درملنه نه رسېږي، پاکو اوبو او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نشته، ښوونځي‌تړل شوي او د ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده.»

د ملګرو ملتونو یادې ادارې خبرداری ورکړی چې د ژمي په رارسېدو سره که بیړنۍ مرستې ونه شي، ګڼ ماشومان به له یخې هوا، لوږې او د درملو له نشتوالي سره مخ شي.

دغه ادارې د وروستۍ زلزلې له امله د اغېزمنو کسانو د اړتیا پوره کولو لپاره د ۲۲ مېلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ملګرو ملتونو د طالبانو لخوا د ښځو پر کار د بندیز له امله د کډوالو د ملاتړ اته مرکزونه وتړل

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی چې د طالبانو له خوا یې پر ښځینه کارکوونکو د بندیز له امله په افغانستان کې د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ اته مرکزونه تړلي دي. د افغانستان لپاره د دغه سازمان استازي ویلي، چې دغه مرکزونه د سپټمبر په ۹مه بند شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال د جمعې په ورځ په جنیوا کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي، په تړل شویو مرکزونو کې هره ورځ له ۷ زرو ډېرو راستنېدونکو کډوالو ته خدمات وړاند کېدل.

نوموړي ویلي، چې په یادو مرکزونو کې د راستنېدونکو سره د مرکې، بایمیټریک او ثبت پروسه باید یوازې د ښځو له لوري ترسره شي.

عرفات جمال وايي:«دا پرېکړه یو عملیاتي اقدام و، نه کوم سیاسي یا تنبیهي کار. خو واقعیت دادی چې پرته له ښځینه کارکوونکو موږ په ډېرو برخو کې د خدماتو وړاندې کولو توان نه لرو.»

یادې ادارې ویلي، چې پاکستان په جبري ډول افغان کډوال ستنوي او د شاوخوا یو مېلیون کسانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

عرفات جمال ویلي، ډېرو تازه راستانه کړل شویو کسانو په وروستۍ مرګونې زلزله کې خپل کورونه له لاسه ورکړې دي.

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي، چې د ښځینه کارکوونکو پر کار لګېدلي محدودیتونه لرې کړي، که نه د زلزله ځپلو او نورو زیانمنو افغانانو لپاره د مرستو لړۍ به له جدي خطر سره مخ شي.

عرفات جمال زیاتوي:« یاد محدودیتونه له کلونو راهېسي شتون لري خو اوس په ډېر شدت عملي کېږي او طالبان ان د ملګرو ملتونو د دفتر د دروازو مخې ته امنیتي کسان ځای پر ځای کړې دي تر څو د دوی له امر څخه سرغړونه ونه شي.»

نوموړي هیله ښودلې، چې د طالبانو سره د خبرو په دوام به دا مرکزونه بېرته پرانېستل شي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د طالبانو له لوري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) پر ښځینه کارکوونکو محدودیتونو په تړاو ویلي و، چې طالبانو له دې کار سره یو ځل بیا ثابته کړه چې دوی د عادي کېدو وړ نه دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې طالبانو د سپټمبر په ۷مه نېټه د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو او قراردادیانو ته یاد دفتر ته د داخلېدو اجازه نه وه ورکړې.

د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې یوازې د سپټمبر میاشت په لومړۍ اوونۍ کې نږدې سل زره افغانان راستانه شوې دي او له ګاونډیو هېوادونو څخه د بېرته راستانه شویو کډالو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مالي سرچینې د ختمېدو په حال کې دي.

د ملګرو ملتونو د کډالو عالي کمېشنرۍ د افغان راستنو شویو کډوالو لپاره د اړینو مرستو چمتو کولو په موخه د ۲۵۶ مېلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.

صالح د ازبکستان له هغې پرېکړې هرکلی کړی چې طالبانو ته د پخواني جمهوري نظام چورلکې نه سپاري

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۶ GMT+۱

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ازبکستان حکومت له هغې پرېکړې مننه کړې چې د پخواني جمهوري نظام پاتې شوې پوځي چورلکې طالبانو ته نه سپاري. ازبکستان ویلي د افغانستان د پخواني پوځ چورلکې طالبانو ته نه سپاري.

صالح ویلي، دا اقدام به د دواړو هېوادونو په اړیکو مثبت اغېز ولري.

امرالله صالح د جمعې په ورځ پر اېکس لیکلي: «زه د ازبکستان حکومت له هوښیارې پرېکړې مننه کوم چې د افغانستان د خلکو شتمني یې طالبانو ته ونه سپارله، دا به زموږ د دواړو هېوادونو پر اړیکو اوږدمهاله مثبت اغېز وکړي.»

هغه پر طالبانو نیوکه کړې چې د پخواني افغان هوايي ځواک الوتکې د خلکو د ځپلو، د سیمه‌ییزو مشرانو د نیولو او تري تم کولو، د مشهور قاچاقبر بشیر نورزي د لېږد او د ترهګرو ډلو د مشرانو د انتقال لپاره کاروي.

صالح زیاته کړې: «طالبان د جمهوریت له پاتې شویو شتمنیو د خپل استبدادي رژیم د ټینګښت لپاره ناوړه ګټه اخلي او د افغانستان د څو قومي او فرهنګي جوړښت درناوی نه کوي.»

د ده په وینا، د ازبکستان پرېکړه یو «اصولي دریځ» دی چې افغانان یې د طالبانو تر واکمنۍ ډېر خوندي ګڼي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احراز برخانوف هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې دغه هېواد غواړي د افغانستان د پخواني پوځ چورلکې طالبانو ته ورسپاري. هغه وویل:« دغه راپورونه حقیقت نه لري او د ازبکستان په دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.»

په وروستیو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته، ازبکستان ته د پخواني حکومت د هوايي ځواک یو شمېر لېږدول شوې چورلکې به «په نېږدې ورځو کې بېرته کابل ته وسپارل شي»

څو ورځې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته هم ویلي و، چې ازبکستان پرېکړه کړې چې د افغانستان د پخواني پوځ چورلکې به طالبانو ته وسپاري.

پر همدغه مهال ځینو رسنیو د ذبیح الله مجاهد له قوله لیکلي وو، چې ازبکستان د چورلکو د بېرته ستنولو هوکړه کړې ده.

خو تېره ورځ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت طالبانو ته د چورلکو د سپارلو راپورونه «جعلي» وبلل او وې ویل چې د دغه هېواد په رسمي دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

ازبکستان وايي د افغانستان د پخواني پوځ چورلکې طالبانو ته نه سپاري

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۵ GMT+۱

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احراز برخانوف هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې دغه هېواد غواړي د افغانستان د پخواني پوځ چورلکې طالبانو ته ورسپاري. هغه وویل:« دغه راپورونه حقیقت نه لري او د ازبکستان په دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.»

په وروستیو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط وروسته، ازبکستان ته د پخواني حکومت د هوايي ځواک یو شمېر لېږدول شوې چورلکې به «په نېږدې ورځو کې بېرته کابل ته وسپارل شي»

څو ورځې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته هم ویلي و، چې ازبکستان پرېکړه کړې چې د افغانستان د پخواني پوځ چورلکې به طالبانو ته وسپاري.

پر همدغه مهال ځینو رسنیو د ذبیح الله مجاهد له قوله لیکلي وو، چې ازبکستان د چورلکو د بېرته ستنولو هوکړه کړې ده.

خو تېره ورځ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت طالبانو ته د چورلکو د سپارلو راپورونه «جعلي» وبلل او وې ویل چې د دغه هېواد په رسمي دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

د ازبکستان د یاد دریځ په اړه وړاندې هم د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف د ۱۴۰۱ کال په غويي میاشت کې ویلي و، چې دا نظامي وسایط “د امریکا ملکیت دي” او د واشنګیټن په هوکړه په ازبکستان کې ساتل کېږي.

د چورلکو ورسپارلو په اړه د طالبانو ټینګار

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ په کابل کې د بهرنیو ډېپلوماټانو په حضور کې یوځل بیا له ازبکستان او تاجکستان څخه وغوښتل چې چورلکې افغانستان ته وسپاري. متقي ټينګار وکړ چې د وروستۍ زلزلې پر مهال د ژغورنې عملیاتو لپاره د چورلکو اړتیا ډېره وه او دا الوتکې کولای شي په ورته بشري عملیاتو کې وکاروي.

سره له دې چې د پخواني نظام یو شمېر چورلکې د طالبانو له واکمنېدو سره ازبکستان او تاجکستان ته انتقال شوي، خو طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د‌پخوانی حکومت له پاتې هوايي وسایلو څخه په پراخه کچه استفاده کړې او ډېری وخت یې د ولسي اعتراضونو د ځپلو لپاره کارولي دي.

د امریکا د دفاع وزارت وړاندې ویلي و، چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ۴۶ چورلکې ازبکستان ته او ۱۸ یې تاجکستان ته انتقال شوې دي. په دغو چورلکو کې د c-۲۰۸, PC-۱۲, UH-۱۰, Mi-۱۷, AC-۲۰۸ او A-۲۹ ډولونه شامل وو.

امریکا طالبانو ته د چورلکو له ورکولو سره موافقه نه ده

په ازبکستان کې د امریکا سفیر جانټن هنیک ویلي و، چې واشنګټن او تاشکند د پخواني نظام د جنګي او پوځي الوتکو د وضعیت په اړه یوې هوکړې ته رسیدلي دي.

نوموړي ویلي:«دا پوځي الوتکې به په ازبکستان کې پاتې شي او دا موضوع لا دمخه رسمي شوې ده. دا الوتکې د افغانانو نه وې، دا د امریکا وي، خو افغان پوځ کارولې.»

پاکستانی ډېپلوماټ: د ای‌اس‌ای د مشر د سفر پر مهال د سي‌‌ای‌اې مشر هم کابل کې و

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۱ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان د جمهوریت له سقوط څلور کاله وروسته، کابل ته د اې‌اېس‌اې د پخواني مشر فیض حمید د سفر جزییات افشا کړل. منصور ویلي، هغه وخت یوازې فیض حمید نه، بلکې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي‌ای‌اې) مشر هم کابل کې و.

منصور احمد خان په یوه پاډکسټ کې څرګنده کړه چې د فیض حمید د سفر پلان محرم و، خو ناڅاپه هغه په کابل کې د سرینا هوټل په لابي کې له نړیوالو خبریالانو سره مخامخ شو.

نوموړي زیاته کړه، په هغو ورځو کې یوازې د ای‌اېس‌ ای مشر نه، بلکې د ګڼو نورو هېوادونو استخباراتي چارواکي هم کابل ته راغلي وو.

د هغه په وینا، نړیواله ټولنه د افغانستان د روانو بدلونونو په اړه سخته اندېښمنه وه او هماغه مهال د سي‌ای‌اې مشر هم کابل ته تللی و.

منصور خان وویل، لا روښانه نه ده چې د فیض حمید د حضور خبر څنګه رسنیو ته ورسېد. هغه یادونه وکړه چې په هغه وخت کې پنجشیر لا نه و سقوط او د افغانستان راتلونکی له ابهامه ډک و. «ایا هېواد به د بې‌ثباتۍ او کورنۍ جګړې پر لور لاړ شي، که طالبان به یوه ټولګډونه اداره جوړه کړي؟»

منصور احمد خان ټینګار وکړ، پرېکړه دا وه چې د ای‌ایس‌ای د مشر سفر باید پټ پاتې شي، خو کله چې جنرال حمید د سرینا هوټل لابي ته داخل شو او د معمول په څېر یې قهوه واخیسته، یوې ښځینه خبریالې ترې وپوښتل: «څه به پېښ شي؟» جنرال حمید په ځواب کې وویل: «هر څه به ښه شي.»

د پاکستان د پخواني سفیر په وینا، د دې صحنې خپرېدل پراخه اټکلونه راوپارول او د پاکستان پر ضد سخت تبلیغات روان شول، چې اسلام‌اباد یې د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې او دوه مخي سیاست په تور یاداوه.

له دې پېښې دوه اوونۍ وروسته، د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په څلورمه، د جنرال فیض حمید انځورونه د کابل په سرینا هوټل کې خپاره شول، چې په کې هغه په موسکا د قهوې ګیلاس په لاس نیولی ښکاري.

دا انځورونه په ټولنیزو شبکو کې په پراخه کچه خپاره شول او په داسې وخت کې چې افغانستان د ویشل کېدو سره مخ و، د ډېرو افغانانو غوسه یې راوپاروله.

فیض حمید د عمران خان په حکومت کې د ای‌ایس‌ای مشر و او کابل ته د هغه سفر په خپله پاکستان کې هم لانجمن وګرځېد.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال اسحاق دار، د خپل هېواد وروستیو ناامنیو ته په اشارې ویلي وو: «پاکستان د درې‌ستوري جنرال د یوې پیالې چای بیه پرې کوي.»

یاده دې وي چې تېر کال د پاکستان پوځ جنرال فیض حمید د «تاپ سټي» د استوګنیزې پروژې د فساد په تور ونیو او د هغه پوځي محاکمه یې پیل کړه.

طالبانو اروپا ته د خپلو ډېپلوماټانو سفر تایید کړ

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۶ GMT+۱

سرچینو د جمعې په ورځ (د وږي ۲۱مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو یو پلاوي د افغان کډوالو د وضعیت، بشري مرستو ترلاسه کولو او د افغانستان د سیاسي استازولیو په اړه د خبرو لپاره اروپا ته سفر کړی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم د یاد پلاوي برخه دی.

د حریت راډیو په نوم طالبانو ته نږدې رسنۍ د جمعې په ورځ راپور ورکړی، چې د طالبانو پنځه کسیز پلاوی اتریش ته سفر کړی او د دغه هېواد د کورنیو او بهرنیو چارو له وزارتونو سره یې د افغانستان د سیاسي استازولیو په اړه خبرې کړي دي.

د راپور له مخې دغه پلاوي په تېره میاشت کې سویس او جرمني ته سفر کړی و او هلته یې د یادو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان د استازولیو په اړه خبرې کړې دي.

تر اوسه طالب چارواکو په رسمي ډول د یاد پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چنګاښ میاشتې په پای کې منلي وه، چې د جرمني له حکومت سره یې د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې د قطر په منځګړیتوب همکاري کړې ده.

بلخي ویلي و، چې د جرمني هېواد سره د همکاریو بحثونه به «په جرمني کې د مېشتو افغانانو لپاره د شفاف او معیاري کونسلي خدمتونو» تر ډاډمن کېدو دوام ولري.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د روان کال د زمري په لومړیو کې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې وه چې د‌ طالبانو ډېپلوماټان دغه هېواد ته رسېدلي او له اداري مرحلو وروسته به خپله دنده پیل کړي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د طالب ډېپلوماتانو منل د افغانانو کنسلي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ترسره شوي دي.