• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو اروپا ته د خپلو ډېپلوماټانو سفر تایید کړ

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۶ GMT+۱

سرچینو د جمعې په ورځ (د وږي ۲۱مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو یو پلاوي د افغان کډوالو د وضعیت، بشري مرستو ترلاسه کولو او د افغانستان د سیاسي استازولیو په اړه د خبرو لپاره اروپا ته سفر کړی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم د یاد پلاوي برخه دی.

د حریت راډیو په نوم طالبانو ته نږدې رسنۍ د جمعې په ورځ راپور ورکړی، چې د طالبانو پنځه کسیز پلاوی اتریش ته سفر کړی او د دغه هېواد د کورنیو او بهرنیو چارو له وزارتونو سره یې د افغانستان د سیاسي استازولیو په اړه خبرې کړي دي.

د راپور له مخې دغه پلاوي په تېره میاشت کې سویس او جرمني ته سفر کړی و او هلته یې د یادو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان د استازولیو په اړه خبرې کړې دي.

تر اوسه طالب چارواکو په رسمي ډول د یاد پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چنګاښ میاشتې په پای کې منلي وه، چې د جرمني له حکومت سره یې د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې د قطر په منځګړیتوب همکاري کړې ده.

بلخي ویلي و، چې د جرمني هېواد سره د همکاریو بحثونه به «په جرمني کې د مېشتو افغانانو لپاره د شفاف او معیاري کونسلي خدمتونو» تر ډاډمن کېدو دوام ولري.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د روان کال د زمري په لومړیو کې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې وه چې د‌ طالبانو ډېپلوماټان دغه هېواد ته رسېدلي او له اداري مرحلو وروسته به خپله دنده پیل کړي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د طالب ډېپلوماتانو منل د افغانانو کنسلي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ترسره شوي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

بېنېټ: د یوناما پر ښځینه کارکوونکو بندیزونو ثابته کړه چې طالبان د عادي کېدو وړ نه دي

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د طالبانو له لوري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) پر ښځینه کارکوونکو محدودیتونو په تړاو ویلي، چې طالبانو له دې کار سره یو ځل بیا ثابته کړه چې دوی د عادي کېدو وړ نه دي.

نوموړي دا څرکندونې پر داسې مهال کړې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې طالبانو د سپټمبر په ۷مه نېټه د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو او قراردادیانو ته یاد دفتر ته د داخلېدو اجازه نه وه ورکړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوې، چې د طالبانو دغه بندیزونه د کابل په ګډون په هرات، او مزارشریف کې هم د ملګرو ملتونو سیمه‌ییزو دفترونو ته غځېدلي دي، د دفترونو په دروازو کې طالبان ولاړ دي او ښځینه کارکوونکو ته دفترونو ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي.

یوناما پر دغه بندیز اندېښنه ښودلې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي:«ملګرو ملتونو داسې راپورونه هم ترلاسه کړې، چې طالبانو د زلزلې پرمهال او له ایران او پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو پرمهال نجونو او ښځو د ملاتړ لپاره د ښځینه کارکوونکو د سفرونو د مخنیوي هڅې کړې دي.»

ملګرونو د طالبانو له خوا د یادو بندیزونو د سمدستي لرې کولو غوښتنه کړې ده.

رېچارډ بېنټ د طالبانو دغه اقدام ته په غبرګون کې د جمعې په ورځ پر اېکس‌پاڼه لیکي:« زه د یوناما غوښتنې سره په کلکه همغږی یم چې طالبان دې پر ښځینه کارکوونکو بندیزونه لرې کړي. د طالبانو د عادي کېدو هر ډول هڅه باید تر هغې پوره نه شي څو دا ډله خپله تګلاره بدله نه کړي.»

نوموړي له طالبانو غوښته کړې چې پر افغان ښځینه کارکوونکو دې محدودیونه لرې کړي.

عبدالکریم خُرم: د غزې جګړې د نړۍ د څو قطبي کېدو بهیر تېز کړی دی

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۱ GMT+۱

د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رییس عبدالکریم خُرم وایي، چې د غزې وروستۍ جګړه د غرب او امریکا اخلاقي ماته ښکاره کوي او په نړیواله کچه یې د څو قطبي نړۍ د رامنځته کېدو بهیر چټک کړی دی.

خُرم د جمعې په ورځ (د وږي ۲۱مه) پر اېکس لیکلي ولادیمیر پوتین مخکې ویلي و: «د نړۍ څو قطبي کېدل لکه د لمر ختو یقیني او ضروري ده، هغه څه چې موږ کوو یوازې دې ته سرعت ورکوو.»

نوموړی زیاتوي، اوس نړۍ په ښکاره ډول د څو قطبي کېدو په لور روانه ده، خو د دې بهیر چټکونکي روسیه یا چین نه دي، بلکې اسراییل او د هغه لومړی وزیر نتنېاهو دي.

خُرم زیاتوي، چې د غزې جګړه د غرب او امریکا اخلاقي شکست ته د پای ټکی کېښود.

د نوموړي په وینا، له دې وروسته غربیان په هېڅ جګړه یا تېري باندې د نړیوالو اصولو او حقوقو له نظره نیوکه نه شي کولی، ځکه د غزې د نسل وژنې عمل به یې ورته د بېلګې په توګه ښودل کیږي.

خُرم همداراز وايي، د اسراییل په بریدونو کې پر قطر د شتمنو عربي هېوادونو پام دې ته شوی چې د امریکا وسلو او د امریکا پوځي اډو اخیستل د هغوی امنیت نشي تضمینولی او طبیعي ده چې دا هېوادونه به د نورو دوستانو لټون وکړي.

دی زیاتوي، چین او روسیه په انتظار دي چې دغه شتمن مشتریان ورسره اړیکې جوړې کړي.

په پای کې خُرم ټینګار کوي چې د امریکا دوه‌مخی سیاست او د نتنېاهو جنایتونه د نړۍ په څو قطبي نظم کې د چټک پرمختګ سبب شوی.

ملا برادر: نړیواله ټولنه دې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان په ختیځ کې له زلزلې ۱۳ ورځې وروسته، کونړ ته سفر کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي، څو زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو بهیر پر وړاندې شته خنډونه له منځه ولاړ شي.

ملا عبدالغني برادر د یو شمېر نورو لوړ پوړو طالب چارواکو په ملتیا د جمعې په ورځ (د وږي ۲۱مه) زلزله‌ځپلي کونړ ته سفر کړی. نوموړي د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې ترلاسه شوې مرستې به په شفاف ډول پر اړمنو کسان ووېشل شي.

د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملا برادر له سوداګرو، پانګوالو او خیریه بنسټونو څخه غوښتنه کړې چې د کونړ زلزله‌ځپلو سره دې مرستو ته دوام ورکړي.

په خبرپاڼه کې د ملا برادر له قوله ویل شوي:«هڅه کوو چې په زلزله کې د ورانو شویو کورنو د بېرته رغولو لپاره امکانات برابر او په راتلونکي کې د طبیعي پېښو د زیان کچې راکمېدو لپاره هر اړخیز تدابیر ونیسو.»

پر همدغه مهال ملا برادر له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پر افغانستان لګول شوې بندیزونه پای ته ورسوي، څو زیانمنو افغانانو ته د مرستو رسولو او اقتصادي ستونزو ته د رسېدنې بهیر پر وړاندې شته خنډونه له منځه ولاړ شي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې تېره ورځ د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم په کابل کې د بهرنیو هېوادنو او نړیوالو بنسټونو له استازو سره په لیدنه کې پر افغانستان د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې وه.

طالبانو یو هندی ډېپلوماټ له افغانستانه اېستلی

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۰۱ GMT+۱

په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د هند یو لوړپوړی ډېپلوماټ هرېش کومار له افغانستانه اېستلی دی. د سرچینو په وینا؛ دغه هندی ډېپلوماټ (د اګست په ۱۷مه) له کابل څخه د طالبانو مخالفو څېرو سره د اړیکو په تور شړل شوی دی.

طالبانو هغه د دغې ډلې له مخالفو څېرو سره د ناستې جوړونې او د هغوی د تنظیمولو د هڅې په تور «نامطلوب عنصر» بللی او له هېواده یې اېستلی دی.

هرېش کومار د پخواني جمهوري نظام تر ړنګېدو وروسته په کابل کې د هند د بهرني استخباراتو ادارې د ډېپلوماټ او ارتباطي افسر په توګه ټاکل شوی و.

سرچینې وايي، هغه د ډیلي او قطر په سفر کې د طالبانو له یو شمېر مخالفو مشرانو سره لیدلي او په دې لیدنه کې یې په اسلام‌اباد کې د یوې ناستې جوړېدو په اړه خبرې کړې وې.

د طالبانو د مخالفانو ناسته په پاکستان کې د دغې ډلې د مشرانو په ځانګړي ډول د ملاعبدالغني برادر، یعقوب مجاهد او امیرخان متقي د سخت مخالفت له امله وځنډېده.

د سرچینو په وینا؛ کومار د طالبانو له مخالفو مشرانو سره په تماس کې و؛ څو په قطر یا دوبۍ کې یو کنفرانس جوړ کړي.

له افغانستان څخه ایستل شوی ډېپلوماټ
100%
له افغانستان څخه ایستل شوی ډېپلوماټ

سرچینو ویلي، چې ډیلي ته له ستنېدو وروسته دغه ډېپلوماټ (د اګسټ په ۱۳مه) کابل ته راستون شو او (د اګست په ۱۵مه) یې د کابل شهر نو په یوه رسټورانټ کې د طالبانو له څو مخالفانو سره ولیدل.

سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو استخباراتو پر رسټورانټ چاپه ووهله او په غونډه کې شته افغانان یې ونیول.

د سرچینو د څرګندونو له‌مخې؛ طالب چارواکو (د اګسټ په ۱۶مه) په کابل کې د هند سفارت ډېپلوماټان وبلل او د هرېش کومار د سملاسي اېستلو پرېکړه یې ورسره شریکه کړه.

یاد هندی ډیپلوماټ (د اګسټ په ۱۷مه) له کابل نه ووت او بېرته ډیلي ته ستون شو.

د هند سفارت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

کله چې طبیعي افت د طالبانو لپاره سیاسي وسیله وګرځي

۲۱ وږی ۱۴۰۴ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۴۴ GMT+۱

د افغانستان په ختیځ کې د شوې زلزلې څېړونکي وايي، چې د بشري مرستو یوازې یوه کوچنۍ برخه افغانانو ته رسېږي. د څېړونکو په وینا؛ طالبان د زلزلې او سېلاب غوندې له طبیعي افتونو څخه د مرستو د ضبطولو او پر نړۍوالې ټولنې د فشار راوړلو په توګه کار اخلي.

څېړونکې او خبریالې لېن اُډونل په یوې څېړنېزې مقاله کې ویلي، چې د افغانستان وروستۍ مرګونې زلزلې یو ځل بیا د نړۍ پام د دغه هېواد بحراني وضعیت ته اړولی؛ خو اصلي اندېښنه دا ده چې نړۍوالې مرستې د اغېزمنو خلکو پر ځای د طالبانو جېبونو ته ځي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا؛ د ۶.۲ درجې زلزلې له امله د افغانستان په ختیځ کې تر ۲۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي، نږدې ۳۶۰۰ ټپیان او تر ۶ زره او ۷۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي. ژوندي پاتې کسان د ملاریا او ډینګي تبې غوندې له خطرناکو ناروغیو سره مخامخ دي.

سیمه‌ییز بنسټ اسیل (ASIL) وايي، چې تر زورزوې زلزلې وروسته ټکانونو او د کرنیزو ځمکو ویجاړېدو د خلکو وضعیت نور هم خراب کړی او ډېری کورنۍ به د راتلونکي ژمي په رارسېدو سره د اوږدې مودې لپاره په خېمو کې ژوند کولو ته اړې شي.

د برېټانیا نیو ورلډ نیوز (New World News) په مقاله کې راغلي، چې ترټولو ستره ننګونه د طالبانو فساد او له نړۍولو مرستو د دغې ډلې ناوړه ګټه اخیستنه ده. څه موده مخکې د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې ځانګړې پلټونکې ادارې (SIGAR) په یوه راپور کې تایید کړې وه، چې طالبان د مالیاتو، بډې او باج‌اخیستنې له لارې یوازې ۳۰ تر ۴۰ سلنه مرستې خلکو ته رسوي. دغه راپور د طالبانو او ځینو نړۍوالو ادارو ترمنځ د جوړجاړي پرده هم پورته کړې ده.

کارپوهان وايي، چې طالبان هره طبیعي پېښه پر یوه نوي فرصت بدلوي؛ څو پر نړۍوالې ټولنې فشار راوړي. دغه رژیم نه یوازې خپلو جنګیالیو او متحدینو ته مرستې رسوي؛ بلکې د نجونو د زده‌کړې په بندیز او د ښځینه ډاکټرانو په محدودولو سره روغتیایي خدماتو ته یې د ښځو لاسرسی هم سخت محدود کړی. د مقالې لیکوالې په اند، دا هغه مساله ده چې په وروستۍ زلزله کې د ډېرو ښځو مرګ‌ژوبلې لامل شوه.

افغانستان داسې مهال له یوه لوی ناورین سره مخامخ دی، چې په مېلیونونو کډوال له پاکستان او ایرانه اېستل شوي دي؛ هغه خلک چې هر کال یې په مېلیونونو پیسې خپل هېواد ته لېږلې، اوس افغانستان ته په ورتګ سره د عاید ان یوه وړه سرچینه هم نه‌لري.

شنونکي خبرداری ورکوي، چې د ځینو نړۍوالو مالي سرچینو د بندېدو او د مرستو د وېش په بهیر کې د طالبانو په ټینګې ولکې سره په افغانستان کې شته بشري ناورین به نور هم پراخ شي او د وضعیت د ښه‌والي لپاره هېڅ روښانه امکانات نه لیدل کېږي.