څېړونکې او خبریالې لېن اُډونل په یوې څېړنېزې مقاله کې ویلي، چې د افغانستان وروستۍ مرګونې زلزلې یو ځل بیا د نړۍ پام د دغه هېواد بحراني وضعیت ته اړولی؛ خو اصلي اندېښنه دا ده چې نړۍوالې مرستې د اغېزمنو خلکو پر ځای د طالبانو جېبونو ته ځي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا؛ د ۶.۲ درجې زلزلې له امله د افغانستان په ختیځ کې تر ۲۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي، نږدې ۳۶۰۰ ټپیان او تر ۶ زره او ۷۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي. ژوندي پاتې کسان د ملاریا او ډینګي تبې غوندې له خطرناکو ناروغیو سره مخامخ دي.
سیمهییز بنسټ اسیل (ASIL) وايي، چې تر زورزوې زلزلې وروسته ټکانونو او د کرنیزو ځمکو ویجاړېدو د خلکو وضعیت نور هم خراب کړی او ډېری کورنۍ به د راتلونکي ژمي په رارسېدو سره د اوږدې مودې لپاره په خېمو کې ژوند کولو ته اړې شي.
د برېټانیا نیو ورلډ نیوز (New World News) په مقاله کې راغلي، چې ترټولو ستره ننګونه د طالبانو فساد او له نړۍولو مرستو د دغې ډلې ناوړه ګټه اخیستنه ده. څه موده مخکې د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې ځانګړې پلټونکې ادارې (SIGAR) په یوه راپور کې تایید کړې وه، چې طالبان د مالیاتو، بډې او باجاخیستنې له لارې یوازې ۳۰ تر ۴۰ سلنه مرستې خلکو ته رسوي. دغه راپور د طالبانو او ځینو نړۍوالو ادارو ترمنځ د جوړجاړي پرده هم پورته کړې ده.
کارپوهان وايي، چې طالبان هره طبیعي پېښه پر یوه نوي فرصت بدلوي؛ څو پر نړۍوالې ټولنې فشار راوړي. دغه رژیم نه یوازې خپلو جنګیالیو او متحدینو ته مرستې رسوي؛ بلکې د نجونو د زدهکړې په بندیز او د ښځینه ډاکټرانو په محدودولو سره روغتیایي خدماتو ته یې د ښځو لاسرسی هم سخت محدود کړی. د مقالې لیکوالې په اند، دا هغه مساله ده چې په وروستۍ زلزله کې د ډېرو ښځو مرګژوبلې لامل شوه.
افغانستان داسې مهال له یوه لوی ناورین سره مخامخ دی، چې په مېلیونونو کډوال له پاکستان او ایرانه اېستل شوي دي؛ هغه خلک چې هر کال یې په مېلیونونو پیسې خپل هېواد ته لېږلې، اوس افغانستان ته په ورتګ سره د عاید ان یوه وړه سرچینه هم نهلري.
شنونکي خبرداری ورکوي، چې د ځینو نړۍوالو مالي سرچینو د بندېدو او د مرستو د وېش په بهیر کې د طالبانو په ټینګې ولکې سره په افغانستان کې شته بشري ناورین به نور هم پراخ شي او د وضعیت د ښهوالي لپاره هېڅ روښانه امکانات نه لیدل کېږي.